
د فليپيني رسنیو د رېپوټ پر بنسټ، د هېواد په سويل کې پر يوه زندان وسلوال بريد شوی، چې يو پوليس او ۶ تنه تښتيدونکي بندیان وژل شوي، خو په ټوليزه توګه ۱۵۸ تنه په تېښته بریالي شوي دي.
رېپوټونه زياتوي، چې د شمالي کوتابوتا پر زندان لسګونو وسلوالو بريد وکړ، لومړی يې برېښنا پرې کړه او بیا يې پر ډزو پيل وکړ.
د زندان مسؤول پيتر بونګات ويلي، چې تر اوسه يې ۸ تنه نيولي او بيرته راستانه کړي او د پاتې کسانو د نيولو لپاره هم هڅې ګړندۍ شوي دي.
نوموړي زياته کړې، چې په ډير احتمال سره دغه برید به د هغه قاچاقوړنکي لخوا تر سره شوی وي، چې د پنتاګون لخوا يې ملاتړ کيږي.