
سیاست او که اسلام؟ د روهی په ویب پاڼه کی ما د ښاغلی مطمین صاحب یو لیکنه 《د امریکا سره اړیکی روا خو د روس سره ناروا دی》 تر عنوان لاندې په ډیر غور سره ولوستله کومهذچی د محترم مطمین صاحب په قلم لیکل شوی وه، خدای حاضر دی چی ډیر فکر ورته یوړم او ډیر خپه شوم، همدارنګه ډیری پوښتنی او اندیښنی په ذهن کی راسره پیدا شوی چی په لاندې ډول یی د خپل ولس او مطمین صاحب پر وړاندې ږدم. زما لومړۍ پوښتنه دا ده چی: طالبانو دا ۱۵ کاله جګړه د سیاست لپاره وکړه او که د اسلام لپاره؟ که د اسلام لپاره وی بیا خو نو تر امریکا، روس او چین څخه لوړ قوت او قدرت هم شته چی هغه د الله سبحان وتعالله نصرت دی. او کنه دا جګړه یی د سیاست لپاره وی بیا نو نوری لاری چاری هم شته پرته لدې چی طالبان د یو کفری قوت د له منځه وړلو لپاره چی امریکا ده د بل کفری قوت څخه چی روس دی مرسته وغواړی، ایا دا د یوی مردارۍ پاکول یا مینځل پر بل مردارۍ نه دی ایا دا پدې معنی نه ده لکه په جامو د چی غول نښتی وی بیا یی په تشو وینځی؟ موږ که دا ومنو چی طالبان سیاست کوی او په سیاست کی دایمی دوست او دایمی دښمن نشته خبره یا مامله د ګټو پخاطر تر سره کیږی. ایا هغه روس چی تر پرونه یی طالبه ستا خاوره لکه نن چی امریکا اشغال کړی ده اشغال کړی وه تر دری میلیونه پوری افغانان د همدوی د اشغال له امله شهیدان، همدوره کونډې دری لا څلور چنده یی یتمان، کلی،کورونه، جوماتونه، ښونځی او روغتونونه، لاری او سړکونه یی د خاوروسره درته برابر کړل او اخیر یی ستا هیواد په داسی حالت کی پریښود لکه د کوما ناروغ چی یو ډاکټر د تخت پر سر بریږدې ترینه لاړ شی، او ته طالبه دا ټول له یاده باسی وای چی سیاست خو دایمی دوست او دایمی دښمن نه لری.طالبه دا سیاست خو د حدای پاک ستا سر ته کیښودل کی دا نو ستا سیاست دی؟ د دغه خبرو پر سر روس د اعتبار وړ نه دی دا ځکه دا ډیر نامرده سیاست کوی تر اوسه د هیڅ چا سره تر اخیره نه دی ولاړ چی ښه مثلاونه یی افغانستان، اعراق، پخوانۍ یوګوسلویا او نور ډیر دی. روس هغه د چا خبره لکه سرن غوایی چی تر لکۍ یی ونیسی تر اخره ورسره پاتی کیدل ناممکن دی. تاسو طالبان پدې نه پوهیږی چی روس تاسو طالبان امریکا ته ور وړاندې کوی تر څو لکه پخوانیو مجاهیدینو چی د امریکا په مرسته شوروی اتحاد مات کړ له امریکا څخه زموږ په وینو انتقام واخلی. ستاسو به ښه په یاد وی کله چی شوروی مات شو مجاهیدین یی په خړ میدان پریښودل همداسی به همدغه روس تاسو سره هم کوی، چی ډاکټر نجیب یی ښه بیلګه ده. تاسو ښه پوهیږئ چی د روس او امریکا تر منځ همدا اوس په څو جبهو کی ګرمې جګړی روانې دي اوس روس غواړی چی ستاسو طالبانو په مټو د امریکا پر وړاندې په افغانستان کی د بلی ګرمې جګړی نوی جبهه پرانیزی، چی تاسو طالبان او بیګناه افغانان به یی د سوخت مواد وی. هیله ده چی نور د افغانستان پر ځوریلی او کړیدلی ولس رحم وشی. طالبانو ته زموږ مفت وړاندیز: د یو څو په ګوتو شمار خرڅ شویو او بی ضمیره کسانو پرته چی د هغوی شخصی ګټی په اشغال کی خوندې دي نور د افغانستان اشغال د امریکایانو لخوا هیڅ افغان ته د منلو وړ نه، هر څوک چی ځانته مسلمان او افغان وایی د هیڅ چا اشغال یی نه منلی دی او نه به یی ومنی. خو هرڅه یوه لاره او طریقه لری، داسی هم نه شی کیدای چی همدا نن همدغه یرغلګر لکه روسانو یرغلګرو چی افغانستان د کومه په حالت کی پریښود لاړ شی او بیا نو تاسو راشی همهغه د پخوانیو مجاهیدینو په شان غوبل په افغانستانذکی جوړ کړی، طرفداره نه یو. موږ وایو چی تاسو روس ته مراجعه کوی ولی افغان ولس ته مراجعه نه کوی، په افغانستان کی ډیر اسلامی علمأ، سپین ګیری، قومی مشرا او مدنی فعالان همدارنګه نور منورین او مخور شته چی تاسو سره به ودریږی تر څو په ګډه داسی لاری چاری وسنجول شی چی د امریکا اشغال ته په ابرومندانه ډول د پای ټکی کیښودل شی. خپله لیکنه د لایق صاحب په لاندې شعر سره پای ته رسوم چی وایی: د جومات لاره می خوشي وه مولا ته لیوانی د خرابات می پل پر پل ږدي مننه ډاکټر ګل مرجان منګل 29/12/2016