
کیدای سي تیره شپه به ډیرو افغانانو پرشمشاد او اشنا تلویزون د حزب اسلامي د پخواني قومندان زرداد فریادي مرکه اوریدلې وي، سره له دې چي نوموړی د خپلو کړنو د تورونو له امله په انګلستان کي محاکمه او په یو کفري زندان کي شپاړس کاله حبس تیرکړ، نوموړي په یوه مجلس کي ویل چي د لویدیځ لخوا د بشري حقونو مسئله فقط شعار دی، زه آن په دې دومره لوی حبس کي یوځل ډاکټر ته هم نه یم بیولی، که به زیات ناروغ سوم نو یو پاکټ ګولې به یې راته راکړلې، خو زرداد فریادي اوس هم وايي چي زه د جګړو پر وخت د هغو کارونو په اړه پښیمانه یم چي د اسلامي او انساني اصولو خلاف مي کړي، او بیا په جرئت سره وايي که اوس هم څوک زما په اړه شکایتونه لري نو زه محاکمې ته حاضر یم......
که د فریادي صاحب دغه اخلاقي جرئت وګورو نو په تیرو څلورو لسیزو کي د جګړې په اړخونو کي بې ساري دی، اوس دي د جګړې لوري راسي او دفریادي په څیر اخلاقي جرئت دي وکړي!
۱ ۱ــ هغوی چي د شوروي ښکیلاک په څنګ کي د ملت په ضد ودریدل اوس هم ځان په حقه ګڼي او د میلنونو بې ګناه انسانانو وینه تویونه د انټرناسونالیزم د تقویت، د لویدیځ د امپراتورۍ د ړنګیدا او د توري ارتجاع سره د مخالفت په پار د ځان روا او مشروع حق ګڼي ایا سته کوم کمونیست جنګي جنایتکار چي محاکمې ته حاضر سي؟
۲ــ هغوی چي د مجاهدینو په پوښ کي د منطقې او نړیوالو د استخباراتو ښکار سول، د اسلامي نظام د تحکیم مخه یې ونیول، هیواد یې کورنیو جګړو ته ورټیل وهه، ایا په دوی کي څوک سته چي د خپلو کړنو په اړه پښیماني څرګنده کړي او د محاکمې لپاره خپل اخلاقي جرئت ښکاره کړي؟
۳ ــ هغوی چي رقص مرده، په سرونو کي میخونه ټک وهل او داسي نوري نادوي یې وکړلې قومندانان یې د دیوانه په نوم مشهوره وه لکه شفیع دیوانه په حزب وحدت کي، دیوانه ملا ګل محمد په طالبانو کي، آیا څوک سته چي خپل ژوندي روغ لیونیان محاکمې ته حاضر کړي؟
۴ ــ هغوی چي د شر او فساد په وړاندي یې د مبارزې په نوم پینځه کلونه د جنوب لویدیځ زون ځوانان د جلب او احضار په توګه ووژل، د هیواد په شمال کي یې کلي، باغونه او دکښت مځکي وراني کړلې او آن د بامیان په یکاونلنګ او د شمال په یو شمیر ولایتونو کي یې کوچني ماشومان ووژل اوس څوک لري چي د فریادي په څیر اخلاقي جرئت وکړي او محاکمې ته حاضر سي؟!
۵ـــ هغوی چي غرب ته یې چک چکي کولې د خوښي هارونه یې په غاړه کي ورکول، هیواد ته یې د راتللولپاره وهڅول، آیا په دوی کي څوک سته چي د کندهارد پنجوايي، د هلمند د سنګین، د ننګرهار د هسکي میني او ورته پيښو کي خپل مستقیم او غیرمستقیم مسؤلیت ومني او د محاکمې لپاره د چمتوالي اخلاقي جرئت وښيي ایا سته څوک؟!
اوس هم د فریادي د قضیې حقوقی اړخ ته راځم:
۱ــ د افغانستان د جزاء قانون ۱۹۹ ماده صراحت لري، که څوک په بهرنۍ محکمي کي د خپلو اتهاماتو په اړه یو ځل محاکمه سوی و، بیا ځلي ورباندي جزايي دعوی نسي اقامه کیدلی، خو د جزاء قانون شپږمه او اوومه ماده بیا استثناءً وايي که یې د چال مال اخیستی وي، مدنی مسؤلیت ورته راجع کیدای سي، ترڅو نوموړی مال ورته بیرته وسپاري.
۲ــ د نړیوال جزاء حقوقو نړیوال منل سوی پرنسیپ دی ( non bis in idemm) چي د یو جرم په نسبت دوه ځله محاکمه او مجازات نسي کیدای.