
ډیورنډ کرښې ته څيرمه دخوست په PRT ، چې د امریکا دمرکزي استخباراتو ایجنټان له پیچلې برخلیک سره لاس وګریوان شول دا عادي پېښه نه وه له متحده ايالاتو وړاندې به ېې دګردې نړۍ څارګر څيړي او کره څيړنې ته اړتيا هم لري ځکه دا په یوه وخت کې څو پیغامه لري په نړۍ کې د پیاوړي استخباراتي سازمان هیبت پیکه شو دا دهمدې استخباراتو په تاریخ کې دویم ګوزار دی ،چې د2001 ز دسپټمبر له 11 مې نېټې وروسته ېې خوري .
دا نو امریکايي اډې ته د ورننوتلو دخپل ډول بېسارې بڼه ده دا دمعلوماتو دراټولو مهمه اډه ده ، چې له همدې ځایه بې پیلوټه الوتکو هوايي بریدونه کنترولیده دا دامریکايي استخباراتو لپاره ستر ګوزار و ،چې خپل 8 تنه لوړپوړي ایجنټان ېې په کې له لاسه ورکړل داردن هېواد یو عادي ، خو ځوان ډاکتر په ډیره اسانۍ وتوانيده ،چې داستخباراتو مامورين داسې یوې غونډې ته رامات کړي ، چې ده ورته وار له مخې تلک اېښې و نوموړي ډاکتر له ایجنټانو سره ژمنه کړې وه ،چې زه به دايمن الظواهري په اړه مهم او خطرناک معلومات درکړم .
کله ،چې دایجنټانو خولو دغو معلوماتو ته اوبه راپرېښودې ډاکتر خپل واسکټ والوزوه . د وژل شوو په منځ کې د اردن داستخباراتو ضابط الشریف علي بن زید هم و دنوموړي مړینې اوس له دې رازه پرده پورته کړه پخوا نړۍ داسې انګیرله ،چې له ترهګرۍ سره دجګړې په برخه کې دامریکايي او اردني استخباراتو همکاري یوازې دمعلوماتو دراکړې ورکړې تر بریده وه اوس دالشریف علي بن زید مړينې داوښوده ،چې اړیکې دغړیتوب تر کچې دي او دا جوته شوه ، چې امریکايي استخباراتو له څوکلونو راهسې له خپل اردني سیال څخه داګټه کړې ده او له القاعده والو څخه دپوښتنو اوګرویږنو مسوولیت هم د اردنيانو و .
یوه بله دپام وړ خبره داده ،چې دخوست چاودنې ېې ترې سرپوښ لیرې کړ دغه ځانمرګی د اردن د( مدینة الزرقاء ) اوسیدونکې و دا هماغه ښار ګوټي دی ،چې دالقاعدې یو شمېر مشران ېې په کې راستر شوې دي تر ټولو مشهور ابو مصعب الزرقاوي دی ،چې په ( بلاد الرافدین ) کې دالقاعدې بنسټګر و دا له هغه رښتیني ګواښه پرده پورته کوي ،چې داردن په لروبر کې پټ دی او کېدای شي دا د القاعدې دخپریدو لپاره تر ټولو وړ سیمه وي په عربي نړۍ کې اردن هغه مرکزي نقطه ده ،چې په مصر ، سوریه ، لبنان او اسراييلو کې دغه ډول بریدونه په اسانۍ ترې برابریدلې شي پردې سربېره له سعودي عربستان داردن پوله القاعدې ته دا ځانګړنه وربښي ،چې په عربي نړۍ کې ځانته دپښې اېښودو مرکزي ځای ومومي .
دخوست چاودنې دسي آی ای هغه اسطوره ډوله هېبت له خاورو سره برابر کړ ،چې ویل کېده نه ماتیږي په دغه پېښه کې 8 لوړپوړي څارګر له منځه ولاړل دا دامریکايي استخباراتو لپاره دردونکې پېښه وه . پردې سربېره دا اوباما دهغې پریکړې غبرګون و ،چې افغانستان ته ېې نور 30 زره امریکايي سرتیري رااستوي وړاندې له دې ،چې دا سرتیري افغانستان ته راورسیږي القاعدې خپل کار وکړ او پیغام ېې ورورساوه دا په افغانستان کې دالقاعدې ناببره راښکاره کېدل و ځکه القاعدې اوسمهال افغانستان خپلو ځایناستو ( طالبانو) ته پرېښې او دا بیا په ګرده نړۍ کې دبریدونو لپاره پلان جوړوي په ځانګړې توګه په دغو ورځو کې خو القاعده داسې وغوړیده ،چې ډير ېې اندېښمن کړل .