غزل


وږي خېټه مردود وخت، بس دا مې ژوند دى
جهان زده کړه امتخان او لوى پند دى
له نهرې ورځې توان د اظهار نشته
نم په سترګو فرياد ستونې کې مې بند دى
خير دى هيڅ مه راکوه، توهين مې مه کړه
دا رد خوږ ځواب دې مينه شکر قند دى
يم نهر ګني څه سوال مې عادت نه دى
استدلال دليل غلت چې، سوال کې خوند دى
رب رازق خو وسيله راته انسان دى
مسوول ته هم چې دا خوار مې خوار بدن دى
څه بې غمه رحمانزيه ژوند خواښي کړې
لوږه، تنده جګړه غم دې په وطن دى