سرچینه: د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ
دایوه مهمه پوښتنه ده چي باید ورباندی بحث وسي هغه دا چي شوروي پوځونه ولي او دکومو عواملو له مخي له افغانستان څخه ووتل، خندونکې لا داده چي ځیني کسان د شوروي وتل د قربانیو پایله نه بلکه د ډاکټرنجیب ابتکار بولي، په دې اړه به د ځینو لیکوالانو او پوهانو تحلیل او شننه وړاندي سي.
شوروي پوځونو په افغانستان کي دکابو نهه کاله او نولس ورځي درنې او سختي جګړې له امله شرمیدونکې ماته وخوړه او له افغانستان څخه وتلو ته اړ سول، په دې اړه (افغانستان تر وروستي افغانه) کتاب، لیکوال غلام محمد زرملوال په خپل کتاب کي پینځم فصل همدې سرلیک ته ځانګړی کړی چي لوی سرلیک يې (په افغانستان کي د روسانو ماتې) او کوچينی سرلیک يې دی (دکبرماته کاسه)، مرحوم زرملوال له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو عامل په څرګنده توګه په افغانستان کي د شوروي ماته ګڼي نوموړی لیکي:
"افغانانو دشلمي پیړی د یوه بل یرغلګر ځواک پر سر د کبرکاسه ماته کړه، شوروي ته په افغانستان کي دنهه کاله او نولس ورځو اوږد اشغال په اوږدو کي دځان او مال درانه تلفات ور اوښتي ؤ، دهغه احصايې له مخي چي شوروي د ۱۹۸۹م کال دمی په میاشت کي خپره کړله په افغانستان کي دهغه هیواد دپوځونو شمیر۱۰۰۳۰۰ تنه، د وژل سویو شمیر يې ۱۳۰۰۰، دټپیانو شمیر يې ۳۵۰۰۰، او د ورکوسویو شمیر يې ۳۱۲ تنه ښوول سوی ؤ، پرځاني ضایعاتو سربیره په افغانستان کي د جګړې په اوږدو کي دشوریانو لګښتونه په سرسامه توګه زیات وه، په ۱۹۸۱م کال کي د یوې احصايې له مخي چي د چين سینهوا خبري اژانس په بیجنګ کي د ۱۹۸۱م کال د جون پر ۱۲ خپره کړې وه، شوروي پوځ په ورځ کي یوازي پر پوځي اکمالاتو، تیلو او نورو ورته توکو له درې میلیونه څخه تر څلورو میلیونو ډالره لګوله، دیوې لویدیځي سرچينې په حواله شوروي ته له پوځي لګښت څخه پرته، د ۱۹۸۰م کال په لومړۍ نیمايې کي ۶۰۰میلیونه ډالره اقتصادي زیان رسیدلی ؤ، خو د نورو اټکلونو پر بناء دا لګښتونه ډیر لوړ ؤ، په یوه ورځ کي ۱۰تر ۱۲میلیونه ډالره اټکل کیدئ او لس کلن ټول لګښتونه يې ۷۰ملیارده (۷۰زره ملیونه ډالره) اټکل سوي دي، نوموړی زیاتوي له روسانو سره جګړه د افغانانو لپاره هم چي له خپل هیواد او ناموس څخه د دفاع پرته يې کوم بل بدیل نه درلودی په خورا ګرانه بیه تمامه سوه."
دجګړې ګډنوال په افغانستان کي د روسي پوځ عمومي مشرجنرال ګروموف هم دجګړې تر ټولو سخت ټکی ځاني تلفات ګڼي نوموړی د خپل کتاب (سرې لښکري په افغانستان کي) په ۴۸۱مخ کي لیکي:
"د افغاني جګړې تر ټولو غم لړلې پاڼه زموږ دسرتیرو او افسرانو مرګ ؤ، د ۱۹۷۹م د ډسمبر له ۲۵څخه تر ۱۹۸۹م دفبروري تر پینځلسمي (دشوروي تر وتو) پوري د څلویښتم لښکر(روسي پوځ) ۱۳۸۲۳منسوبین دجګړې په ډګر کي وژل سوي او یا وروسته د ورپیښو ټپونو او ناروغیو له امله مړه سوي دي، د دوی په ډله کي ۱۹۷۹تنه افسران او جنرالان وه، سربیره پر دې د افغانستان په خاوره کي ۵۷۲ تنه د کي جي بي غړي، ۲۸تنه دشوروي اتحاد دکورنیو چارو وزارت کارکوونکي او دغه راز د ۱۴۵ افسرانو په ګډون ۱۹۰) نظامي سلاکاران هم وژل سویدي، ۱۷۲ـ افسرانو د ورپیښو سویو ټپونو له امله په وسله وال پوځ کي دخدمت څخه لاس واخیستی، دسختو اقلیمي شرایطو له امله دپوځي ټولګیو په قطعاتو کي دساري ناروغیو خپریدل ډیر وه (۱۱۵۳۰۸) تنه په ژړي او (۳۱۰۸۰) تنه سرتیري او افسران په محرقې باندي اخته سوي وه."
انجنیرحکمتیار بیا په خپل کتاب (پټی توطیې بربنډي څیرې) کي په ۱۴ او ۱۵ مخ کي د روسانو دماتي عوامل په یوښه او منطقي ډول داسي بیان کړي دي:
"۱ـ په جګړې کي د روسي پوځیانو د مرګ ژوبلي شمیر ورځ په ورځ زیاتیده، دې کار په طبعي توګه په روسي پوځیانو، د دوی په خپلوانو او ملګرو کي د جګړې په خلاف کرکه او نفرت را ولاړاوه او هغه يې یوه ناکامه او بې حاصله هڅه شمیرله او همدې احساس د هغوی رزمي روحیه ورځ په ورځ کمزورې کوله.
۲ـ دجګړې مالي لګښتونه (دنوموړي د لیکنی له مخي ۸۰ملیارده ډالره) هغه حد ته رسیدلي وه چي نور د شوروي اتحاد مات ګوډ اقتصاد ته د زغملو نه وه.
۳ـ روسان په دې ونه توانیدل چي د خلق او پرچم دمختلفو ډلو ترمینځ شدید اختلافات حل کړي او یو قوی افغاني حزب او دهغه له لاري یو ډاډمن افغاني پوځ جوړ کړي، دجګړې ټول بار په خپله د روسانو په غاړه ؤ، د داسي جګړي، نه هم ګټل ورته ممکن وه او نه هم د تلفاتو زغمل.
۴ـ د مسکو سخت دریځه، زاړه واکداران په ځانګړې توګه هغه چي افغانستان ته يې د پوځ دلیږلو پریکړه کړه وه یو په بل پسې یا په طبعي مرګ مړه سوه یا په یوه بل دلیل له صحنې لیري سول او واک داسي کسانو ته په لاس ورغی چي غوښتل يې ددې بې نتیجې او بې ګټی جګړې له نه زغمیدونکي مالي او ځاني زیان څخه شوروي اتحاد ډیر ژر وژغوري او د اولس د اقتصادي ستونزو دحل کولو فرصت او کریډیټ ترلاسه کړي.
۵ـ روسانو د افغانستان د اشغال په جریان کي کابو یو میلیون پوځیان یو په بل پسې دې هیواد ته راولیږل چي پس له څه مودې پاته کیدو يې تعویض کړي (زاړه يې ایستل او تازه دمي یې راویستل) دې پوځیانو له ځان سره ددې جګړې منفي اغیزي شوروي ته انتقال کړلې او په ولس کي يې د جګړې په خلاف حساسیتونه تشدید کړل.
۶ـ په روسانو باندي، په افغانستان کي د زیات پاته کیدا او په جګړې کي د عدم موفقیت په وجه نړیوال فشار ورځ په ورځ زیات سوی ؤ.
۷ـ دجګړې په ډګر کي عملاً د دوی ناکامي او دمقاومت په ختمولو او حتی تضعیف کي د دوی پاته راتلل.
د پورتنیو ټولو دلایلو په نظرکي نیولو سره په کلکه ویلای سو چي الله تعالی جله شانه دنړی په یو ضعیف مخلوق (افغان مجاهدینو) په نړی کي خپل سرکښ او متکبر دښمن چي خپله ماته يې محال ګڼل (شکست ناپذیر) مات کړ، او شرمنده له افغانستان څخه ووتل، خو ښه به هلته وای چي یو استعمارګر دبل استعمارګر دماتي څخه عبرت اخیستلای!
په پای کي د شوروي سره او ظالمانه ښکیلاک په وړاندي د ټولو مبارزینو او مجاهدینو، قربانیو، شهادتونو، هجرت او معلولیت ته په درناوي، د شوروي پوځیانو د وتلو مبارکي ټول افغان ملت او ټول اسلامي امت ته وایم، د هغي ورځي په ارمان چي هیواد مو د ټولو بهرنیو ځواکونو او د بهرنیانو او ګاونډیانو د نیابتي جنګیالیو له حضور څخه خلاص سي، او افغانان د یو مقتدر، خپلواک او خودکفاء افغانستان لپاره کار وکړي.
وروستي