
۱۳۹۵/۱۰/۱۵، ل، ل
احمدشاه مسعود د افغانستان تاریخي او کینه کښ دښمن، انګریز ته د زړه له اخلاصه، د خپلو خلکو او افغانستان پر خلاف ناوړه کړنې ترسره کړي دي، مسعود د انګریزانو د استخباراتو(ایم، آی، ۶) له خوا حمایه او استخدام شوی ؤ، امریکايی لیکوال سټیوکول د(پیریانوجګړې) نومي کتاب کې داسې لیکي:«... د برتانیا څارګرې(جاسوسي) ادارې، چې په اسلام آباد کې د برتانیا د سفارت، له یوې کړکۍ، نه لرونکي کوټې څخه یې فعالیت کاوه، د جګړې له پیله یې له مسعود سره اړیکي لرل، نوموړي ته یې پېسې، لږ شمېر وسلې او د استخباراتو ځیني وسایل ورکول ... .» (۱۷۵، مخ)
د انګریزانو جاسوسي ادارې مسعود ته د یوه داسې کس په سترګه کتل لکه، مسعود چې د انګریزانو د د تره زوی او پخپله له انګلیستان څخه راغلی وي. کله چې د کابل د سقوط په لومړۍ شپه(دغویي په ۸/۱۳۹۵، ل، ل) د حکمتیار او مسعود د ځواکونو لخوا ښار ونیول شو او په سبا یې د مسعود او دوستم د ځواکونو له خوا د ګلبدین حکمتیار ځواکونه له کابل څخه په زور وایستل شول، نو په پېښور کې د (احمدشاه مسعود ورور) یحیَی مسعود د خپل اداره کوونکي (د انګریزانو د جاسوسۍ سازمان مسؤل کس) سره وکتل، برتانوي افسر په غرور ورته وویل: «... موږ په حقه وو، حکمتیار ناکام او مسعود بریالی شو.» (سټیو کول؛ د پیریانو جګړې ۳۴۳مخ)
سټیو کول زیاتوي: «مسعود د برتانویانو نازولی ؤ، نو له همدې کبله په (سي، آی، اې) ښه نه لګیده [خو بیا هم] سي، آی، اې مسعود ته په مستقیمه توګه اجوره (مزدوري) او اکمالات وراستول ... .» (د پیریانو جګړې ۲۱۸،مخ)
مسعود د فرانسې د استخباراتو[ D.G.S.E]لخوا، د انګلیستان استخباراتو(ام، آی ۶) ته ورمعرفي شوی ؤ، دغې شبکې د هغه هیواد د تجارتي تلویزیون یو زوړ چلوونکی(سنډیګال) ته وظیفه ورکړه چې پنجشیر ته ولاړ شي او هلته یو ځوان قومندان چې دویم ټیټو۱ دی(!)، وویني او پر هغه باندې د تلویزون لپاره یو فلم ډک کړي، د همدې سنډیګال په مرسته د احمد شاه مسعود ورور احمد ولي د انګریزۍ ژبې د زده کړې لپاره لندن ته لیږل کیږي، هغه په داسې حال کې چې هېڅ کومه شهادت نامه نه لري، خو ادعا کوي چې حتَی ماسټري یې اخیستي ده(!) دغه یو ساعته فلم وروسته سي آی اې ته وروسپارل شو او له ځینو انګیرنو سره سره لا پوره ډاګیزه شوي نه ده چې سي آی اې هم پټه معامله ورسره پیل کړي که څنګه؟. (سمسور افغان،دویمه سقاوي،م ۱۵۷)
[بي، بي، سي راډیو چې په حقیقت کې د انګریزانو د استخباراتو راډیو ده] او په هغو شپو ورځو کې چې د افغانستان ولس او روسانو ترمنځ ښه ګرمه جګړه روانه وه، د بي بي سي راډیو نړیوال سرویس ته د انګلیستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا یو مکتوب راغی، چې بي بي سي، باید د مسعود د شخصیت په تبارز کې ونډه واخلي، د یادونې وړ ده چې د بي، بي، سي راډیو د خپلې خپلواکۍ او آزادۍ سره، سره، د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د پالیسی تابع ده او د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل وار د خپل هېواد له استخباراتي سرچینو څخه الهام اخلي. د بهرنیو چارو وزارت په مکتوب کې لارښوونه شوي وه چې په یوه نه یو ډول باید د افغانستان په هر ګوټ کې د روسانو پر ضد د جګړې رابطه له مسعود سره، وصل شي. د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې لپاره بېلګې هم راوړي دي، مثلاً: په لغمان کې د روسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده. د دې جګړې خبر باید داسې واړول شي، نن د لغمان په ولایت کې د روسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده چې په نتیجه کې روسانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتي ده، په دې جګړه کې د لغمان ولایت ګڼ شمېر کلي او کورونه وران شوي دي، د یادونې وړ ده چې لغمان ولایت پنجشیر ته ورڅیرمه پروت دی، چې د افغانستان د جهاد د نامتو قومندان احمدشاه مسعود مرکز دی، روسانو تر اوسه پورې څو ځله پر پنجشیر حملې کړي خو د هغه پر نیولو بریالي شوي نه دي. (سمسور افغان، دویمه سقاوي،م ۱۵۸)
----------------------------------------------
مارشال یوسیپ بروز ټیټو، په ۱۹۵۳،ز کال کې د پخوانۍ یوګسلاویا ولسمشر او د کمونیستانو د اتحادیې لارښود ؤ، د جرمني له برید نه وروسته، د دویمې جګړې په جریان کې د آزادۍ غوښتونکو ملي جبهه او چیریکي ځواکونه یې جوړ کړل، نوموړی په کال ۱۹۴۳،ز کې ماشال شو او په ۱۹۴۴،ز کې د ۲۰۰زرو وسله والو کسانو مشري یې په لاس کې وه، چې د شوروي اتحاد په مرستي سره یې د نازي جرمني ځواکونو ته په یوګسلاويا کې ماتي ورکړه ... دی په ۱۹۷۴،ز کې د ټول عمر لپاره ولسمشر وټاکل شو، ده له شوروي کمونیستانو څخه ځانګړي کړنلاره غوره کړي وه، چې له امله یې له شورویانو سره مخالفتونه درلودل، مارشال ټیټو په کال ۱۹۸۰،ز کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کالو په عمر ومړ.