که مُتحده ايالات او ډاکتر « غني » غواړي، چې خپل پيمال شوی حيثيت او پرستېژ يې بېرته اعاده شي؟


نو لازمه ده ، چې ...!؟
هر انسان ، هر عالم ، هر سياستوال ، هر دولتي چارواکی او هر شخص په خپل ژوند کې تېروتنه او اشتباه کوي! «هر څوک چې عمل کوي، هغه اشتباه کوي او څوک چې عمل نه کوي ، هغه اشتباه هم نه کوي !»( اشتباه ګناه نه ده ، خود اشتباه تکرارستره ګناه ده !)
اشتباه ګانې ، ماتې او تېروتنې په ځينو مواردو کې ګټورې وي ، انسانان برياليتوبونو او پرمختګونو ته رسوي او له خپلو تېروتنو څخه مثبتې پايلې تر لاسه کوي !!
د امريکې د متحده ايالاتو ، د سپينې ماڼۍ لوړ پوړو دولتي چارواکو او شخصاً د ښاغلي جان کېري او ښاغلي ډاکتر اشرف « غني » دوه داسې سترې تېروتنې او اشتباهات د افغانستان د( ۲۰۱۴م. ) کال په ولسمشريزو ټاکنو کې وکړل ، چې خپل حيثيت او نړۍ وال پرستېژ يې پر ځمکه وويشته او د افغانستان د ټاکنيزو او شکايتونو د اورېدلو خپلواک کمېسيونونه يې په دوه ټنګو ؛ سپک او سپاند کړل !!
لومړۍ تېروتنه د متحده ايالتونو داوه چې د د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف يې د « ملي يووالي » په نوم ( د ملي يووالي پر ضد حکومت ) جوړ او غېر قانوني يې ناکام عبدالله « مربع » د اجرائيې رئيس اعلان کړ ! ( او پر دې عمل باندې يې په افغانستان کې دوه سری حکومت « ۵۰٪ سهامي شرکت » جوړ کړ !!
دويمه ستره تېروتنه ښاغلي ډاکتر اشرف « غني » وکړله ، هغه په دې معنا چې مشهور قاتل ، جنګي جنايتکار ، نالوستی ، بدنامه ، توکميز مُتعصب ، د مسکو او ترکيې معلوم الحاله جاسوس ، بدکاره او سرسبيله کوڅه ډبی ، د لنډغرو او خپل سرو ازبک ( کارملي) ملېشو بې رحمه قوماندان عبدالرشيد « دوستم » يې خپل لومړی مرستيال وټاکه !!
دغو دوو سترو او تاريخي تېروتنو د امريکې او ډاکتر غني حيثيت او پرستېژ پر ځمکې وويشته او ابرو يې توی شوه !
نو که چېرې اوس د امريکې متحده ايالتونه او ډاکتر اشرف « غني » غواړي چې د خپل حيثيت او پرستېژ اعاده بېرته وکړي !؟
نو غوره او لنډه لاره يې داده :
امريکا دې په افغانستان کې د اجرائيې رياست پوست بېرته لغوه او عبدالله « مربع » دې په «انترکتيکا »کې د افغانستان لوی سفير مُقرر کړي !!
ډاکتر اشرف « غني » دې خپل لومړی بدکاره او خپل سری مرستيال ( عبدالرشيد « دوستم » ) ډېر ژر ليرې کړي او د احمد «ايشچي» او نورو ( ۱۵ ) جنسي تېريو په بدل کې دې د افغانستان د قوانينو مُطابق په پُل چرخي کې لا اقل ( ۱۲۰ ) کاله بندي کړي !!!