د ارزښتونو په خاوره کې ریکارډ ټینګوونکي وحشتونه

 
یو بل زړه بوږنوونکی خبر، یو داسې خبر چې دلته د قانون واکمني مسخره کوي، ارزښتونه او زموږ هویت زخمي کوي او هر افغان یې په اورېدو له خپګان سره یو ځای سرځوړی شي. په تخار کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د څو وحشیانو له منګولو ژغورل شوې، نجلۍ درې کاله مخکې تښتول شوې وه، درې کاله پرې د انسان په جامه کې ځناورو پرله پسې جنسی تیری کړی، په نشه يي توکیو یې روږدې کړې او د خپلو اهدافو لپاره یې کارولې ده. سیمه ییز چارواکي وايي چې دغې نجلۍ ته په دې موده کې د نارینه و جامې وراغوستل کېدې څو څوک پرې شک ونه کړي. ویل کیږه په سیمه کې ناقانونه وسله وال، چې کله د سیمه ییزو پولیسو په نوم او کله هم د ولسي پاڅونوالو په نوم یادیږي، په دغه جنایت کې ښکېل دي. ان د ښځو چارو وزارت وايي چې د تخار یو شمېر امنیتي چارواکي پر یوې ۱۵کلنې نجلۍ د تجاوز په قضیه کې لاس لري. د ښځو چارو وزارت وايي چې د دوی ځیني مسؤلین د پولیسو لخوا ګواښل شوي چې یاده قضیه پټه وساتي.
له شمال نه څو نور هم داسې زړه بوږنوونکي خبرونه شته دي. تر دې وړاندې په شمال کې یوه قومي مشر ادعا وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال له جنسي اړخه ځورولی او په لوڅ یې په زندان کې ساتلی دی. دا خبرونه رښتیا هم زړه بوږنوونکي دي، هر افغان نه یوازې پرې ټکان خوري او خپه کیږي، بلکې د شرم او خجالت احساس کوي. دا ډول پېښې زموږ حیثیت پر ځمکه ولي، زموږ تاریخ او ارزښتونه داغي او په دې سره موږ نور خپل هغه ویاړونه نه شو یادولی چې پخوا به مو یادول. حیرانوونکې ده، دا کارونه د حکومت تر واکمنۍ لاندې سیمه کې کیږي او ان حکومتي چارواکي او وسله وال پکې ګرم ګڼل کیږي. یا هغه وسله وال پکې لاس لري چې مخامخ یې دولت ملاتړ کوي. هغه دولت چې اساسي قانون لري، اسلام خپل رسمي دین ګڼي، ملي ارزښتونو ته د درناوي خبرې کوي او له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قوانین لري!
ولسمشر او حکومت به بیا هم د څېړنو خبره کوي، بیا به هم کمیسیون ټاکل کیږي او د عدالت ژمنه به کیږي، خو موږ ټول پوهیږو چې دلته د پخوانیو کمیسیونو او څېړنو پایله څه وه. نور دا شرم د زغم وړ نه دی، ټول پوهیږي چې دا کارونه څوک کوي، ټول پوهیږي چې په شمال کې نامسووله وسله وال څوک دي، مشران یې څوک دي او کومې حکومتي ادارې او چارواکي یې ملاتړ کوي. نو دا حالت د زغم وړ نه دی، اوسني حالت او واکمنۍ زموږ تاریخ، ارزښتونه، ویاړونه او هر څه مسخره کړي دي. دا ډول حالت او واکمني نه یوازې دا چې موږ له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کوي، بلکې موږ په کور دننه او په نړیواله کچه سر ټیټي کوي. نور نه ژمنو ته اړتیا شته او نه هم د څېړنو په نوم د خلکو په سترګو کې خاورې اچولو ته. حکومت باید ثابته کړې چې ددغو وحشتونو او جنایتونو نه یوازې ملاتړ نه کوي، بلکې پر وړاندې یې عملي ګامونه اخلي. له دې پرته ولس عمل کوي، ولس به د خپل سر، مال، ناموس او حیثیت د ساتلو لپاره ګام واخلي او دا حالت به ونه زغمي.