
په پاکستان کې قبايلي سيمې چې اووه جلا جلا ايجنسۍ گڼل کيږي (خېبرايجنسۍ، مومند ايجنسۍ،باجوړ ايجنسۍ،اورکزۍ ايجنسۍ، کرمه ايجنسۍ، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان دي.
د پاکستان د جوړيدو پر مهال دا سيمې د پاکستان د قانون (ايين) دپلى کېدا څخه بهر پاتې وې درايى حق يې نه وه، پوليس، پوځ، محمکې په کې نه وو.
يوه ډول خپل سري او خپلواکي په لار ده پوليټکل ايجنټ يې مشر دى. که بندي کوي، که خوشي کوي يې څوک يې مخه نه شي نيولى . پريکړې يې په قبايلي جرگې کيږي او پرمختيايي کارونه په کې نه کيږي.
اوس د پاکستان حکومت د( قبا يلي اصلاحاتو) په نامه يوه تگلاره جوړه کړې يوه کميټي (جرگگۍ) يې ورته گمارلې ده. د کميټۍ مشري يې د صدراعظم نوازشريف سلاکار سرتاج عزيز کوي.
د دې تگلارې له مخې به قبايلي سيمې د ١٠ کالو په موده کې د خيبر پښتونخوا برخه وگرځي يعنې دخېبرپښتونخوا په اسمبلي کې به ورته څوکۍ زياتې شي.
خو خبره ده چې دا مهال د محمودخان اڅکزي پرمشرۍ د پېښتونخوا ملي عوامي گوند او دمولانا فضل الرحمان پر مشرۍ د جمعيت العلما اسلام گوند په خېبر پښتونخوا کې د قبايلي سيمو د يوځاى کېدا مخالفت کوي.
دوي وايي چې دا سيمې دې جلا ايالت کړل شي هغه د پېښوريانو په خبره جدا صوبه دې کړاى شي.
نور ټول سياسي گوندونه په يوې خولې دا وايي چې نوموړي سيمې دي د صوبې (ايالت ) برخه کړل شي، خبرې مشورې او اختلافات روان دي.
ټوله خبره يوه ده چې دا قبايلي سيمې د پاکستان په اساسي قانون کې ننباسي .
که د خېبرپښتونخوا سره گډ کړاى شي اوکه ترې جلا خو قبايليت به ترې لرې کړاى شي.
،سچا پاکستانى به وي دا سېمې څه دپاسه لس کاله وروسته رسما د پاکستان د جغرافيي برخه وگرځي .
له بله خوا افغان حکومت او افغان ولس لا پرې خبر هم نه دى ازاد قبايل به د قانون له مخې پابند خلک شي .