دشنونغموداتڼ چيانوڅڼورووطن
څنګه دغم چوپيتاکې ډوب دى دسندرووطن
پردى ساحل ، پردى شمال خړمازديګرڅه کوم
کله هېرېږي دسيندغاړه دملګرووطن
نن په کې ګرځي بس زخمې نسيم شهيدې وږمې
دشنوفصلوپه يادکړي ويردکروندګرووطن
خدايه امان کې يې دې ساته هېڅوک نه لري اوس
خالي خالي دى هره خوادمساپرووطن
داسې هم نه ده چې بې جنګه بل څه نه پېژني
دې دجرګودمشورواودخبرووطن
رحماني مه شړه له ځانه دغزل پرښتې
خداى به زرغون کړي دمماڼواونښترووطن
غزل
دژوندترهيلواوهواپورې ونه رسېدم
دلارې ګردشومه ترتاپورې ونه رسېدم
ستاله محفله مې زخمي وزرونه بېرته راوړل
هغه پتنګ وم چې ترتاپورې ونه رسېدم
يوه بنديوان نسيم په خوب کې راته داوويل
په ښارکې ورک شومه تربيدياپورې ونه رسېدم
کومې وچې ځمکې تږوخاوروخوړمه
دخپلواوښکوتردرياپورې ونه رسېدم
ماته له خپله ځانه ګرانه زمالمرمخى ياره
زړګى دې صبرکړه ترتاپورې ونه رسېدم
رحماني وامې شوې زخموکې درنګونوڅانګې
خودخيالونوترښکلاپورې ونه رسېدم
غزل
په لوړوغرونوکې روزلې مينه هېره نه کړې
ښکليه دخداى لپاره ښکلې مينه هېره نه کړې
زمادسوووزرونولمبې يادوساته
په سرولمبوکې ټوکېدلې مينه هېره نه کړې
يووخت به خامخادې چم ته پسرلى راولي
له تړمواوښکوزېږېدلې مينه هېره نه کړې
زمادزړه کعبه دې ورانه کړه پروانه لري
خوپه دې خونه کې سپېڅلې مينه هېره نه کړې
که له وږموسره راتلې شهيدسلام پرې وايه
دخيال په دښتوکې شيندلې مينه هېره نه کړې
په شوخ نظردزمانې رنګونه مه خوروه
په مړاووسترګوکې وژلې مينه هېره نه کړې
منم چې رابه شي سپرلى ګلان به وټوکوي
داپه ګلونوڅڅېدلې مينه هېره نه کړې
غزل
چې درته ګران شومه دخپلوارمانونوپه څېر
اوس مې دژوندشېبې تېرېږي دخوبونوپه څېر
قدم زماپه زړګي ږدي ورځي دبل غېږ ې ته
ښکلي خوسم شول دوطن دشنوسيندونوپه څېر
چې مې بدل نه کړې هېڅکله درنګونوسيلۍ
خاونده دروندمې کړې فقط لکه دغرونوپه څېر
نوردې له زړه نه دښکلايادونه نه شړمه
سترګوته راشي درڼااودرنګونوپه څېر
دللمې فصل يم تودولمرونووسېزلم
خداى خودې راوله دمستوبارانونوپه څېر
مادې په شپوشپوديادونورياضت کړى دى
په کې پيدامې کړې دښکلوغزلونوپه څېر
درحماني دزړه په تل کې ټوکېدلې ښکلا
راباندې ګران يې دقران دايتونوپه څېر
وروستي