#دسرتیروـورځ
#دکب_نهمه
۱ــ زه پوهیږم چي ستا دنده د دریو سپیڅلو موخو لپاره ده: خدای، هیواد، دنده
۲ــ زه پوهیږم چي ته هم بچیان لرې، مور او پلار، خویندي او وروڼه لرې او غواړې د نورو انسانانو په څیر هوسا ژوند وکړې، خو د خپل ژوند او سر په بیه زموږ د ارامتیا او سوکالۍ لپاره هڅه کوې.
۳ــ زه پوهیږم چي دلته بهرني ځواکونه سته، خو بهرني ځواکونه تا نه بلکه د وخت د حکومت ناسم بهرني سیاست، تیروتنو، ځینو امتیاز غوښتونکو مشرانو او شرایطو راویستل، موږ تمه لرو چي یو وخت ټول بهرني ځواکونه ددې هیواده ووځي، اما ستا دنده ددې هیواد د خاوري او خلکو ساتنه ده، د دوی د موجودیت سره ستا تړاو نسته.
۴ــ زه پوهیږم چي موږ کله د خپل رب عبادت ځای ته ځو، هم د ویري احساس کوو، که ستاسي قرباني او امنیت نه وي، موږ لمونځ ته هم نسو تللای، ځکه مساجد هم د چاودنو څخه خوندي نه دي، ډیري نمونې یې سته.
۵ــ زه پوهیږم چي ته په وچه ګیډه د جګړې په لومړۍ کرښه کي ناست یې، خو ستا پوځي چارواکي ستا د ډودۍ، د وسایطو دتیلو، نظامي تجهیزاتواو مرمیو غلا ته ناست دي.
۶ــ زه پوهیږم چي ته دومره مظلوم یې، چي کله شهید سې، دولت ستا جسد نه راوړي بلکه ستا کورنۍ په خپلو شخصي پیسو موټر کرایه نیسي او تا تر خپلو بچیانو رسوي او تورو خاورو ته دي سپاري، کله چي معلول سې، نو کاملاً هیرسې.
۷ــ زه پوهیږم چي ته مسلمان یې، عقیدتاً او عملاً اسلام ته ژمن یې، ډیر وختونه ستا د شهادت وروسته ستا له جیبونو د قران کریم یا هم یاسین سورت سوځیدلي پاڼي راووځي، په خپلو نظامی قشلو کي ملاامام او مسجد لرې، او په خوله دي د شهادت کلمه وي.
۸ــ زه پوهیږم ته چي کله وسله وال مخالفین ونیسې نو قضاء ته یې سپارې، خو هغوی چي کله تا ونیسي، حلالوي دي، او ستا د وژني ویډیو نندارې ته وړاندي کوي.
۹ــ زه پوهیږم چي ته د یو بسیا افغانستان ارمانجن یې، خو دا ملت اوس هم تاته د شک په سترګه ګوري، د مصر د سکولر پوځ سرتیری شهید دی، د پاکستان د غلام او اجیر پوځ سرتیری شهید دی، د ایران روافضی سرتیری شهید دی، خو ستا په جنازې کي خلک ګډون نه کوي.
۱۰ــ زه پوهیږم چي یوه ورځ به دغه ملت د خپل پوځ، نظام، ادارې، وطن او ارزښتونو په ارزښت پوهـ سي، موږ ډیر هجرتونه وکړل، خو وطنه ستامینه هیچا رانکړل، موږ ته افغان بی فرهنګ وویل سو، مهاجر لجوج و جاهل راته وویل سو، خو سرتیریه زه ستا سره لفظي شخړه هم کوم خو ته راباندي لاس نه پورته کوې، ځکه ما خپل ګنې!
د یو بشپړ آزاد، امن او پر ځان بسیا افغانستان په هیله!
وروستي