په پاکستان کې د ټاکنيزو ايتلافونو د جوړيدو لپاره خبرې پيل شوى


دا چې د پاکستان عمومي ټاکنو ته پوره يوکال پاتې دى خو تراوسه ورته ديوشميرگوندونو ترمنځ دجلاجلا دايتلافونو د کېدا خبرې پيل شوى .
ځينې گوندونه پرځان باوري دي پر يوازې ځان په ټاکنو کې برخه اخلي او بيا ځينې وحدت (لنډمهاله يوځاى) کېدا ته اړتيا لري .
دخلکود گوند مشر اصف علي زرداري او ځوى يې بلاول بوټو هم خپلې سياسي هلې ځلې او له صدراعظم نوازشريف سره يې ناندرې پيل کړي ، په دې سره دوى غواړي چې دراتلوونکو ټاکنو لپاره کمپاين وکړي ، مينه وال دځان پلوه کاندي .
زرداري له اوسه دخپل گوند د برياليتوب زيرى ورکړى، چې د ٢٠١٨ کال ټاکنو کې به بلاول بوټو لومړى وزير او پلار به يې يوځل بيا ولسمشر وي .
دنوازشريف پر مشرۍ مسلم ليگ (نون) هم اولس ته د خپل حکومت کارونه په گوته کوي او بيا ځلې لپاره نورې ژمنې ورکوي
خېبرپښتونخوا يوه داسې ايالت دى چې يوگوندهم په ټاکنوکې داسې بشپړ برې نه گټي چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي نو نورو گوندونوسره ايتلاف ته اړکيږي په تېر کې هم د عوامي نيشنل گوند او د خلکو د گوند ترمنځ گډ حکومت وه .
دامهال په کې د عمران خان په مشرۍ انصاف دغورځنگ ، سرج الحق په مشرۍ دجماعت اسلامي او د افتاب شيرپاوو په مشرۍ قومي وطن گوند گډ ايالتي حکومت دى ، دغه واکمن ايتلاف د راتلونکوټاکنو لپاره په خپل ايتلاف د پاتې کېدا لپاره مشورې او خبرې پيل کړي دي .
داسې پريکړه يې کړې که کوم گوند په لومړي درجه بريالي شو نو د ستر وزير(اعلى وزير) څوکۍ به ورکړل شي .
ددويمې درجې ته به د ايالتي اسمبلۍ مشرتوب ،اودريمې درجې گوند ته به ايالتي وزارتونه ورکړل شي .
خو د اسفنديار ولي خان په مشر عوامي نيشنل گوند ،او د بلاول بوټو په مشرۍ د خلکو(پيپلز) گوند لا په ډگر يوازې دي او له کوم گوند سره يې لا خبرې پيل کړي نه دي
ديني او مذهبې گوندونه غواړي چې د ملي يکجهتي کونسل ( د ملي يووالي شورا) په چوکاټ کې خپل ځانگړى ايتلاف را منځته کړي
دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت العلما اسلام گوند داطلاعاتو مرستيال عبدالجليل جان ويلي دي چې دټاکنيزايتلاف لپاره دمولانا فضل الرحمان له لومړي وزير نواز شريف سره نارسمي خبرې پيل کړي چې چې دا ايتلاف به په څلور واړه ايالتونو کې وي
د جمعيت العلما اسلام گوند داطلاعاتو مرستيال وايي چې د ټاکنو په رانيږ دي کېدو سره به له مسلم ليک نون سره خبرې رسمي شي
د جمعيت العلما اسلام گوند له مسلم ليک سره قبايلي سيمې په پښتونخوا کې د يوځاى کېدو پر سر اختلاف لري.
مولانا فضل الرحمان له قبايلي سيمې څخه جوړه جلا يو ايالت غواړي خو نوازشريف يې له خېبرپښتونخوا سره پر يوځاى کېدا ټينگار کوي په دې ستونزې هم د دواړو گوندونو ترمنځ خبرې روانې دي .