د((ګينيس )) دنړيوالوريکارډونوکتاب ياThe Guinness Book of World Records

پدې کتاب کې له ټولې نړۍ څخه هرکال رازراز نوي رېکارډونه را ټوليږي اوبيا خپريږي . دلومړی ځل لپاره داکتاب په 1955م کال کې دګينيس دبيرجوړولوکمپنۍ په فرمايش په انګلستان کې له چاپه راووت .اوس مهال داکتاب دنړۍ تقريبأپه سلوهيوادونوکې په 23ژبوخپريږي . ترانجيل وروسته داترټولوزيات خپورشوی کتاب دی . ددې کتاب دخپرولوفکردلومړي ځل لپاره د همدغه کمپنۍ له مشرسره پيداشو .
اوس په نړۍ کې ډير خلک پدې هڅه کې دي چې داسې يوکارترسره کړي چې چا نه وی کړی او يا تېررېکارډ مات کړي .که چيرې تاسوګران لوستونکي پخپله ياکوم بل څوک له ګران افغانستان څخه پيژنئ چې د داسې يوکار جوګه وي ، چې بل چابه تراوسه نه وي ترسره کړی ، هم ددې کتاب په لست کې راتلی شي .
پدې کتاب کې ريکارډونه پر را زراز کټګوريوويشل شوي ،لکه تخنيکي رېکارډونه ، دسپکواتلتيکورېکارډونه ، جغرافيايي ريکارډونه اوداسې نور . بايدووايم چې جغرافيايي ريکارډونه په انساني هڅوپورې کوم تړاو نه لري اودخدای (ج) پيرزوينه ده .اوس به دجغرافيايي ريکارډونوځينې بيلګې وړاندې کړم :
ـــ دنړۍ ترټولواوږدسيند (( نيل)) نومېږي او په افريقا کې دی . دنيل اوږدوالی6695 کيلومترو ته رسيږي ؛
ـــ ترټولولويه وچه ياقاره آسياده چې44250000 کيلومتره مربع ارتوالی لری؛
ـــ دنړۍ ترټولوهسک غردهيمالياغرونه دي،چې په آسياکې پراته دي او لوړه څوکه يې ((مونټ ايورسټ)) ده،چې 8844 متره لوړوالی لري ؛
ـــ دنړۍ ترټولولوی ټاپو((ګرينلينډ)) دی چې2175600 کيلومتره مربع ارتوالی لري ؛
ـــ دنړۍ تر ټولوهسک ځړوبی د((سالتو اېنګل)) په نوم ياديږي،چې دوېنزويلا په هيوادکې دی . ددې ځړوبي اوبه له979 متروڅخه راتوېيږي ؛
ـــ دنړۍ ترټولوزيات نفوس تراوسه چين لري . د2005 م کال په سرشميرنه کې ددې هيوادنفوس1306313812تنوته رسيده؛
ـــ دنړۍ ترټولولوی هيوادروسيه ده، چې 17.1مليون کيلومتره مربع مساحت لري ؛
ـــ دنړۍ ترټولوکوچنی هيواد((واټيکان )) دی،چې0.44کيلومتره مربع ارتوالی لري اودنړۍ ترټولولږوګړي هم په همدې هيوادکې اوسيږي چې شميريې 890 نفروته رسيږي؛
ـــ دنړۍ ترټولولوی ټاپووزمه (( عربستان )) دی، چې 3 مليونه کيلومتره مربع مساحت لري ؛
دتخنيکي ريکارډونوځينې بيلګې :
ـــ دنړۍ ترټولولوړ برج دکاناډاهيواددټورنټوپه ښارکې دی،چې 553 متره لوړوالی لري ؛
ـــ ترټولولوړه ودانۍ دمتحده ايالاتوپه شيکاګوکې ولاړه ده چې لوړوالی يې 527 متروته رسيږي . داودانۍ چې د(( سيرزټاور)) په نوم ياديږي ترټولوزيات پوړونه هم لري؛
ـــ دنړۍ ترټولولوړپولادين برج داوکرايين جمهوريت په پلازمينه کيېف کې دی،چې385 متره لوړوالی لري ؛
ـــ ترټولولوړمناردمراکش هيوادپه کازابلانکا کې دحسن ثاني دجومات منار دی ، چې210 متره لوړوالی لري ؛
ـــ ترټولولوړهوټل په دوبۍکې د(( برج العرب )) په نوم هوټل دی، چې لوړوالی يې 110متروته رسيږي ؛
ـــ دنړۍ ترټولواوږد پل په متحدو ايالاتوکې دی ، چې اوږدوالی يې 38422 متروته رسيږي ؛
ـــ دجاپان هيوادپه نړۍ کې ترټولواوږدتونل جوړکړی ، چې اوږدوالی يې53.9 کيلومتروته رسيږي او له دې څخه 23.3 کيلومتره يې داوبولاندې غزيدلی ؛