د منګلو د قوم مشهور مشر جان محمد منګل چی د ولسونو په منځ کی په جانګی مشهور وو ډیر مسلمان، تقودار د سپینو خبرو بیانګر او د جانبینو تر منځ چی به د یو او بل سره په جنجال کی وو د یو مخلص قاضی په شان د منګلو د نرخونو په رڼا کی فیصلی کولی چی پدې ډول یی د ډیرو افغانانو تر منځ چی یو او بل ته به په مرچو یا څوکیو کی ناست وو، له څوکیو راکوز کړی او د روغی جوړی په ټغر یی سره کشیناولی دی چی پدې ډول یی د ډیرو هیوادوالو تر منځ د کالونو کالونو بدۍ پای ته رسولی دی. جان محمد منګل چی د منګلو په میزکه د چورړوکي په کلی کی د نن څخه کم زیات اتیا کاله وړاندې نړۍ ته سترګی پرانستی وی، له هغی ورځی چی د ښو او بد په توپیر پوهیدلی وو بیا تر هغی ورځی چی نا ګناه په شهادت ورسید د منګلو قوم ته یی نه ستړی کیدونکی او نه هیریدونکی خدمتونه تر سره کړی دی. خدای بښلی جان محمد منګل د منګلو د قوم په ټینګه غوټه او د همدغه قوم په اطفاق کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی تر اخره یی دا کوشش وو چی خپل قوم یو موټی وساتې، خو زموږ د هیواد او ولس دښمنانو همدارنګه د پردیو جاسوانو لخوا د ګردیز او میزکی په لاره کی د دری تنه نورو مشرانو سره چی د قومی خبرو لپاره میرزکې ته روان وو په مرموز ډول په شهادت ورسید، چی تر اوسه د هغه خالیګه نه ده ډکه شوی. روح یی ښاد د فردوس جنت یی ابادی ځای کړی. د هغه دوه د فن څخه ډکی خاطرې چی د نور منګل او د ډاکټر ګل مرجان منګل لخوا په خپلو قلمونو لیکل شوی دی هم ستاسو سره شریکې کوو. یوه نه هېرېدونکی خاطره : ځوان وم ، هیله مې درلوده چې پخیر تر لیسي وروسته لوړي زده کړي وکړم . دهغه وخت د دولت پاملرنه چې دځوان نسل روزنې ته یې درلودله ، له نیکه مرغه چی د غه هیله مې تر سره شوه . د یو تحصیلی بورس څخه په استفادی سره د ۶ کالو لپاره د ژورنالیزم په رشته کې د کورنۍ په خوښه شوروی اتحاد ته روان شوم . وروسته د یو تعلیمی کال تر تېرېدو د اوړي په رخصتی کې کورته راغلم . د نهاري تر خواړلو وروسته د خپل ګران پلار الحاج وکیل فقیر محمد منګل سره په شوروی اتحاد کې زما د ژوند په هکله په خبرو بوخت وم چې د دروازې ټک ټک مې تر غوږ شو . سمد لاسه پاڅیدم د دروازي په لور روان شوم .... کله می چې دروازه خلاصه کړه ، دري تنه د جګو شملو والا هیواد وال داسې مالومیدل چې منګل به وي ، د انګړ دروازي مخ ته ولاړ وو . د سلام په ویلو می کورته د ننوتو بلنه ورکړه . د تورې لنګۍ چې سپیني نرۍ لیکي یې درلودي ، رانه و پوښتل : وکیل صاحب په کور کی دي ؟ ما سمدلاسه ځواب ورکړ چې ، هو، راځي کورته ! ........تر ستړي مشي وروسته د هغو درنو مشرانو سره حجرې ته پورته شوم . باورلرم چې قدرمن لوستونکی به هم را سره موافق وی چې ، د پښتانو ، بیا د منګلو په دود کې له میلمه پوښتل چې څوک دی ، له کومه ځایه راغلی ، څه غواړی ...... ډیر لوی عیب ګڼل کیږي . نو له همدې کبله می له محترمو میلمانو دا ونه پوښتل چې څوک دي . د هغوی په اجازه می زما مرحوم پلار ته د هغه سره د دوي د لیدنې خبر ورکړ . وروسته له محترمو مشرانو سره زما د پلار تر روغبړ ، د هیواد د ټولو ستونځو په ځانګړي توګه د تودې جګړي ، دهغې د علتونو او د هغه وخت د دولت دسیاست او سیاست والو په هکله ډیر په زوړه پوري مجلس د دوي ترمنځ شروع شه . ما د هغوي خبرو ، تحلیلونو او اندونو ته ډیر په کلکه غوږ نیولی و . د هغووی په بحث کې می تر اندازې زیاتی مهمي او ارزښتانکې خبري ، پوښتني ، مثالونه ...... واوریدل . دهغوله جملي څخه یوه زما په اند خواره زیاته ارزشتناکه او منطقی خبره د توری لنګۍ واله ، پخوا د خجوړو قوم مشر ، مرحوم جان محمد چې په خلکو کې د «جونګی » په نوم مشهور و ، تر نن پوري په یاد پاتې ده . هغه مخور مشر ، د خبرو په بهیر کې مخ ما ته راواړه وه ، په ډیره مهربانۍ سره یې له ما و پوښتل : خوریه ، ته خو مکتبی یی(تاسو خو درس لولۍ؟) ، میږ(موږ) خو لیکل، یل(لوستل) ندي زده(یاد نه دی) ...... رښتیا بې یایي(رښتیا به وایی) چې دا کارمل څه رقم سړی دای(دی) ؟ ما د محترم مشر د پوښتنی په ځواب کې ورته وویل چې ، ماما ! زه فکر کوم تاسو یی تر ما ډیر ښه پیژني . ځکه چې د هغه پلار محمد حسین خان دوه ځلی د پکتیا والی او د قول اردو قوماندان و . یو ځل د ظاهرشاه په وخت کې ، بل ځل د داود خان په وخت کې . د شړۍ والی په نوم یې د لویی پکتیا په ولسونو کې شهرت درلود ......... مرحوم جونګی زما د خبری په غبرګون کې را ته وویل : یي(هو) ، دارې خو دو (هو داسی خو ده) . خو ته پخپله د ده په باره کې څه پکر(فکر)کي(کوی) ؟ د هغه مشر د دوهمی پوښتنې په ځواب کې مي ورته وویل : ماما ، پرته له خدایه هیڅوک مکمل ندي . هغه د نورو په قسم یو انسان دی . بې له شکه چې نمګړ تیاوي به لري . ترهغه اندازې پورې یې چه زه پیژنم ، قدرت طالبه ، پیسه دوسته ... سړي ندي . مشر ، مسکی شو ، بیا یی رانه و وپوښتل : خوریه ، دا د پل باغ اومومی(عمومي) نه تر چلستون پېري(پوری) په سرویس کې څومره لیار(لاره) دو(ده) ؟ زما مرحوم پلار او د تورې لنګۍ واله سره راغلی میلمانه چې له بده مرغه یی نومونه راته په یاد نه دي پاتې ، ډیر په دقت سره زموږ مرکې ته غوږ نیولي دي . ما د ماما د پوښتنی په ځواب کې وویل : ماما ! دقیق نه پوهیږم ، فکر کوم چې نیم ساعت یا ۴۰ دقیقی لاره به وی . هغه مخور بیا را نه پوښتنه وکړه چې ، دا ځینی خلک ولي سرویس ته د کړکې له لارې پورته کیږي نه د دروازي ؟ ما په ځواب کې ورته وویل ؛ د چوکۍ د نیولو په خاطر . زما ځواب ، زما پلار او نورو درنو میلمانو د « یې » 《هو》په ویلو سره تاید کړ ..... مرحوم جان محمد ( جونګی ) بیا هم موسکی شو ، راته یی وویل : خوریی ګړه ، دا نورې ټولې خبرې بې(به) در سره ومنم . خو ، دا یوه خبره چې ،کارمل د چوکۍ شوکی نه وو ، نشم در سره منلی . ته پخپله پيکر وکه(تاسو خپله فکر وکړئ!) ، که یو سړی د نیم سات(ساعت) یی پوره(لپاره) یا د ۴۰ د کیکو(دقیقو) یی پوره(لپاره) سرویس ته دکړکی له لیاری(لاری) ور خیجي ، نو دا خو د بدشویی(پاچاهۍ) چوکۍ دو(ده) ..... د هغه خدای بخښلی دغه د ډېري پراخې مانا خبری ما ته لوی درس راکړ، تر نن پوري می په حافظه کی ده او هر ځل یې زما له دوستانو سره په مجلسونو کې شریکوم ........ اروا یی ښاده او یاد د یی تل وی ! پکار ده هغه څه وکړو چی زوال نه مومي: د ښونځۍ د لسم ټولګی زدهکونکی وم یو ورځ ما د منګلو د قوم مشر خدای بښلی جان محمد منګل څخه چی په جانګی باندې یی شهرت درلود، ډیره جالبه او د فن څخه ډکه قیصه واوریدله چی بیا په راورسته کالونو کی راته په ثبوت هم ورسیدله یعنی همدغه څه چی هغه ویلی وو ما ته په عمل کی ثابت شول. خدای بښلی به ویل چی هیڅوک د پدې باندې نه نازیږی داسی فکر وکړی چی موړ یا شتمن یم غریب به نه شم همدارنګه که غریب وی هغه د هم نه مایوسه کی چی غریب یم موړ یا مالدار به نه شم. هغه ویل چی زما عمر تر ۵۰ یا ۵۵ کالونو پوری رسیږی پدې کالونو کی ما داسی خلک لیدلي چی ډیر شته یی درلودل، بیا پر همدغه خلکو باندې داسی وخت راغلی دی چی د سهار او بیګا لپاره چی یی وخوری، هیڅ هم نه لرل او برعکس هم. یعنی داسی کورنه او خلک ما هم لیدلی دي چی د نیستی به په ماذدیګر ویده کیدل بیا همدغه خلک دومره شتمن او مالداره شوی دي چی د مال حساب یی نه کیده. په عینی وخت کی خدای بښلی جانګي دا هم زیاته کړه چی څوک د په لوړو یا ټیټو منصبونو یا چوکیو هم نه نازیږی، لوی سړی به وی بل ورځ به کراچۍ ته ولاړ وی کچالو به خرڅوی او یا دا چی د غریب سړی زوی به وی بله ورځ به هغه د هغه په خبره وزیر او یا پاچاه به شی. خو یو څه چی د انسان سره تل پاتی کیږی هغه ښه خبره، ښه اخلاق، انسانیت او د نورو سره مرسته ده همدارنګه بل ته لاس ورکول هغه څه دي چی زواله نه لری. ډاکټر ګل مرجان منګل 28/12/2016
وروستي