
د امريکې د متحده ايالاتو ولسمشر ښاغلي بارک اوباما د روسيې ۳۵ ديپلوماتان له خپلې خاورې څخه وکښل او پر يو شمېر روسي شرکتونو يې اقتصادي بنديزونه د امريکې په ټاکنو کې د هغوی د لاس لرلو په تور ولګول ....
خو اوس ښاغلی ولادمير پوتين له اوباما او متحده ايالتونو څخه د غچ په لټه کې دی او وايي:« زه به د امريکې متحده ايالتونو ته جدي سرخوږی جوړ کړم !»
د ښاغلي ولادمير پوتين په دې ګواښ کې له ما سره کوم شک او شبهه نشته ! نوموړی د پخواني «شوروي اتحاد» د امنيتي ارګان « کا.جې.بې»( کا.ګې.بې.) هغه جنرال دی ؛ چاچې په ختيځ ( دموکراتيک ) المان کې تر ۱۹۹۱م .کال پورې د امنيت په برخه کې دنده درلودله!....
زما په نظر او زما د معلوماتو په دايره کې ويلی شم ، چې :
پوتين داسې ، يو: وچ ـ قاطع ـ پوځي امنيتي جنرال دی ؛ لکه : د شمالي کوريا جمهور رئيس «کېم جونګ اون » چې هره ګړۍ جنګ او پر نورو باندې پوځي ـ هوايي ـ راکټي حملو ته چمتو دی ! پوتين ستالين خياله او هتلر صفته پوځي ـ سياستوال دی !!
خو بل لوري ته د پوتين او «کېم جونګ اون» مقابل لوری : « د امريکې متحده ايالات ، « ناتو » ، « ايساف » غړي هېوادونه او پوځي ـ دفاعي مُتحدين هم په خوب ويده نه دي پراته او هغوی هره شېبه مُتقابل غبرګون ته په نړۍ واله کچه تياراو « اماده باش !» دي !!
خو زما باور دادی چې : روسيه ، شمالي کوريا ، چين ، ايران ، ترکيه ، سوريه او ... د دوی مُتفقين د روانې (۲۱ ) مې پېړۍ تر پايه پورې نشي کولی او نه هم غواړي چې له امريکې ، « ناتو » او « ايساف » سره مخ پر مخ ښکر په ښکر شي !( مخامخ جګړه پيل کړي!) خو دوی دواړه لوري به سړه جګړه ( تبليغاتي جګړه ) پيل او توده کړي ! يو لوری به بل لوري ته په اقتصادي برخو کې پوره پوره تاوانونه ور واړوي او ګڼې ضربې به يو بل ته ورکړي !
خو د پښتو ژبې هغه متل په ياد راغی :
« د دوه غوايانو جنګ شو ، منځ کې خوسکی مردار شو !» کله چې امريکې وپتېيله چې له روسيې څخه هليکوپترونه( څرخکي طيارې) د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره خريداري نه کړي او پر عوض يې خپلې الوتکې د افغانستان دفاعي قواوو ته په واک کې ورکړې ؛ نو دا ستره اقتصادي ضربه روسيې تحمل نشوه کړای ؛ په مقابل کې يې دا پلمه ونيوله چې د افغانستان له خاورې څخه روسيې ته د « داعش » د جنګياليو د ورتللو او خطر پېښېدلو ګواښ متوجه دی ! نو روسيه حق لري چې له خپلو جنوبي سرحدونو ( د منځۍ اسيا له هېوادونو ) څخه خپل پوځي څار قوي او پياوړی کړي او په عين حال کې د افغانستان له «طالبانو» سره سياسي ـ ديپلوماتيک ـ پوځي ـ اقتصادي ـ لوژستيکي ـ اکمالاتي او طبي مرستې د : ايران ، تاجکستان ، ترکمنستان ، ترکيې او ازبکستان د سرحدي پولو څخه په ګټې اخيستنې وکوي ؛ تر څو «طالبان» د منځنۍ اسيا هېوادونو او بيا روسيې ته د« داعشيانو » د ورتېرېدلو مخه ونيسي !...
دا کار که روسان وکوي !؟ داخو د هغوی حق دی ! چې له خپل هېواد څخه يو دفاعي کمربند را تاو کړي !! خو بل اړخ د دې کار ډېر زيات خطرناک دی !!
هغه کوم اړخ دی ؟
هغه اړخ يې دادی ، چې د پښتو ژبې متل دی :
« وسع مې پر تا نه کېږي ! مړ به خوار جولا کړم !!»
يعنې داچې : د روسيې ، چين ، ايران ، ترکيې ، د منځنۍ اسيا د هېوادونو ( د : « شانګهای د تړون » غړو هېوادونو او پاکستان) دا : پوځي ، مالي ، مادي ، لوژستيکي ، اکمالاتي ، طبي او ديپلوماتيک ملاتړ او شريکه مرسته به له «طالبانو» څخه ؛ هغومره تاوان او ضرر امريکې ، «ناتو» ، «ايساف» او هند ته وا نه ړوي ؛ څومره چې به افغانستان ته خطرونه ، ګواښونه او ضررونه ور پېښ کړي !!
زما شخصي باوردادی ، چې :
روسيه به د «افغاني طالبانو» پر مټ د ډاکتر اشرف « غني » د پرمختيايي او پراختيايي اقتصادي ، زېربنايي ؛ سترو ، ملي اقتصاد ته د پوره او ډېر ارزښت او اهميت لروونکو پروژو د تطبيق مخه ونيسي او د هغو کار به پر ټپه ودروي ! د بېلګې په توګه له ترکمنسان څخه د افغانستان د خاورې له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پاپلين د غځولو پروژه ؛ له تاجکستان ، ازبکستان څخه افغانستان او بيا پاکستان ته د وارداتي برېښنا ارزښتمنه پروژه ؛ په افغانستان کې د رېل د پټلۍ د جوړولو اوږده ـ حياتي ـ اقتصادي پروژه ، په افغانستان کې د سيندونو پر سر د برېښنا د بندونو او نهرونو د جوړولو پلان شوې پروژې به له جدي ګواښ سره مخامخ کړي او افغانستان ته به د خوراکي توکيو ، ګاز او تېلو په واردولو کې هم درانه زيانونه واړوي او د ډاکتر اشرف « غني » زور به ور سره په هېڅ صورت ونه رسېږي !؟ او د روسانو د دې ناوړه او خطرناک پلان تطبيق به د ډاکتر « غني » دولت او د افغانستان خلکو ته مېلياردونه مېلياردونه ډالره تاوان واړوي !!؟؟