
۱۶/۱۰/۱۳۹۵، ل، ل
مسعود د فرانسې څارګرې ادارې، D.G.S.E * په خدمت کې:
لكه چې پوهیږو چې احمدشاه مسعود د کابل د استقلال لېسې څخه فارغ شوی دی، چې له دې کبله په فرانسوۍ ژبه باندې تر یوې کچې پورې پوهیدلو، نو ځکه خو نوموړی له فرانسویانو سره، د نورو خارجیانو په پرتله په راز او نیاز ښه پوهیده، په دې اړه سمسور افغان وایي:« د یوې انګیرنې له مخې احمدشاه مسعود په استقلال لیسه کې د تعلیم په وجه لومړی د فرانسې له استخباراتو سره تړاؤ وموند ... .» (دویمه سقاوي،م ۱۵۷)
فرانسویان د مسعود په وجود کې د یوه آزادي بخښونکي شخصیت د لټولو په لټه کې وو، غوښتل یې چې نوموړی یو افغان سایمن بولیوار **او یا جورج واشنګټن*** وښیي. (سټیوکول؛ د پیریانو جګړې، ۱۷۵،مخ)
د مسعود او فرانسوي استخباراتو تر منځ د اړیکو د ټینګولو په هکله نصیرالله بابر چې د پاکستان د ذالفقارعلي بوټو د حکومت د کورنیو چارو وزیر ؤ د وطن مجلې سره داسې څرګندونې کړي دي:« کله چی په ۱۹۷۷ کې زموږ حکومت ړنګ شو، نو مسعود له هغه نه پس فرانسې ته لاړ، فرانسویانو په خپل لاس کی ونیو او سبقونه یې ورته پیل کړل. هغی نه پس مسعود د فرانس پروټکټ (تحت الحمایه) شو، بیا د فرانس په واسطه په افغانستان کې فعال شو، فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود، هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنئ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي... تاسو وګورئ، که سالنګ تونل بند شوی وای، نو د روسیې کاروانونه به څنګه په دې بریالي شوي وای چې خپل عملیات وکړي؟، که سالنګ بند وای د شوروي هیڅ رنګ کومک افغانستان ته نه شو رسیدلی، خو مسعود دا لاره د روسانو پر مخ پرانیستی پریښی وه. (د وطن مجلې سره د بابر مرکه)
فرانسوي(څارګر) د ډاکترانو په جامه کې پنجشیر ته تلل او د مسعود به هکله یې غربي نړۍ ته تبلیغاتي فلمونه جوړول، مسعود به بدل کې د دغه اجنټانو او فلم جوړونکو ښه میلمه پالنه کوله، دوی به یې په زمردو او یاقوتو ښه نازول، د اجنټانو د خوښ ساتلو لپاره یې دوی ته د مارکوپولو هوسیو د ښکار آسانتیاوې برابرولې. (د عبدلکریم رحیمزي له لیکنې څخه؛ روهي ویب پاڼه)
فرانسویانو له مسعود سره له آره مرستې کولې، چې په هکله یې فرانسوی لیکوال ژان كریستوف نوتین، په خپل کتاب(په افغانستان کې، د فرانسې پټې جګړې) په یوه برخه کې لیکي چې:«... په لسګونو افغانان فرانسې ته د پوځي(جاسوسي) زده کړو لپاره لېږل شوي دي او د ټانک ضد میلان نومي توغندي چې تر ۲۰۰ مترو پورې هدف له منځه وړي، احمدشاه مسعود، شېرپنجشېر(!) ته په ۱۹۸۰ز، کې ورکړي دي. www.afghanpaper.com
او د مسعود یو بل روسی بادار، جنرال لیاخوفسکي د فرانسویانو او نورو بهرنیانو شتون په پنجشېر کې په دې ډول یادوي:«د مسعود له خوا د پرمخ بیول کیدونکی خپلواک سیاست ستنې، د زمردو، لاجوردو او نورو ګرانبیه تیږو او غمیو پر اقتصادي بنسټ او هغو پوځي مرستو ولاړې وې چې د عربي هیوادونو او چین له خوا ورسره ترسره کېدې. د سارې په توګه د افغانستان اسلامي جمعیت، پنجشېر ډلې په کال کې له ۲۰۰ ملیونو افغانیو (۵ ملیونه ډالرو) نه پرزیاته بیه زمرد په پاکستان کې پلورل. د لویدیزو کارپوهانو د څېړنو له مخې له دې لارې ترلاسه شوي ګټه به کله نا کله آن لس ځلې هم لوړیده. په ډېرو سختو غرنیو سیمو کې د دغو غمیو د را ایستلو او کانونو د چولو لپاره به له جاپانيو برمو او الو څخه کار اخیستل کیده، دغه راز د خینج د درې په کانونو کې د ګرانبیه تیږو او غمیو د را ایستلو د چارو مشري او لارښوونه د فرانسوي او لویدیز المان د انجینرانو پر غاړه وه. (د افغان مېړانه او غمیزه، ۴۵۷مخ)
-----------------------------------------------------------------------
* DGSE: د فرانسې د خارجي امنیت اداره.
**- سیمون بولیوار، د ونزویلا انقلابي قوماندان او سیاستوال ؤ، په لومړیو کې د ونزویلا له آزادي غوښتونکو ډلو سره یو ځای شو، په ۱۸۱۰،ز کال کې د ونزویلا د آزادۍ غوښتونکو ډلو د قوماندانانو څخه شو، په کال ۱۸۲۱،ز کې یې هسپانویان له ونزویلا څخه وایستل، له هغې نه وروسته یې د جنوبي امریکا په لویه وچه کې، له هسپانویانو څخه د ټولو مستعمرو د آزادولو تکل وکړ، د پرله پسې جګړو له امله د کلمبیا لوی هیواد، چې له کلمبیا، ونزویلا او اکوادور څخه تشکیل شوی ؤ رامنځ ته کړ، سیمون بولیور د لاتینې امریکا د نورو هیوادونو لکه پاناما، بولیوي او پیرو د آزادي غوښتونکو مبارزینو لارښوونه وکړه.
***- جرج واشینګټن، د امریکا انقلابې رهبر او د امریکا متحده ایالاتو لومړنی ولسمشردی، نوموړی د امریکا د تاریخ له مهمو څېرو څخه شمېرل کیږي، د امریکا د انقلاب په جګړه کې یې انګریزانو ته ماتې ورکړه او آزادي یې وګټله(۱۷۸۳- ۱۷۷۵،م)، ډېرې خلک په دې عقیده دي چې بې له جرج واشینګټن څخه د امریکا د متحده ایالاتو شتون ناممکن ؤ. https://fa.wikipedia.org/
نوربیا