اولانډ: په عراق کې د فرانسوي ځواکونو ماموریت د داعش مخنیوی دی

 
د فرانسې ولسمشر وايي، په عراق کې یې د ځواکونو ماموریت د فرانسې په خاوره کې د داعش د بریدونو مخنیوی دی.
فرانسوا اولانډ د عراق یوې پوځي اډه کې له مېشتو فرانسوي سرتېرو سره په لیدنه کې وویل، په دې هېواد کې د ترهګرو پر ضد اقدام فرانسه د ترهګرۍ له ګواښه خوندي کوي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند بغداد کې د عراق له ولسمشر فواد معصوم سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ګډ دښمن لرو، هغه ترورېزم دی، هغه داعش دی، هغه افراطیت دی. موږ باید دغه دښمن په هغه ځای کې چې فعال دی له‌ منځه یوسو، په عراق او سوریې کې، خو موږ دې ته هم اړتیا لرو چې له دغو ترورېستي ډلو سره د یو محدود شمېر هغو افرادو پر اړیکو ځان پوه کړو چې دغو ډلو پرې نفوذ کړی او غواړي یو شمېر هېوادونو کې حملې تنظیم کړي."
اولانډ د دوشنبې په ورځ بغداد ته تللی و.
نوموړي هلته له فرانسوي سرتېرو سره پر لیدنه کې سربېره، له عراقي ولسمشر فواد معصوم او د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي سره هم وکتل.
د فرانسې ولسمشر په عراق کې د داعش له ماتې وروسته په دې هېواد کې د یووالي او پخلاینې غوښتنه وکړه. فرانسه دا مهال په عراق کې ۵۰۰ سرتېري لري.
فرانسوي ځواکونو تر اوسه په عراق کې د داعش د وسله ‎والې ډلې پر اهدافو د زرو په شاوخوا کې بریدونه کړي.