امریکا له ګوانتانامو نه ۴ بندیان سعودي ته ليږي

 
امریکايي چارواکي وايي، چې د ګوانتانامو د پوځي اډې څلور بنديان سعودي عربستان ته ليږدول کيږي.
د رويټررز خبري آژانس د رېپوټ پر بنسټ، د سي شنبي په ورځ معلومه شوه ، چې د ګوانتانامو د زندان ځينې بنديان به د جنوري تر 20 مې پورې چې د بارک اوباما دکار رسمي دوره پای ته رسيږي انتقال شي.
 سرچينه زياتوي، چې د ټرمپ تر راتګ نه مخکې به د ګوانتانامو له زندان څخه 19 بنديان سعودي عربستان، ايټاليا، عمان او اماراتو ته انتقال شي.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و، چې د «خطرناکو» بنديانو د خوشي کولو لړۍ بايد ودرول شي. کوم چې د ګوانتانامو په زندان کې موجود دي.
 د ګوانتانامو د زندان تړل د بارک اوما د 2008 کال دولسمشرۍ د ټاکنيز کمپاين داصلې ژمنو څخه يوه وه، کله يې چې د لومړې ځل لپاره يې ځان نوماند کړ، خو د کانګرس د اعتراضونو له امله د زندان په تړلو کې پاتې راغی. دبارک اوباما دولسمشرۍ په دوره کې د ګوانتانامو دبنديانو شمير له 242 تنه څخه تر 59 تنه پورې را کم شو. د ډسمبر په پای کې اوباما کانګرس له دې کبله وغانده چې په 2017 کال کې د ګوانتانامو د زندان د تړلو د تمويل او ملاتړ څخه دډه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د خپلې دورې تر پای ته رسولو پورې به بنديان نورو هيوادونو ته وليږدوي، که څه هم بودجه ئي محدوده ده.