
ولسي جرګې ته لا ولسمشر کرزي دکابينې غړي نه و ورپيژندلي چې په دغه جرګه کې څو ورځې په دې تير شوې چې ولسمشر بايد مسلکي په کارپوه او د يو تابعيت درلودونکي وزايران ولسي جرګې ته د اعتماد رايه لپاره وروپيژني بالاخره دوی پريکړه وکړه چې مسلکي په کارپوه او ديو تابعت درلودونکي وزيرانو ته به داعتماد رايه ورکوي . خو کله چې ولسمشر کرزي خپله کابينه وړاندې کړه وکيلان صاحبان په ميلمسيتاو، ډالرو او ... بوخت شول خپلې کړې ژمنې له ياده ويستلې هغه معيارونه چې دوی ټاکلي و ورڅخه هيرشول. دوی ويل مسلکي کابينه غواړو ، خو د ايلاقي ، سنګين ، احدي او بليغ په څير وړاندې شوي وزيرانوته د رای نه ورکولو معلوميږي چې دوی خپلې شخصي قومي او ګوندي ګټې په افغاني ګټو پورته ګڼلي دي .له قوميت سترګې پټې کړئ ،محمد ايلاقي چې له شپږ کلنې يې تجارت ته مخه کړې د تجارت په ډګر کې يې لوړې زده کړې کړي او په دې برخه کې تجربه هم درلوده له دې به وړ کس څوک و، چې د تجارت په برخه کې يې کار کړی و، همدارنګه اميرزی سنګين چې د مخابراتو په برخه کې يې پراخه تجربه درلوده او وکيل صاحب ستا په جيب کې پروت مبايل دهمدغه ځوان دهڅو پايله ده ، په افغانستان کې مخابراتي کمپنۍ په سيمه ييزه کچه د ټيلفون په برخه کې تر ټولو ټيټې بيې وړاندې کوي ، دا په دومره لږه موده کې ډير زيات پر مختګ دی ، او د فيبر نوري کمپنۍ په فعاليدو سره به اوس دغه بيي نورې هم راټيټې شي . همدارنګه ډاکټر انور الحق احدي چې په اقتصاد او سياسي علومو کې لوړې زده کړې لري له ده پرته به په افغانستان کې څوک د اقتصاد د وزارت لپاره وړ وي ،عنايت الله بليغ ، چې يو عالم او بې غرضه شخصيت و د پل خشتي جومات امام د شرعياتو فارغ هم ستاسو د سياسي اوشخصي ګټو ښکار شو . که تاسې وايې چې موږ د افغانستان لپاره پريکړې کړي خو ډير ژربه په خپله ووايې چې ښه کار مو نه دی کړي او په خپلو کړنو به پښيمانه شوي ياست او شايد د دغه نوي ليست په ليدو هم يو څه پښيمانه شوي ياست ځکه له اوسني ليست خو پخوانی ليست و ډير ښه وو . له يو څو محدودو څيرو پرته چې متعصبې څيرې وې نور ټول يې که ښه نه وو بد هم نه وو همدارنګه تاسې ژمنه کړې وه چې دوه تابعته وزيران به نه بريالي کوئ خو تر ټولو لومړی مو دوه تابعته وزيران تر ټولو په ډيرو رايو بريالی کړل زاخيلوال او شهراني چې همدا اوس هم دوه تابعيته لري خو تاسې ځانونه پرې غلي کړل يا خو تاسې د دوه تابعيته او يو دوه پاسپورته تر منځ توپير نه شئ کولای او يا خو ليمڅي د تبر ځای نيولی همدارنګه ځينې نور څو وزيران .. چې ولسمشر خپله دوه تابعته وزيرانو ته د جاسوس خطاب وکړي نور نو له داسې وزيرانو دخير تمه له کومه !!!!!!!!!!
وکيلانو تاسې چې ځانونه د ولس استازي بولۍ نور ولس هم پر تاسې شرميږي چې درته خپل استازي ووايي خو له تاسې څه ګيله پکارده چې په خپلو خبرو عمل نه کوئ نو دنورو په غوښتنو به څه سر وګروۍ .
ستاسې د مودې د ژر ختميدو په هيله