
له کله راهيسې چې پارلمان د ولسمشر کرزي د کابينې ځينې پښتانه وزيران رد کړي په ځينې ويب پاڼو کې په مستعارو نومونو ځينې ليکنې تر سترګو کيږي چې يو لوری د ځينو ښاغلو په طرفدارۍ او بل لوری يې پر ضد د خپلو ليکنو او کړنو د توجيه کولو لپاره دلايل لټوي زه به په دې نه غږيږم چې چا څه وکړل او څوک څه کوي . دا چې ويل کيږي چې د وزيرانو بريالۍ ډلې دناکامه وزيرانو پر وړاندې دسيسه جوړه کړې وه ،که په ريښتيا داسې يو کار شوی وي نو ښه نه دي شوي او يو پښتون بايد داسې ونه کړي وايې چې بد تربور په بد ځای کې پکاريږي په دې وطن کې يوازې پښتانه نه اوسيږي د لته بيلا بيل قومونه ژوند کوي او په حکومت کې له تاسې سره ګډ کار کوي له هغوی يې زده کړئ بس دی د خدای لپاره نور له ډلو ډلبازۍ تير شئ په هلمند کې د بې تعليمه ولس په اړه فکر وکړئ هغوی ته د ښوونځيو سړک ، بريښنا او امنيت راوستلو فکر وکړئ .
فاروق وردګ صيب ته ورته د ښوونځيو غم وخوره او ښوونځي ورته جوړ کړه .
اتمر او رحيم وردګ صيب تاسې ورته دامنيت غم وخورئ
زاخيلوال صيب ته ورته مالي امکانات برابرکړه
هو احدي صيب ته به هم نور همداسې لاس تر زنې نه کينې په خپل ګوند دې له سره فکر وکړه دا اروپا نه ده افغانستان دی ولس سره دهغوی په ژبه وغږيږه د هغوی زړونه راخپل کړه دګوند په غړو دې له سره نظر وکړه له داسې خلکو تير شه چې په نيمايې کې دې پريږي او د چوکۍ لپاره له هر څه تيريږي .
په پای کې هيله کوم چې زموږ مشران بايد نور د دې غريب ولس په اړه فکر وکړي
نه د شخصي ګټو لپاره .