
په امريکا کې د جمهوري غوښتونکي ګوند ۳ تنو سناتورانو هڅه پیل کړې، چې امريکا دې د تل اويو پر ځای بیت المقدس، د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپيژني او د امریکا سفارت دې هم ور انتقال شي.
د امريکا د بهرنيوچارو وزارت وياند جان کروبي، بيا پر دغو هڅې نيوکې کړې او ویلي: موږ لاهم په دې عقيده يو- زموږ سياست د تيرو دولتونو په څېر، چې بیت المقدس ته د سفارت انتقال به نور کړکيچ رامنځته کړي، په منځني ختیځ کې به د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته شي او د سفارت يو شمېر کارکوونکي او ساتونکې به له ګټې پرته له ګواښ سره مخ شي.
په امريکا کې له ۱۹۹۵ ز کال راهيسې دا هڅې روانې وې، چې پلازمېنه دې بیت المقدس ته انتقال شي، خو داسې ښکاري، چې د ټرمپ د حکومت په رامنځته کيدو سره به دا احتمال ډير شي.