
د نوښار د نصيرالله بابر څخه پيل دقاضي حسين احمد، مولانافضل الرحمان، مولانا سميع الحق،سراج الحق، مولانا حسن جان،ميجير عامر( د صوابۍ شيخ القران محمد طاهر پنجپيري زوى)رحيم الله يوسفزى، سليم ساپى، رستم شاه مومند،حسن خان، امان الله ناصر، پرويز خټک، هدايت الله گل او يوشمير چې په دې ٤٠ کالونو کې د افغانستان په کړکيچ کې د پښتون په نوم په هره خبره کې د پاکستان د گټو ښکاره ملاتړ کړى دى او افغانستان ته يې نه جبرانيدونکى زيان رسولى دى کله يې په دليل کې د اسلام نوم کارولى او کله يې مسلمان گاونډي نوم، او خپلې کرغيړنې موخې يې ترلاسه کړي دي.
نن پاکستان ځان پرمختللى هيواد گڼي لوى پارکونه جوړوي ملا، سياستوال،سيکولر، تبليغي يې،سندرغاړى، هنر من او هروگړى يې د پاکستان خير غواړي ملا يې په دعا وايي ( الله دې پاکستان د دې دنيا جنت وگرځوي )
د پاکستان د پايښت له پاره خپلې گوندي، سياسي، ديني او مذهبي گټې قربانوي، وايي چې له عزت او ناموسه د پاکستان بقا ډيره مهمه ده که پاکستان وي نوعزت او درنښت به مو خوندي وي.
زمونږ ناپوه سياستوال او مولوي صاحبان د افغانستان گټې تر پېښو لاندې کوي او له شخصي گټوڅخه نيولې تر پردو گاونډيو د گټو پالو ته کارکوي.
همدا وس همدغه پاکستان پاله پښتانه ٧ قبايلي ايجنسۍ په خېبر پښتونخوا کې ورگډه وي او يا ورته جلا ايالت ورکوي چې په رسمي ډول د پاکستان دقانون برخه شي تردمه دغه ايجنسۍ د پوليټيکل ايجنت ترلاس لاندې خپل خپلواک حيثت لري په دې ټوله پروسه کې د پاکستانپاله پښتنو لاس دى دا پاکستان د گټو لپاره کار کوي محمود خان اچکزى لا هغه افغان ماشومانو ته د پاکستان دشناخت د ورکړې خبره کوي چې په پاکستان کې د کډوالۍ پروخت زيږيدلي وي.
دافغانستان حکومت لاپه دې خبر هم نه دى چې په پاکستان کې د پښتنولپاره څه روان دى؟ اونه په پاکستان کې مشت پښتانه خپل گڼي محمود خان اچکزى وايي چې مونږ پاکستان منو او د خپلوپښتنو حق غواړو په خپله ځمکه د خپلو وسيلو کارېدنه غواړو دپنجابيانو، بلوڅو،سرايکيانو په څېر پښتون هم پاکستانى دى پاکستان دى ورته په درنه سترگه وگوري دپاکستان ايين ته درنښت کوو دپاکستان د پارلمان لوړتيا غواړو دافغان په اړه داسې وايي چې مونږ دپاکستان افغانان يو د فخريي افغان باچاخان لمسى اسفنديار ولي خان هم پر همدې ليکه روان دى.
دوى ټولو افغانستان ته اور ورته کړخو پاکستان يې را خپل کړ نن په لاهور کې د لوى اقبال پارک(گريټراقبال پارک ) جوړيږي او په افغانستان کې پارکونه په بمونه الوځي ددوى شعاردى اول پاکستان بيا اسلام او نورې خبرې.
د افغانستان افغانان لا اوس هم نه دى خبر ويښيدل په کار دي ورته.