د ویاړ ځای دی:
یو نوښتګر بغلاني ځوان داسې سافټ وېر جوړکړی چې کولای شي د امیدارو مېندو د مړينې په شمېر کې له کموالي سره مرسته وکړي! وړاندې له دې هم افغان ځوانانو له لږو امکاناتو سربیره؛ په تخنیکي، روغتیايي او ځينو نورو برخو کې ابتکارونه کړي دي. که څه هم، افغان ولس نا ارامه په ناخوالو کې ګېر سرګردانه او هره شېبه له ګواښ سره مخ دی؛خو بیا هم بې ساري استعدادونه لري.
وروستیو نوښتونو ته په کتو سره زما په نظر د ښارونو په پرتله په لرو پرتو سیمو کې تکړه او وړ ځوانان ډېر دي. له بده مرغه، په ولایتونو کې د ښارونو په پرتله نا امنۍ پراخې او د دوی د پرمختګ زمینې لږې دي. د دوی امکانات لږ دي، او له ګواښ سره هم مخ دي. په لرې پرتو سیمو کې ښوونځي سوزي، ډیر بریدونه او چاودنې کیږي، د امنیتي ځواکونو عملیاتونه او کله د ډال په توګه د مخالفینو لخوا هم کارول کیږي.
په افغانستان کې ولسي پاڅونونه د ۲۰۱۲ ز کال په لومړېیو کې د غزني ولایت له اندړو څخه پیل، تر لغمان، ننګرهار، کندز او نورو ولایتونو هم ورسیدل. ولسونه د امنیتي ځواکونو په څنګ کې ودرېدل، خو وروسته له پاڅون کوونکو سره د دولت د نه مرستې شکایتونه هم شول.
ولسي پاڅونونه ګټې او زیانونه لري:
د کندز ولایت ځیني پاڅون کوونکي وايي: حکومت له دوی سره لازمې مرستې ونه کړې، اوس دوی د ځان ساتنې لپاره اړ دي چې له وسله والو مخالفینو سره مرستې وکړي، ځای ورکړي او پر ضد یې هیڅ غبرګون ونه ښيي! په ورستیو کې کابو پنځه سوه هلمندي ځوانان راټول شوي دي؛ پاڅون کوي او له دولته وسلې غواړي!
له امنیتي ځواکونو ملاتړ زموږ د ځواکونو روحیه پیاوړې کوي، د دوی مورال لوړوي او د حکومت د ځواکمنېدو سبب هم ګرځي. خو اندېښنه دا ده چې ایا دغه کسان به په رښتیا هم د وسله والو مخالفینو پر ضد وجنګیږي او که نه؟ څه تضمین شته چې دغه کسان به بشري جنایتونه نه کوي او قانون ته به درناوی لري؟
آیا د ولسي پاڅون ټول غړي، ولسي وګړي دي که د ګاونډیېو جاسوسان هم پکې شته؟
ولې د افغان ولس په لاس کې د قلم پر ځای وسلې وي؟
د لوېدیځو رسنېو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې تر پنځه څلوېښت زرو ډېر کسان د دولت پر ضد جنګیږي، ولسمشر غني په خپله منلې چې په افغانستان کې دننه تر دېرشو ډیرې مخالفې وسله والې ډلې فعالیت لري. د دې وسله والو ډلو ډیرې غړي خپله افغانان دي چې په یو نوم او بلې عقیدې د افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي.
د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د وسله والو مخالفینو د فعالیت، وزارتونو، ریاستونو، ادارو او په سفارتونو کې هم د مخالفینو غړي ځای شوي دي او په ډیرېیو ځانمرګو بریدونو او امنیتي پېښو کې د دوی مستقیمه ونډه ثابته شوې ده. په پاڅون کوونکو کې به هم داسې ځوانان وي؛ چې د مخالفینو د ظلمونو له امله دې ډول خوځښتونو ته اړ شوي دي؛ څو د ځان او خپلې سیمې ساتنه وکړي. خو دا هم کېدای شي چې په دغو کسانو کې د مخالفینو غړي ځای شوي وي، چې دا د هیواد امنیت ته یو لوی ګواښ دی!
د بشري حقونو ادارې د مخالفینو، کورنیو او بهرنیو ځواکونو ترڅنګ غیرې مسؤله وسله وال کسان هم په هیواد کې د بشري حقونو ستر ناقضین ګڼي. غیرې مسؤله وسله وال په غلاوو، تېرېیو، د خلکو په زورونې، زور زیاتي او ان د شخصي زندانو په لرلو، د قانون په نه منلو له امنیتي ځواکونو سره په نښتو او خپل سرو فعالیتونو تورن دي.هیڅ تضمین نشته چې د ولسي پاڅون کوونکو په ډله کې د مخالفینو غړي موجود نه وي.
ګارډيېن ورځپاڼه کاږي: په افغانستان کې ځینې غیرې مسؤله وسلوالې ډلې د سي، ای، اې کسان دي او په افغانستان کې د دوی په ګټه فعالیت کوي، په دې ریپوټ کې په شمالي ولایتونو کې د ځينو غیرې مسؤله وسله والو قوماندانانو نومونه هم یاد شي.
په افغانستان کې د بېلابېلو مخالفو وسله والو ډلو له فعالیته ښکاره ده چې دوی په دولتي،ادارو امنیتي ځواکونو د خلکوپه منځ او ان جوماتونو کلیو او بانډو کې نفوذ لري. د افغانستان ولسونه د تاریخ په اوږدو کې د یرغل، زور، زیاتي او ظلم په وړاندې بې تفاوته نه دي پاتې شوي، قربانۍ یې ورکړي د ځان او ناموس ساتنه یې کړېده دا مېړانه د افغانانو په وینه کې ده؛ ورڅخه انکار نه شو کولې. خو په داسې حال کې چې موږ دولت لرو، امنیتي ځواکونه لرو، قانون او نظام، حوزې او پوستې لرو؛ نو اړینه ده چې د ولسي وګړو مکلفیت او د امنیتي ځواکونو مسؤلیت مشخصه وي.
د امنیتي ځواکونو سر اعلی قوماندان ولسمشر اشرف غني دی د خپلو ژمنو مطابق منظمه امنیتي تګلاره پلی کړي، او د همدې میکانیزم له لارې دې مخالفین وځپل شي.
زموږ ولسونه به تر کومه د قلم پر ځای وسلې نیسي؛ او قرباني کیږي به؟!
د دې پرځای، چې حکومت ولسي پاڅون کوونکو ته وسلې ورکړي او دوی د جګړې ډګر ته ولیږي؛ په ښوونیزې برخو کې دې له دوی ملاتړ وکړي، د ځوانانو وړتیا ته باید وده ورکړل شي څو ډیرو خلاقیتونو او نوښتونو ته زمینې برابرې شي؛ دوی دې وهڅوي چې په نورو برخو کې د افغانستان د پرمختګ سبب وګرځي ابتکارونه وکړي او په نړۍ کې د افغانستان نوم روښانه کړي؛ نه دا چې ټوپک په لاس د خاورو لاندې شي.
وروستي