د غني چارچوبي حکوت او د چارواکو بې چوکاټه کړنې

 
  که خبره د سیاسي ثبات، ملي حیثیت او د غني په خبره د امنیتي وضعیت چوکاټ ته وغورزو، نو د ملي یووالي حکومت له دغه یوه څخه هم برخمن نه دی، په دغو برخو کې د غني د ناکامه مدیریت له برکته، ټول چوکاټونه په خیالي نړۍ کې په هوا کې هغې ماڼۍ جوړولو ته ورته وو، چې د سترګو په یوه رپ سره د خیالۍ ماڼۍ په نوم بیا څه شی نه تر سترګو کیږي .
   که د سیاسي ثبات په برخه کې په خپله د جمهور ریس غني په خبره استدلال وکړو، چې سیاسي ثبات اوږد مهاله پروسه ده، نو بیا هم ویلی شو چې موږ خو په تېرو دوه کلونو کې هره ورځ ستا د سیاسي ثبات له چوکاټ نه د سیاسي بې ثباتۍ پر لور روان یوو .
   د ملي یووالي په  بې چوکاټه حکومت کې مو یوه ورځ هم لوړ پوړي دولتي چارواکي په یوه خوله و نه لیدل، نو د سیاسي ثبات لپاره به د متفکر په ذهن کې څه ډول چوکاټ او له څومره مودې وروسته جوړ شي؟ چې موږ به په کې د سیاسي ثبات پرلور حرکت وکړو او د اوسنۍ بې ثباتۍ څخه چې ورځ تر بلې یې چوکاټونه دلادرکۍ پرلور روان دي خلاصی وموموو .
  د متفکر صیب د چارچوبي حکومت څلور چوکاټه چې د سیاسي ثبات لپاره اړین توکي دي، تر اوسه نه دي پوره شوي، چې له مخې یې که لړزیدونکي هم وي،  نو لږ ترلږه  خو به د سیاسي ثبات لپاره یو چوکاټ رامنځته شوی وي.
  د سیاسي ثبات له چوکاټ څخه به ووځو او دملي حیثیت موضوع ته به هم لږ سر ور ښکاره کړو، چې دغلته هم دا برخه د ملي حیثیت خبره څومره په چارچوبي لحاظ  سره برابره ده، که حقیقت ووایو نو په دغې برخې کې خو نه چارچوب شته او نه کوم چوکاټ،  دملت رایه خو  هسې هم ډک سین وړې وه، خو دا چې د ټاکنو پایلې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څخه وروسته اعلان شوې، نو د ملي حیثیت ټول چوکاټونه په ډک سین کې لا هو شول، داچې د ټاکنو د پایلو د اعلان څخه وړاندې مو پنځوس ـ پنځوس  ویشل شوی حکومت رامنځته شو، نو د ملي حیثیت په برخه کې د دمکراسۍ  د پلویانو هغه مکتب هم د طوفاني بادونو ګردنجنو څپو له ځانه سره یوړو  چې وایي حاکمیت د ملت پورې اړه لري .
   په نړیوالو اړیکو کې د بحث موضوع  په دولتونو راڅرخي او د وخت حکومتونه د ملتونو استازولي کوي، چې دغه رول د حکومتونو لوړپوړي چارواکي او د حکومتونو استازي لوبوي، چې بیا هم خبره راټولیږي، همدغو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته، نو کله چې په یوې ټولنې کې لوړپوړي دولتي چارواکي له سپین روبو سره  په جنسي زورونې تورن شي او سرې سترګې له توپونو او ټانکونو سره د خپلې زور ښودنې په موخه لر او بر مانورونه اجرا کړي، نو په په دغسې حکومت کې به د عدالت پلي کونکو بنسټونو مشران له دې وېرې چې د جنسي زورونې نا تکمیل شوې ورته قضيې له دوی سره پوره یا تکمیل نه شي نو څه ډول به د عدالت پلي کولو لپاره په زرغرده اقدام وکړی شي، چې په دې برخه کې هم د چارچوبي حکومت د ملي حیثیت څلورې خواوې له خاورو سره خاورې شوي دي.
    په امنیتي برخه کې خو د غني صیب چارچوبي  پلانوه له پورتنیو یادو شوو  برخو څخه هم شړیدلي ښکاري، په دې برخه کې خو نه  په لاسونو  جوړو شوو چارچوبي پلانونو کار ورکړ او نه هم د متفکر صیب  له مغزو څخه  راوتلو  څو کرښو  چې دی یې په چوکاټي بڼه  خلکو ته وړاندې کوي، د نا امنۍ له کبله مو په تېر کال کې ( ۲۰۱۶ ز ) یوه ورځ هم په ارامۍ سره یو نفس وا نشو اخستلی، په امنیتي برخو کې په لاسونو د جوړ شوي چار چوبي پلانونو دومره لاسته درلونه درلوده چې یو ځل کندز په بشپړ ډول د وسلوالو مخالیفینو لاس ته ورغی او دویم وار هم نږدې و چې ټول کندز تر خپل کنترول لاندې راولي او  د لویو لارو د امنیتي وضعیت په اړه خو باید داسې ووایوو چې په لویو لارو سفر کول هره شیبه له خطر سره مل وي او د امنیت په نوم کوم ارزښت څوک د لارو په اوږدو کې نه پېژني.
لیکوال : نظیف الله نظیف