سترګې په تکه سره غوسه مينځي لمبه راکوي
په ډبرينو جامو پټه ده خوله نه راکوي
د کال په شپو کې يوه شپه تر پخې شپې وروم
دا مهربانه شپه پوره د کال خواږه راکوي
جانان وعدې کوي راتلو ته يې تاله پرته ده
غشي د ځان سره ساتي تشه لينده راکوي
د ژوند په پل کې به يې وکرم ځواني په نذر
خو که جانان د ناز په لپو کې اوبه راکوي
ورباندې ګران يم او په زړه کې يې ځای هم لرمه
خو بيا پرې دومره باور نلرم چې زړه راکوي
يو سور کافر به هم جلانه داسې کارونکړي
لکه دا غرونه غرونه درد چې پښتانه راکوي
سيدجيلاني جلان
وروستي