اتلان پېژنی؟/ څلورمه برخه

 
۱۰/۱۰/۱۳۹۵، ل، ل
 
مسعود د C. I. A په خدمت کې:
د (سي، ای، اې) یو تن جنرال، ګیري شرون، چې په جاسوسي ترمینولوژۍ، کې یې، اجوره یي) مزدور۱( اجنټان استخدام او اداره کول، چې له دا ډول اجنټانو څخه یو هم، احمدشاه مسعود دی، چې د همدغه جنرال او یو شمېر نورو امریکايي څارګرو له خوا استخدام شوی ؤ، (سي، آی، اې) له ۱۹۸۰، زیږدیز کال نه راپه دې خوا د احمدشاه مسعود سره د جګړه ییزو او استخباراتي وسایلو مرستې کولې او د میاشتې یې دوه لکه نغد ډالر مزدوري ورکوله.(۲) له دې امله وه چې، د امریکا په لانګلي ایالت، د C. I. A په اداره کې د مسعود په نوم یوه ځانګړي څانګه تشکیل شوي وه، ترڅو وکولی شي، له مسعود څخه په جاسوسي او ترورستي چارو کې ښه ګټه واخیستلی شي. لیکوال سټیو کول؛ دپیریانو جګړې (۷۱۱،مخ)
 
C:UsersmomandDesktopCapture.PNG
مسعود ته د (سي، آی، اې) لخوا میاشتنی دوامداره تنخوا ورکول کیدله، خو کله به چې نوموړي د (سي، آی، اې) له خوښې سره سم کار ونه کړ، نو میاشتنۍ تنخوا به یې پرې کمه یا هم ودروله، په ۱۹۹۰ز، د جنوري په ۳۱ نیټه د مسعود ورور ضیاء مسعود ته (سي، آی، اې) پنځه سوه زره ډالر ورکړي وو، چې د دغو پېسو په بدل کې، د ژمي په موسم، د سالنګ لاره وټري.(۳) خو د مسعود ځواکونه له ځایه هم ونه خوځیدل، نو د (سي، آی، اې) مامور (هاري) د مسعود میاشتنۍ اجوره له دوه سوه زرو ډالرو څخه پنځوسو زرو ته راټیټه کړه او مسعود ته یې له دې امله چې له (سي، آی، اې) څخه یې په ټګۍ پېسې وهلي وې، ده ته یې د (کوچني حرامي) خطاب کولو.(۴) وروسته بیا د (سي، آی، اې) مسؤل هاري، د مسعود میاشتنۍ اجوره له پنځوسو زرو ډالرو څخه تر سلو زرو ډالرو پورې پورته کړه ... . سټیوکول؛ دپیریانوجګړې (۳۱۷ مخ)
دا شان ښاغلی سټیوکول بل ځای لیکي: «... ګیري شرون په خپل لاس د مسعود ورور، احمدضیا، ته نهه لکه ډالره ورکړي وو، چې د افغانستان په شمال کې یې د بیا رغاونې پر پروژو ولګوي، دا په هغه دوه لکه ډالره اجوره سربېره وې چې مسعود ته په میاشت کې ورکول کېدله.» د پیریانو جګړې، (۲۸۵،مخ)
نه یوازې دا چې د سیا سازمان مسعود ته مزدوري ورکوله بلکه د ده د بانډ قوماندانانو ته یې هم رشوتونه ورکول، تر څو د طالبانو پر وړاندې یې استعمال کړي، په دې اړه سټیوکول وایي:«... د سي آی اې ډله چې پنجشیر ته په منظمه توګه تلل راتلل، د هغو شیانو ځانګړی نوملړ یې تیار کړ چې مسعود ته اړین وو، پردې سلا شول چې د مسعود قومندانانو ته د رشوت ورکولو لپاره نغدې پیسې پکار وې، تر څو د عربو پر پیسو د طالبانو د پړسیدلي خزانې مقابله وکړای شي... .» د پیریانو جګړې(۷۸۲- ۶۷۴ مخونه)
سټیوکول د (سي، آی، اې) له خولې داسې لیکي چې: «سي، آی، اې په دې عقیده وه، چې د مسعود کسانو ته له وطن او خپلو خلکو څخه پېسې زیات اهمیت لري.»دپیریانوجګړې (۷مخ)
C:UsersHelmandDesktopالصبح _ احمدشاه مسعود ماهانه مبلغ دوصدهزاردالر از( سی آی ای ) دريافت می کرد!_filesانجنیر_احمد_شاه_مسعود_د_امریکا_دسي_اې_اې_دنمایندګانو_سره.jpg
کله چې احمدشاه مسعود له طالبانو سره په جګړو لګیا ؤ، جنرال ګیري شرون په کابل کې له مسعود سره د اسامه بن لادن د نیولو په اړه لیدنه کړي وه او له دغې لیدنې څخه خورا خوښ او ژور استخباراتي اړیکي یې ورسره ټینګ کړل، خو کله چې مسعود ووژل شو، نو د سي، آی، اې جنرال ډېر خواشینی شو، ځکه چې د جنرال نوي او مهمه دنده په افغانستان کې پېلیدونکي وه، په دې اړه نوموړی جنرال وایي: «... له مسعود سره دغه ناسته ډېره اړینه وه، چې له مخې یې له شمالي ټلوالې او مسعود سره د راتلونکو همکاریو دروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکي کې له ما او د سي، آی، اې له هر نماینده سره په کابل کې د لیدنې لپاره هوکړه وکړه، چې د راتلونکي لپاره مهم ګام ؤ، چې له امله یې زما، ژامې ماتوونکی ګروپ (د سي، آی، اې) له لسو ګروپونو څخه لومړنی ګروپ ؤ چې، په پنجشېر کې ځای پرځاې شو.) د دغې غونډې له برکته، د ۲۰۰۱ز، کال د سپټمبر په شپږمه نیټه، په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې له تود او دوستانه هرکلي سره مخامخ شو.» سي، آی، اې په پنجشېرکې (۶۹مخ)
کوفر بلاک په (سي، آې، ای) سازمان کې د تروریزم ضد مشر[چې په حقیقت کې پخپله د دولتي ترورستانو مشر ؤ] ګیری شرون ته دنده ورسپارلي وه چې لومړۍ د پنجشېر دره د امریکایي نظامي عملیاتو لپاره وکاروي او ورسره د بن لادن لوړپوړي چارواکي پیدا او ویې وژني، کوفر بلاک ګیري شرون ته داسې دنده ورکوي چې دا ډول عملیات د دولتي تروریزم مهمه برخه تشکیلوي، بلاک وایي:«... له هغې نه پرته ستا دنده دا ده چې، اسامه بن لادن او د هغه لوړپوړي چارواکي پیدا او ویې وژنې.» کوفر زیاته کړه: «زه نه غواړم چې د اسامه بن لادن او د هغه جنایتکاره ډله ژوندۍ ونیول شي، زه غواړم چې هغه مړ ووینم او نه غواړم چې ژوندی یې وساتم ... زه غواړم چې د دوی د سرونو انځورونه د نیزو پر سر ووینم(!) زه غواړم چې د اسامه سر ماته په یو بکس کې، چې د وچ یخ څخه ډک وي راولېږل شي.» ګیري شرون؛ سي، آی، اې په پنجشېرکې (۴۴مخ)
د (سي، آی، اې) جاسوسي ادارې د امریکا په لانګلي ایالت کې د مسعود په نوم ځانګړي څانګه پرانستله.(۵) سي، آی، ای له لانګلي سره د مخابرې خوندې اړیکي وتړل تر څو مسعود د بن لادن په اړه هغوی ته خبر ورکړي ... د تاجکستان او پنجشېر په خوندې ځایونو کې له سي، آی، ای افسرانو سره د کله ناکله غونډو له لارې، مسعود له لانګلي سره خپلې اړیکي ساتلي وې. سټیوکول؛ د پیریانو جګړې،(۶۶۶- ۶۷۰مخونه)
جنرال ګیري شرون دلیل وایه چې، مسعود نه یواځې له امریکا سره مرسته کوله، بلکې د افغان جګړې له ډګر څخه، د بن لادن په محو کولو کې یې له خپلې پوځي ادعا سره هم مرسته کوله ... . سټیوکول؛ د پیریانو جګړې، (۵۰۳، مخ)
په پای کې جنرال ګیري شرون د احمدشاه مسعود مړیستون ته ورځي او د هغه له خدمتونو څخه مننه کوي، نوموړی جنرال وایي: «... د قبر سیمې ته زموږ سره یو ځای لږترلږه شل افغانان چې په سیمه کې وو راغلل ... دا چې ټولو ځیرځیر راکتل یو نا اشنا او عجیبه غوندې شيبه وه خو ماورسره مقاومت وکړ او پرځای مې په هغه یادونو او شېبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره مې تېرې کړي وې... ما د صلیب نښه جوړه کړه(دعیسویانو دُعا) او د څو دقیقو لپاره مې چوپتیا غوره کړه... .» سي، آی، ای په پنجشېرکې (۱۱۹،مخ)
----------------------------------------------------------------------------
۱- استخبارات څو ډوله اجنټان، همکاران او باوري اشخاص لري، که یو څوک د خپل هیواد د حکومت پر خلاف وي او عوامل یې، ګروهې(عقیدتي) او یا د حکومت نورې ناروا کړنې وي، استخباراتي ادارې یې د مجاهد، وطندوست، وطن پرست او ازادۍ غوښتونکو، په نوم مرستې ورسره کوي او دا ډول خلک تر ډېره مالي غوښتنې نه کوي، چې ښه بېلګه یې په فلسطین کې د اسرایلو پر وړاندې د جهاد او مقاومت ډلی دي او په افغانستان کې د شوروي او امریکایي اشغالګرو پر وړاندي(دتنظمونو مشران او قوماندانان نه) بلکه عام او ناخبره مجاهدین دي، دا ډول خلکو ته د استخباراتو په اصطلاح اعتمادي اشخاص او همکاران وايي او اجنټان یي نه بولي.
له له پلوه، هغه ډله خلک چې د پیسو پخاطر د پردیو استخباراتو لپاره کار کوي، هغوی ته اجنټان ویل کیږي، دا ډول خلک د پیسو په بدل کې هر ډول خائینانه او ترورستي اعمال تر سره کوي چې په افغانستان کې یې ډېره ښه بېلګه د تنظنمونو مشران، احمدشاه مسعود او د هغه ډله ټپله ده. چې جنرال ګیري شرون به دا ډول اجنټان استخدامول.
۲- د سټیو کول کتاب؛ دپیریانو جګړې، ۲- ۲۱۸مخونه
۳- سټیوکول؛ دپیریانو جګړې ۹،مخ
۴- سټیوکول؛ دپیریانوجګړې ۳۰۵،مخ
۵- سټیوکول؛ د پيریانو جګړې، ۷۱۱مخ
نور بیا