
کېدای شي ډیرو عامووګړو ته دسیاسي فساد مانا سخته خبره وي ځکه داوګړي نشي کولای ،چې له دغې اصطلاح سره سم او وړ چلند وکړي او لامل ېې دسیاستوالو له اټکله پورته زیرکیتا او پوهه ده نو دوی ته اسانه ده ،چې زموږ پر څير عام او ساده وګړي په مختلفو نومونو او شعارونو تېر باسي .
سیاستوال ( فاسد ) کله دپاکو او سپیځلو کسانو کالي واغوندي او کله بیا د دنجات دپرښتو جمونه کوي په دې برخه کې مې دسیاسي فساد یو ډیر ساده تعریف ولوست ، چې یو ماشوم له خپل پلار پوښتنه کوي ،چې پلار جانه سیاسي فساد څه مانا ؟؟ پلار ېې ورغبرګه کړه بچيه نشم کولای تاته دسیاسي فساد مانا دروپيژنم ځکه ته په دې عمر پر دې مانا نه پوهیږي ،خو یو کا رکولای شم ،چې دا دسیاسي فسادمانا درته د مثال په توګه دروپیژنم .
زه کور ته لګښت او خرڅ راوړم نو زما نوم امپریالیزم ( پانګواکی ) شو
مور دې ،چې دکور چارې سمبالوي نو ددې نوم حکومت شو
او ته ، چې دې دمور تر سرپرستې لاندې ېې نو ته ولس شو
او ستا کشری ورور ،چې زموږ هیله ده دا ګانده ( مستقبل ) شو
او خادمه ،چې زموږ په کور کې شپه ورځ لګیا وي کار کوي ، زحمت باسي دا زیارکښه ځواک دی
اوس نو زویه ولاړ شه او فکر وکړه کېدای شې یوې پایلې ته ورسیږې .
شپه ،چې څومره پخیده زوی ته ېې خوب خوند نه ورکاوه او لټ په لټ اوښت دغه مهال ېې دخپل کوچني ورور اواز واوریده ، چې ژاړي نو ورنږدې شو وېې لیدل ،چې په خپل ځای کې یې میتازې کړې دي نو ولاړ ، چې خپله مور راخبره کړي مور ېې په درانه خوب بیده ده که هر څومره ېې وخځوله راپورته نه شوه هلک هغه مهال ډېر هېښ ( حیران ) شو ،چې پلار ېې دمور تر څنګ نه و . هلک لګیا شو دپلار لټه ېې پیل کړه ګوري ،چې پلار ېې له خپلې خادمې سره خاندي او د راز ونیاز پر خبرو سره اخته دي نو د دروازې له چاوده ېې ولیدل ،چې پلار یې له خادمې سره لګیا دي .
هلک اړ شو ،چې بېرته خپلې بسترې ته ولاړ شي په سبا ېې پلار ته وویل : پلار جانه ما خو دسیاسي فساد مانا وپيژنده .
پلار ېې ورته وویل : ډېر ښه ډير ښه ... راته ووایه ،چې دسیاسي فسادمانا څه ده ؟؟
زوی وویل : کله ،چې امپریالیزم له زیارکښ ځواک سره مستي کوي او حکومت بیده وي او ولس ناارامه وي لټ په لټ اوړي او ګانده په پلیتې او میتازو کې پروت وي او ژاړي دا نو دسیاسي فسادمانا نه ده نو څه ده ؟؟
پلار ېې وویل : پر پلار دې لعنت شه ته څرنګه پردې پوه شوې .
زما له انده د سیاسي فساد نو له دې زیاتې شرحې ته اړتیا نه لري .