ځانمرګى

اوس چې دښار
په څلورلاروکې چاودنه وشي
ياکوم ځانمرګى
دواټ څنګ ته
ګڼه ګوڼه کې ځان والوزوي
دښاردخلکو
شورماشور
يادپوليسوهارنډونه
قرارشوي نه وي
لاامبولانس
په شوراوزوږ
رارسېدلي نه وي
چې په صفحه دتلوېزيون
خړتصويرونه راشي
مورمې په منډه
زړه ته لاس کړي
بيامبايل رواخلي
زماپه جيب کې هم شرنګۍ وخيژي
مبايل اوکې کړم
دمورجانې ستړى غږواورمه
بچيه څنګه يې ؟
امان کې اوسې
خوچې خوشحاله ناخبرمې ګيرکړي
نوراته وايي چې دښار
له ګڼې ګوڼې نه ډېر
لرې ګرځه
هسې نه تاراځينې واخلي
مايوازې پرېږدي
خوزه حيران يمه
دښارله خلکو
له دغه پراخوګڼه ګوڼونه
ځان چېرته پټ کړم
هسې نه مورته مې په کارنه شمه
دنامعلومې جګړې ښکارنه شمه