اداري فساد ته پېریانو لارهواره کړې؟

 
  فساد فساد دی، که په هره کچه او هره برخه کې وي، په ټولنه کې د پرمختګ مخه نیسي او حکومتي بنسټونه له بې باورۍ سره مخ کوي، د ولس او حکومت تر منځ واټن پیدا کوي او  حکومتي بنسټونه کمزوري کوي، د عدالت د پلي کولو مخه نیسي اومظلوم له خپل حقه بې برخې پاتې کیږي.
    فساد  مختلفې بڼې لري، خو هره یوه یې په خپل ذات کې ورانونکی اړخ لري، د فساد هره بڼه په ټولنه کې زهر خوروي او د ټولنې پرمختګ له تدریجي مرګ سره مخ کوي، فساد د ابادۍ او پرمختګ پر وړاندې هغه ستره ننګونه ده، چې ټول مادي او معنوي بنسټونه له ګواښ سره مخ کوي.
   فساد په افغانستان کې له تېرو پنځه لسو کلونو را په دېځوا  د  نړیوالو بنسټنو  له لوري  د هغو ننګونو څخه شمېرل شوی، چې د جګړې په دوام، د ټولنې د وګړو او دولت ترمنځ د واټن په زیاتوالي او په ټوله کې د پرمختګ پروړاندې  د خنډونو په رامنځته کولو کې یې مرسته کړې ده.
   دوه یا درې وارې خو داسې شوي چې د نړیوالو بنسټونو له لوري د فساد په برخه کې د شوو سروې په کتار کې مو لومړی او یا دویم مقام خپل کړی، چې دغې موضوع د افغانستان په حکومت د نړیوالو باور هم کمزوری کړی دی.
    په روان کال کې د لیندۍ په ۱۸ د شفافیت د څار بنسټ یوې نظر پوښتنې ښودلې وه، چې اوس مهال په افغانستان کې د رشوت اندازه په کال کې درې میلیارده ډالرو ته رسیږي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال  په نسبت په کې  یو میلیارد ډالره زیاتوالی راغلی دی.
د شفافیت د څار بنسټ دغه نظر پوښتنه ښيي، چې افغانان په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو د خلاصولو په موخه دغه شمېر د رشوت په بڼه ورکوي.
    که څه هم د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څخه را په دېخوا  د فساد پر وړاندې په مبارزې ټینګار شوی، خو د شفافیت د څار بنسټ نوې نظر پوښتنه ښيي چې د ملي یووالي حکومت لا هم د فساد پروړاندې په مبارزه کې پاتې راغلی او لا هم د فساد مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه د ملي یووالي حکومت پروړاندې جدي ننګونه ده.
    پوښتنه داسې را ولاړیږي چې فساد ته چا لاره هواره کړې؟ څوک په کې ښکېل دي ؟ د فساد پر وړاندې مبارزه ولې بریالۍ نه ده؟
    دلته په افغانستان کې هر وګړی پاک او سپېڅلی دی، نه په فساد ککړ دی او نه یې فساد ته لار هواره کړې، په دولتي ادارو کې هر کار کوونکی هر ډول فساد ته په بده سترګه ګوري، دوی هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې فساد ته لار هواره کړي،  که په دولتي ادارو کې مامورینو ته څوک د فساد خبره وکړي، دوی به ګناهګار شي، ځکه بې ګڼاه شخص په ګنا تورنول په خپله جرم دی.
     اوس نو چې دوی پاک او سپېڅلي دي، ښایي د فساد لپاره به لار پېریانو هواره کړي وي او یا به دغه فساد انسانانو نه وي کړی  بلکه د کومې بلې نړۍ ژونديو موجوداتو به فساد ته لار هواره کړي وي او د دې ټولو ناخوالو اصلي عاملین پېریان دي چې افغانان ورسره په مبارزه  کې له دغو پنځه لسو کلونو را په دېخوا پاتې راغلي دي.
 لیکنه : نظیف الله نظیف