د ۲۰۱۷ ز کال رنګ شين ټاکل شوی دی، په ساده ژبه تک شين، د شنو پاڼو او چمنونو رنګ.
د رنګونو په اړه مې لږ ولوستل :
شین رنګ د ارواپوهنې له نظره د مثبتې انرژۍ د لېږد، فعالیت، په ځان بسیاينې، بدلون، نوي پیل او د منفي انرژۍ د دفع په مانا یاد شوی دی .
همدارنګه، نوی عیسوي کال د مېرمنو د ودې او پیاوړتیا کال نومول شوی دی.
اوسمهال په لودیځو هیوادونو کې د مېرمنو وده او پرمختګ ستونزمنه نه ده، ډیرې میرمنې له سیاسته نیولې، تر ټولنیزو، هنري او سپورتي برخو کې پراخه ونډه لري، له وروستیو څو کلونو راهیسې هڅه کیږي، چې په مختلفو برخو کې مېرمنې مدیریت او د ادارو مشرۍ ته ورسیږي، خو په وروسته پاتې، نا امنو او بې وزلو هیوادونو کې مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو نه دي برخمنې، هره شېبه له بېلا-بېلو ګواښونو سره مخ دي، له بده مرغه افغانستان هم په نړۍ کې د مېرمنو لپاره له خطرناکو هیوادونو څخه دی.
په هر صورت، پوښتنه پیدا کیږي چې د مېرمنو پیاوړتیا او ځواکمنېدل څه ګټې لري؟
ځکه چې:
د نړۍ جګړې او نښتې مېرمنو نه دي پیل کړي؟
مېرمنې د نړۍ د ترهګرو ډلو بنسټ ايښودونکي او ترهګرې نه دي.
ځکه چې مېرمنې تېری نه کوي.
د نارینو په څېر وژنې، غلاوې، له وطن سره خیانت، فساد او تاوتریخوالې نه کوي.
د نړۍ په ټولو ناخوالو کې نارینه ښکیل دي، او ښځې باید دا ګډوډۍ سمې کړي.
نه غواړم فمینیزه و اوسم؛ خو دا یو تريخ حقیقت دی!
ښځې فطرتا ویجاړۍ او ورانۍ نه کوي، دوی تل د جوړېدو او رغېدو په فکر وي.
مهربانې، ريښتونې، د سولۍ پلوې دي، په ډله ایزو او ګروپي کارونو کې تر نارینو مخکې دي، ډیرې خلاقې او د مثبت فکر لرونکې دي.
خو له بده مرغه په وروسته پاتې هیوادونو کې د ښځو ډیرې ښېګڼې د دوی د وروسته والي او محرومیت لامل هم شوي دي: مېرمنې رحم لري، قاضي نه شي کیدای! تل سوله غواړي شومو موخې او اوږد مهاله سیاستونه پر مخ نشي وړلی، یو بل سره مرستې کوي، معلومات شریکولې شي او.....
افغانستان هم په وروستیو کلونو کې د میرمنو د فعالیتونو په برخه کې ډېر پرمختګ کړې. تقریبا په هره برخه کې فعاله مېرمنې شته، خو دا شمېر ډېر محدود دی!
هوکې! د ویاړ ځای دی چې د ډېرو هیوادونو حتی د امریکا متحدو ایالتونو په پرتله هم د افغانستان په پارلمان کې د مېرمنو شمېر ډېر دی، اوس نجونۍ ښوونځيو او پوهنتونو ته ځي، هنري او سپورتي فعالیتونه لري، په رسنیو کې هم ښځينه کارکوونکې شته؛ خو دا بس نه دي!
د څېړنو له مخې په اروپايي هیوادونو کې ۵۲٪ مېرمنې د خپلو وړتیاو او هڅو له مخې مدیریت ته رسیدلي دي، خو موږ ونډې ته په تمه یو.
په پارلمان کې څو څوکې مېرمنو ته ورکړل شوي دي؟ کابینه کې باید څو مېرمنې ځای شي؟ په دې ټولنه او اداره کې باید څو مېرمنې وګمارل شي؟ د ادارې مدیر باید یو سړی وي....
دې چارې په مختلفو برخو کې د مېرمنو فعالیت نمایشي او محدود کړې دی. د ښځو د حقونو فعالينې هم په لوکسو او قیمي تالارونو کې یو څو ښاري او خپلواکو مېرمنو ته د ښځو د ستونزو په اړه خبرې وکړي او ګومان کوي مسؤلیت یې همدومره دی.
د چین د اقتصادي پرمختګ یو لوی لامل په بازار کې له نارینو سره په برابره کچه د مېرمنو ونډه ده.
د افریقايي رواندا هیواد د چټکې ولسواکۍ لومړنی علت په سیاسي چارو کې د مېرمنو ډیره ونډه ده.
افغان مېرمنې باید له اقتصادي پلوه پیاوړی شي، همدارنګه په پانګونې او سوداګرۍ کې ښه فعاله ونډه خپله کړي. په سیاسي چارو کې هم باید د مېرمنو شمېر او فعالیت ډیر شي. وڼډې ونه غواړي بلکې د خپلو فعالیتونو له مخې ځان ځای کړي او د سهم له مخې مېرمنو ته د موقف ورکونې فرهنګ بیخي له منځه یوړل شي؛ ځکه دا خپله د مېرمنو د فعالیتونو د پراخېدو مخه نیسي.
د ملالۍ یوسفزې په خبره: د مېرمنو د پیاوړتیا لپاره لومړی ګام زده کړې دي. د ښځو مدافعینې باید د ښځو د زدکړو لپاره عملي لارې ولټوي، په کلو اوبانډو کې د مېرمنو د پوهاوي او پیاوړتيا هڅې وکړي.
په هره برخه کې باید د مېرمنو د ونډې زمېنې محدودې نه وي، لوېدځې مېرمنې هم په دومره اسانۍ سره دې ځای ته نه دي رسیدلي. هغوې اوږده او سخت واټنونه وهلي ترڅو؛ دې مقام ته رسیدلي دي، تاسې به د مارچ د اتمې نېټې د فلسفې په اړه حتمن پوهیږې.
ثابته شوې ده چې: ښځې په غوره مدیریت سره نړۍ ژغورلې شي، نو په افغانستان کې هم باید د ښځو پیاوړتیا ته پاملرنه ډېره شي.
لوستې مېرمنې، پیاوړې مېرمنې دي، پیاوړې مېرمنې سالمې کورنۍ لري، سالمې کورنۍ ټولنه، هیواد او ټوله نړۍ پیاړې او سالمه کولای شي.
هیله لرم، د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د افغان مېرمنو په ژوند کې شینوالی، سمسورتیا او د پیاوړتیا ښیرازۍ راوړي.
وروستي