په زړګي مې عجيبه غوندې چل وکړي
چې ليلى په تورو سترګو کجل وکړي
په کابل خــــــوواورې اوري لايخني ده
اشنا ولــــې بيا د تللـــــو تکل وکــــړي
دکوچې په شانتې راشي يو څو مياشتې
له کابلـــــه تر دې ځايــــــه مـــــزل وکړي
سږکال ژمــــى واورې ډيرې وکړې خدايه
چې کو چې اشنا مې خو شپې معطل وکړي
بيا يي غـــاړې غــــوټي وتړلـــــې درومي
دزړه ښکار به مې نن بيا په درشل وکړي
( هاشمي ) داشنازړه له کاڼي کلک دى
څه اثر به پرې ستا دغه غـــــــزل وکړي
سيدبديع الزمان (هاشمي )
وروستي