له حزب اسلامي سره په سوله کې نوي خنډونه

 
له فرانسې وروسته اوس ویل کیږي روسیه نه غواړي چې د حزب اسلامي د مشر نوم له تور لېست څخه و ایستل شي. ویل کیږي چې روسیه وايي چې په دې چاره کې تخنیکي ستونزې دي او په دې اړه د پرېکړې لپاره وخت ته اړتیا ده. تر دې وړاندې ویل کېدل چې فرانسې هم په دې چاره کې ستونزې جوړولې، چې اوس هغه ستونزې هوارې شوې دي. روسیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویټو حق لري او که ونه غواړي دغه پرېکړه نه شي کېدای. د افغانستان د حکومت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې باید د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تور لېست څخه و ایستل شي. ویل کیږي چې په دې اړه ټول تخنیکي کارونه شوي دي. د افغانستان حکومت هم هغه دلایل وړاندې کړي چې له مخې یې باید د حکمتیار نوم له تور لېست څخه و ایستل شي. د حزب اسلامي له اړخه هم داسې اعلامیې او پیغامونه ورکړل شوي چې د هغو پر اساس باید د حکمتیار نوم له تور لېست څخه و ایستل شي. له دې ټولو سره سره ښکاري چې دا چاره لا هم له خنډونو او ننګونو سره مخ ده.
سه له دې چې امریکا، روسیه او نور بهرنیان تل وايي چې دوی د افغانستان له خپلمنځي سولې ملاتړ کوي، خو له دې پېښې عام خلک درک کولی شی چې دوی په خپلو خبرو کې څومره رېښتیني دي. موږ دلته د جګړې تر شا په پټو او ژورو مسایلو بحث نه کوو، خو اوسنۍ بېلګې بیخي روښانه بیانوي چې هغوی چې د افغان سولې د ملاتړ خبره کوي، په عملي برخه کې بیا څه کوي. ددې ترڅنګ دا ستونزې زموږ د حکومت کمزوري ډیپلوماسي هم ښيي. دوی لا تر اوسه پورې نړیوالو ته دا قناعت نه دی ورکړی چې په افغانستان کې سوله د نړۍ په ګټه ده. په ځانګړي ډول له روسیې سره د ملي وحدت د حکومت لړزانده او کمزورې اړیکې نه یوازې د سولې په برخه کې زموږ هڅې له ستونزو سره مخ کوي، بلکې موږ ته یې نوی سرخوږی هم پیدا کړی دی. له بده مرغه د ملي وحدت حکومت په خپله بهرنۍ تګلاره کې ونه شو کولی چې د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د روسیې باور او ملاتړ تر لاسه کړي. له همدې امله اوس کله له یوه اړخه له طالبانو سره مرسته کوي، له بله اړخه په نړیواله کچه موږ ته ستونزې پیدا کوي.
د افغانستان حکومت ته په کار ده چې له حزبي اسلامي سره سوله نړیوالو ته لا زیاته روښانه کړي، په دې اړه باید د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو او روسیې ته ډاډ ورکړي. دوی باید قانع شي چې افغان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده. که افغان حکومت له له اسلامي حزب سره شوې هوکړه عملي نه کړي او د حکمتیار نوم له تور لېست څخه ونه ایستل شي، نو دا به نه یوازې له اسلامي حزب سره سوله ناکامه کړي، بلکې نورو مخالفینو ته به هم دا پیغام ورکړي چې افغان حکومت د سولې توان نه لري او نه شي کولی چې مخالفین له سولې وروسته خوندي کړي.