
هغه وخت چې سرو لښکرو پر افغانستان یرغل کړی و او خطر یې له افغانستان نه وروسته پاکستان او بیا نورې نړۍ ته متوجه وو او په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو شوروي اتحاد د خپلو ګټو پروړاندې د جدي خطر په توګه پېژنده، نو د امریکا متحده ایالاتو پاکستان د خپل نږدې متحد په توګه د شوروي اتحاد پر وړاندې وکاروه، د افغانستان په جهاد کې رهبریت او قومانده د پاکستان په لاسونو کې وه او مجاهدین به یې څه ډول چې غوښتل په هغه لور رهي کول، د امریکا متحده ایالاتو هم پاکستان ته د خپلو بې دریغه مرستو کانالونه راخوشې کړل او پاکستان یې له اقتصادي او نظامي اړخه په پښو ودروه .
پاکستان چې له افغانستان څخه وروسته یې خپل ځان د سرو لښکرو په خوله کې لیده، په اخلاص سره یې د امریکا متحده ایالاتو د ستراتيژیک متحد په توګه د امریکا دوستي ته غاړه ورکړه او د شوروي اتحاد دښمني یې پر غاړه واخسته، دلته پاکستان له امریکا څخه دوه ډوله ګټه اخسته، مالي او اقتصادي پرمختګ او تر څنګ یې په افغانستان کې د روسيې ماتول او د روسيې له ستوني څخه د پاکستان له تېرولو نه مخنیوی .
روسیه هم په دې پوهېدله چې پاکستان د روسې پروړاندې په مقابله کې مهم رول لوبوي، د سعودي عربستان او یو شمېر شیخانو په مالي مرسته او د متحدو ایالاتو په پلان جوړونې او همدا رنګه د جګړې په ډګر کې د کارېدونکو وسلو ټول امکانات د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي شبکې له لوري برابریږي او د پاکستان استخباراتي شبکه یې د سرو لښکرو سره د جګړې په ډګر کې د جنګېدونکو مجاهدینو په لاسونو کې ورکوي، تر څو پرې سرې لښکرې له ماتې سره مخ کړي.
د روسیې له ماتې څخه وروسته بیا هم پاکستان د امریکا متحده ایالاتو ستراتېژیک متحد و، د القاعدې او طالبانو سره د مبارزې په نوم بیا هم په میلیاردونو ډالر له امریکا څخه پر دوی را و ورېدل، خو پاکستان په حقیقت کې خپلو ژمنو ته وفادار نه و، په تېرو پنځه لسو کلونو کې افغان حکومت او په ځانګړي توګه د ملي یووالي حکومت په وار وار سره پاکستان په دې تورن کړ چې په افغانستان کې روانې جګړې له پاکستان څخه سرچینه اخلي، چې اوس دغه موضوع امریکا هم درک کړې ده، کله چې پاکستان په دې پو شو چې د نړیوال سیاست او د نړۍ په کچه د انزوا د حالت پر لور روان دی نویې بله لاره غوره کړه.
اوس د پاکستان لوبې بل رنګ خپل کړی، پاکستان د هغه هېواد لمنې ته ځان غورزولی کوم چې د ۱۹۷۹ز کال په لسیزه کې یې پوره لس کاله ورسره دښمني کړي ده، د شوروي اتحاد ماته یې د اساسي هدف په توګه د خپلو لومړنیو هدفو په سر کې ټاکلې وه.
پاکستان له دې کبله چې د نړیوالې انزوا څخه ځان وباسي، د امریکا پروړاندې د بیا ځلي راټوکېدونکي بلاک ( روسیې ) په همکاري او دوستۍ سره غواړي امریکا ته وښيي چې پاکستان کولی شي له هر ډول فرصت څخه په ګټې اخستنې سره د ځان لپاره متحدان پیدا کولی شي او په نړۍ کې شته مختلف قطبونه دې ته لیوالتیا لري چې له پاکستان سره ښې اړيکې ولري.
له بله اړخه چین او روسیه چې د امریکا شتون په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره یو ډول خطر ګڼي او په ورته وخت کې روسیه چې دا مهال په سوریه کې له امریکا سره مخامخ ده، دې ته اړ ده چې د امریکا پر وړاندې نوی بلا ک جوړ او په سیمه کې خپلې ګټې خوندي وساتي.
په مسکو کې د روسې، پاکستان او چین ناسته د افغانستان په اړه، چې د افغان دولت پلاوی په کې نه و غوښتل شوی، په حقیقت کې یوه نوې لوبه ده، چې په سیمه کې به د امریکا پر وړاندې نوې ننګونې را وپاروي.
په دې ناسته ګدونوالو (روسیه، چین او پاکستان) داسې وښودله چې په دې ناستې کې د طالبانو د یو شمېر کسانو په اړه خبرې وشوې چې د هغوی نومونه د تور لیست څخه و ایستل شي، تر څو د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابره شي، خو د افغانستان لپاره د روسيې استازی ضمیر کابلوف بیا وایي، چې دوی هېڅ کله هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې لپاره منځګړیتوب نه کوي، چې دا پخپله د روسي چارواکو تر منځ د خبرو د همغږۍ نشتوالی په ګوته کوي او داسې اندېښنې هم ترې را ولاړیږي چې دا ناسته نورې ځانګړې موخې درلودلی شي، چې په سیمه کې به جګړې ته نوې بڼه ورکړي.
لیکوال : نظیف الله نظیف