په افغانستان کې د امریکایي نهو فوځي اډو په اړه د ضمیر کابلوف تازه څرګندونې، د امنیت شورا د تور لیست څخه د حکمتیار د نوم د نه لرې کولو په اړه نوې څرګندونې، په روسیه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري ګډه ناسته، د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو نومونه د امنیت شورا د تور لیست څخه د لرې کولو په اړه د یادې ناستې د ګډونوالو غوښتنه، هغه څه دي چې هر یو یې له بلې سره اړیکي لري او د دې بنسټ په مسکو کې د ناستې څخه ورورسته د زنزیر د کړیو هغه برخه ده، چې ښایي د افغانستان لپاره د خطر نوی زنګ وي .
د مسکو ناسته ځکه د اندېښنې وړ ده، چې د ګډونوالو څخه یې یو شمېر د افغانستان هغه ګاونډي هېوادونه دي، چې د افغانستان په اوږدې جګړې کې ښکیل پاتې شوي دي، په پټه او ښکاره توګه یې په افغانستان کې د جګړې د اور بل ساتلو لپاره لمن وهلې ده.
دغه هېوادونه د امریکا فعاله شتون په افغانستان کې د خپلو ګټو پروړاندې جدي خطر ګڼي، په دې هېوادونو کې پاکستان د افغانستان په جګړې کې د ښکېلتیا تر څنګ له دې څخه هم اندېښنه لري چې د افغان دولت اړيکې ورځ تر بلې له هند سره د پیاوړي کېدو په حال کې دي او هند د پاکستان رقیب دی.
د دې ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا اوږد مهاله شتون، په جګړې کې ښکېلتیا اوپه دې موده کې د امریکا ناکامه پالیسي د دې سبب شوه، چې پر وړاندې یې د افغانستان ګاونډي هېوادونه یو موټی شي، د امریکا پر وړاندې بلاک جوړ کړي او د افغانستان قضيې ته په نوې بڼې سره را ودانګي، چې ضرر به یې له هره اړخه افغانستان ته متوجه وي .
امریکایانو په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولږول، له دوه زرو څخه ډېر فوځیان یې ووژل شول، خو دوی په حقیقت کې هغه څه وکړل چې خوښه یې وه، په افغانستان کې یې داسې پیاوړی حکومت رامنځته نه کړ، چې هغه دې په خپلو پښو ولاړ وي، د ګاونډیو د لاسوهنو څخه دې مخنیوی وکړای شي او داسې موخې یې تعقیب نه کړې چې د ګاونډیو لپاره د لاسوهنو او نیوکو زمینه برابره نه شي ، بلکه هغه څه یې وکړل چې په لوی لاس یې ګاونډي هېوادونه دېته اړ کړل تر څو د خپلو ګټو څخه د ساتنې په موخه د افغانستان په قضیه کې لاس په کار شي او د نوي بلاک په توګه را میدان ته شي .
امریکا یانو هر څه په خپل لاس کې ونیول، هڅه یې وکړه چې افغان دولت د دوی په خوښه هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي، امریکایانو په وار وار د افغان دولت له لوري د روسانو د فوځي وسایلو له اخستلو څخه مخنیوی وکړ، چې په هغې کې د روسيې څخه د چورلکو د رانیولو له قرارداد څخه هم مخنیوی وشو.
د غه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځلونو ویلي چې امریکا په هر وار ټاکنو کې د لاسوهنو هڅه کړې، د امریکا د دې ډول کړنو څخه داسې جوتیږي چې په افغانستان او سیمه کې ټاکلې موخې لري او دې موخو ته د رسېدو لپاره یې داسې پالیسي تر کار لاندې ونیولې، چې دادی نن دسیمې هېوادونه په داسې بڼې سره په افغانستان کې خپلې موخې تعقیبوي چې د افغانستان لپاره به بدې پایلې ولري .
د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې نن سره په یو کتار کې ولاړ دي، له وړاندې څخه یې هم په افغانستان کې د امریکا شتون د ځان په ګټه نه لیده، نو په سیمه کې دامریکا غلطې پالیسي تعقیبول د دوی په یو ځای والي کې ښه رول ولوبوه .
ایران هم له مودو را په دېخوا د افغانستان په اوږدې جګړې کې ښکېل پاتې شوی، د امریکایانو د راتګ نه نیولې تر ننه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او ان د کرزي په حکومت کې خو داسې وشول چې په ارګ کې یې یو شمېر کسانو سره مالي مرستې کولې، چې د امریکایانو پر وړاندې په ارګ کې دننه نفوذ ولري .
له بله اړخه افغانستان چې منځنۍ اسیا ته د ورتګ لپاره د یوې دروازې په توګه پېژندل شوی او روسیه له داعش څخه وېره لري، په سوریه کې روسیه او داعش عملآ سره لاس او ګریوان دي، په افغانستان کې هم د داعش له شتون څخه وېره لري، چې له دې ځایه به په روسیه او منځنۍ اسیا کې نا کرارۍ وزیږوي، چې سیاسي شننونکي هم په افغانستان کې د داعش ډلې را پېدا کېدو ته د منځنۍ اسیا لپاره د یوه ګواښ په توګه ګوري،نو دې چارې روسیه دېته اړ کړه، چې د ضمیر کابلوف په ژبه د خطر نوی زنګ په غږېدا راولي، چې اصلي لامل یې په سیمه او افغانستان کې د امریکا له لوري د غلطې پالیسي تعقیبول دي .
لیکوال : نظیف الله نظیف
وروستي