په خوست کې د خوشال بابا فکري بهير د اوونيزو غونډو لړۍ بيا پيل شوه


خوشال بابا فکري بهیر د تیر شپږم په ورځ خپله فوق العاده ناسته ترسره کړه. د ناستې مهم موضوعات پدې ډول وو: په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې د میرمنو ونډه، د خوشال فکري بهیر اهداف او موخې ، د اونۍ مهمې پېښې او په افغانستان کې روان وضعیت.
د ناستې په پیل کې نصیر روښان خبرې وکړې او  دخوشال بابا فکري بهیر پر موخو او اهدافو یې رڼا واچوله . هغه وویل چې دا بهیر د ملي محور فکري مسیر تعقیبوي او غواړي چې له دې لارې په ټولنه کې د خلکو دسیاسي او ټولنیز شعور په ودې او انکشاف کې خپله برخه واخلي. وروسته د چنار راډیو موسس محمد غفور مهیدي خبرې وکړې . هغه په افغانستان کې د میرمنو پر ژوند او لاسته راوړنو رڼا واچوله. مهیدي وویل چې په تیرو پنځلس کالونو کې میرمنو ډیر پرمختګ کړی دی. په دولتي ادارو کې ونډه ورکړل شویده.په پارلمان او ولایتي شوراګانو کې یې حضور شته دی او لا هم په دې برخه کې کار روان دی . هغه وویل چې همدا شیبه په میلیونونو انجونو ښوونځیو ته ځي او په پوهنتونونو کې زده کړې کوي چې دا په خپله لویه رالاسته راوړڼه ده .
وروسته د مشال راډیو خبریال نجیب الله ا لوخیل خبرې درلودې او هغه د افغانستان په قوانینو کې د میرمنو پر حقوقو خپل لیکچر وړاندې کړ.
په ناسته کې یو شمیر نورو دوستانو هم خبرې درلودې او ټولو خوشالي څرګنده کړه چې خوشال بابا فکري بهیر یو ځل بیا په خوست کې په خپلو ناستو پیل وکړ.
 
 
 
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_6907.JPGC:UsersRohiDownloadsIMG_6940.JPG
 
C:UsersRohiDownloadsIMG_6881.JPG