پوهاند محمد حسن کاکړ په حق ورسيد


په ډيره خواشيۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې هېواد نامتو مورځ او مبارز ليکوال پوهاند محمد حسن کاکړ، د ۸۷ کلونو په عمر، د ورپېښې ناروغۍ له امله د افغانستان په وخت نن سهار، د امريکا په کلفورنیا کې په حق ورسيد.
زموږ د مالوماتو له مخې، د نوموړي جنازه افغانستان ته راوړل کيږي او په دې هکله به وروسته مالومات شريک شي.
ژوند ليک:
ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ ز کال د لغمان په پلوټه (د ډېوې په کلي کې) زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې تر نهم ټولگي پورې په لغمان کې وکړې او بیا په کندهار کې د احمدشاه بابا په لېسه کې شامل شو، چې هلته له خپلې نیایي نیکه سره ارواښاد عبدالمقیم خان نیازي کره اوسېده. نوموړي دوه کاله د کابل دارالمعلمین ولوست او بیا په ۱۹۵۰ کال له غازي لېسې نه یې لومړۍ درجه بری لیک تر لاسه کړ چې په ۱۹۵۳ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال له همدې پوهنځي نه د تېر په څېر یو ځل بیا لومړی درجه فارغ شو.
د لا لوړو زده کړو لپاره په ۱۹۶۱ کال د افغانستان د حکومت په سکالر شپ لندن پوهنتون ته لاړ چې اوه کاله یې د مینځني ختیز د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا په تاریخ کې زده کړه وکړه .استاد په سر کې د کابل پوهنتون لیسانس د لندن پوهنتون د لسان معادل کړ او بیا یې د امیرعبدالرحمن خان پېر د لومړنیو ارشفي پاڼو له مخې په ځانگړي ډول وڅېړه چې د همدغې څېړنې په بنسټ یې د M.PHIL یاد فلسفې ماستري په نوم بری لیک وگټه. له هغه وروسته استاد په ۱۹۷۲ کال د نورو ځانگړو څېړنو لپاره د امریکې پوهنتون ته لاړ او هلته یې د امیرعبدالرحمن په مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې په اړه څېړنه پیل کړه . چې بیا یې د همدې گټور اثر له مخې د لندن له پوهنتون څخه د ډاکترۍ یا P-H-D بری لیک تر لاسه کړ. یو کال یې نورهم خپلوڅېړنو ته دوام ورکړاو بیا په ۱۹۷۶کال بېرته وژن ته راستون شو .
دندې:
په سر کې د پښتو ټولنې غړی شو او دا هغه مهال وو چې د هېواد ویاړلي او نامتو شاعر گل پاچا الفت د پښتو ټولنې مشر وو. که کاکړ صاحب له یوې خوا د کابل مجلې چلوونکی وو خو له بلې خوا د ادبیاتو په پوهنځي کې استاد هم وو. استاد په ۱۹۵۸۸ کال له یوه پلاوي سره لومړیشوروي اتحاد او بیا په بل کال یې امریکې ته سفر وکړ.
کاکړ په ۱۹۶۸ کال بېرته هېواد ته ستون شو او یو ځل بیا د کابل په پوهنتون کې د تاریخ استاد وټاکل شو. کاکړ د خپلو پوهنیزو او ښوونیزو کړو وړو له مخې او د گټورو اثارو د کښلو له بابته په ۱۹۸۱ کال د پوهاندۍ علمي درجې ته ورسید.
سياسي ژوند
پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د یوې لیکنې په ترڅ کې ډاگیزه کړې او وایي : کله چې شوروي اتحاد په افغانستان تېری وکړ نو د پوهنتون د استادانو او محصلانو د عمومي اتحادې غړی شوم او له نورو سره یو ځای مو په پټه د شوروي او پرچمي رجیم پر ضد فعالیت پیل کړ. د ویښ ځلمیانو له غړیتوب نه وروسته مې دالومړی ځل وو چې د عملي سیاست ډگر ته ورودانگل . هغه وخت چې مې د شوروي پوځ تیری او د هغوی ټانکونه ولیدل خپل یوولس کلن زوی کاوون ته مې وښودل او ورته په ټینگه مې وویل چې افغانان هرومرو شورویان له خپل هېواده شړي.... ما په پوهنتون کې استادان او شاگردان د شوروي ښکېلاک په وړاندې ولمسول نو ځکه په پایله کې د همدې هاندو هڅو له بابته وو چې په ۱۹۸۲ کال ونیول شوم او پنځه کاله مې په زندان کې تېر کړل . کله چې د ستر استاد له بند نه یو شمېر بین الملي ټولنو په سر کې د عفوې نړیوالې ټولنې خبر تر لاسه کړ نه یوازې د هغه مهال په حکومت فشار راووړ بلکې کاکړ صاحب یې د ؛وجدان بندي؛ اعلان کړ. هغه وخت چې استاد په ۱۹۸۷ کال له بند نه خلاص شو بیا یې په پوهنتون کې د استادي دنده پیل کړه خو د همدې کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پېښور ته کډه وکړه او په قلمي جهاد یې لاس پورې کړ . په دغه لړ کې یو شمېر لویدیزو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل او په ځنې سمینارونو او کنفرانسونو کې برخه واخسته چې له بابته یې د افغانستان د سیاسي کړکېچ او کشالې په اړه برخه والو ته گټور معلومات وړاندې کړل. پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ۱۹۸۹ کال له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکې ته لاړ . په ۱۹۹۰ کال یې د یوه مهم خوځښت بنسټ کېښود چې لومړی د دې خوځښت غړی او بیا وروسته د نورو غړو لخوا د دې خوځښت مشر او سروال وټاکل شو. د دې خوځښت نوښت په دې کې وو چې دوی لا هغه مهال دا خبره په ځغرده کوله چې باید د لوې جرگې لخوا د افغانستان د کشالې په هکله فکر وشي او بیا همداسې هم وشول . کاکړ صاحب په دغه موده کې په یو شمېر علمي ځانگړو کنفرانسونو او سمینارونو کې هم گډون کړی دی وروستی سمینار یې هغه وو چې په دې وروستیو کې د ترکيې په هېواد کې جوړ شوی وو. له دې پرته وخت په وخت یې له یو شمېر ډله ییزو رسنیو او خپرونو سره مرکې هم کړي دي چې موږ د بي بي سي ،امریکاغږ، دعوت خپرونه، افغان اولس، د افغانستان آینه، او افغان پوست د بېلگې په توگه یادولی شو.
په لنډه توگه ویلی شو چې ښاغلی پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د خپل عمر ډېره برخه خپل هېواد ته د خدمت په لاره کې تېره کړې ده، ډېر ځوانان یې روزلي او پاللي دي په ډېرو علمي مرکزونو کې په زده کړې ، څېړنې او لیکنې بوخت پاتې شوی دی او اوس هم په سپړنیزو او څېړنیزو کارونو لگیا او بوخت دی . کاکړ صاحب اوس دستي په امریکا کې له خپلې کورنۍ او مېرمن مریم کاکړ سره یو ځای اوسیږي دوه زامن لري کاوون او سباوون ، درې لوڼې لري پلوشه ، وږمه او خوږه ، څلور لمسیان لري غورځنگ، آتل ، څپانداو اکمل درې لمسیانې لري ځلا، موسکا او هیله.