دښکلا کوترې

              د ښکلا کوترې
نور د ښــــــــکلا کوتـــــرې نـــــه نيســـمه
پاس په هـــــــــوا کوتــــــرې نــــه نيسـمه
ستا دښايســـــت کــــــــږې وږې خبـــرې
بيــــــا د سبــــــــا کوتـــــــــرې نه نيسمه
تــــــــا رالــــــيږلي د هـــــواپــــــه څــــــپو
زه دې اشنــــــــــا کوتــــرې نه نيــــسمه
چې په خوله غږ د سوکالى رانـــــــه وړي
دبرکلي د پاچــــــــــا کوترې نه نيســــمه
چې هر ســــــــــهار په مدارونو څرخـــي
زه پـه رڼـــــا کوتــــــــرې نه نيســــــــــمه
چې ستـــــا يادونه زماپه بام وڅــــــنډي
زه د صـــــحراکوتــــــــرې نه نيســــــــمه
زه د شاهيـــــــــن سره پــــــروازکــــومه
( وصال) به بيــــــــا کوتـــرې نه نيــسمه
        ( محمد واصل وصال )