د نوی عیسوی کال په پلمه د جګړی دواړه خواوو ته  یو لنډ پبغام


دا چی 2016 م کال وروستیو شیبو ته رسیدلی دي او 2017 م کال نوی سر راښکاره کوی ټولو ته مبارکی وایم هیله ده چی زموږ په هیواد کی د سولی او ملی روغی جوړی کال شی.
د همدغه نوی عیسوی کال په رارسیدو سره موږ هم د افغانستان د جګړې دواړو غاړو ته هغه که د اشرف غنی او عبدالله ګډ حکومت دی یا یی پر وړاندې طالبان دی هیله او غوښتنه کوو چی نوره زموږ په هیواد کی جګړې ته د پای ټکی کیږدې، همدارنګه د خبرو اترو له مخی د میز پر سر د اسلام په رڼا کی د افغاني دود او دستور له مخی د یو او بل خبری په مخلصانه ډول واوري.
باور وکړی چی له امریکا یی رانیولی تر روس، چین، ایران او پاکستان پوری یو هم زموږ دوست نه وی او نه به شی دا ټول خپلی ګټی ګوری د افغانستان او افغان ولس له غمه هیڅوک هم نه دي مړه هیله ده چی پر دغه ټکی خو اوس موږ ټول افغانان پوهه شوی اوسو.
افغان حکومت طالب په زور له منځه نه شی وړلای که دا کار کیدلای شوای نو د غرب تر ۴۵ هیوادونو چی په سر کی یی د امریکا سوپر قوت وو په عصری جنګی تیکنالوجی سره خپل زور وازمویه خو نتجه یی موږ د سر په سترګو وینو چی یوازی او یوازی افغان وژنه او د افغانستان ړنګونه وه نور یی هیڅ لاس ته راوړنه نه درلودله افغان چارواکیو باید دا خبره درک کړی اوسی.
همدارنګه موږ طالبانو ته هم دا خواست کوو چی جګړه د حل لاره نه ده، د حکومت سره نیغ په نیغه خبرو ته مخه کړی، په خبرو د چا زور نه کمیږی، افغانستان د بهرنیو او سترو قوتونو د زور ازموینی ډګر مه ګرځوی دا ځکه چی ستاسو مسولیت تر بل هر افغان ځکه ډیر دی چی اسلامی مالومات مو له نورو افغانانو زیات دی.
خدایه پاک! راتلونکی عیسوی کال په افغانستان کی د سولی، ورورۍ او امن کال وګرځوه.
مننه

31/12/2016