په قطب کې کنګل ـــ دځمکې پر سردژونددرازکلي؟

راتلونکی 2007کال به، په نړيواله کچه دقطب دکال په نامه يادشي .ويل کيږي چې پدې کال کې به دعالمانوله خواډيرې څيړنې ترسره شي . دوی پدې باوردي ،چې دغه سختې کنګل شوي سيمې دژونددانکشاف لپاره اغيزناکې دي . لمر،اوبه اوکنګل يوه ډيره نازکه موازنه رامنځته کړې ،چې دژونددپايښت لپاره اړينه بريښي .
سږکال په دواړو قطبونوکې داسې ځايونه په نښه شوي چيرته چې دکنګل په کچه کې ډير کمښت راغلی دی . « ناسا»اوځينونوروعلمي مؤسساتوددې خبرې پخلی کړی ، چې له 1990کال راهيسي دځمکې په تودوخه کې دسانتي ګراډ دوه درجې زياتوالی راغلی . په لومړي نظردادپام وړمساله نه بريښي ، ليکن دځمکې په اقليم کې يې دپام وړبدلون رامنځ ته کړی . که چيرې دځمکې دتودېدلومخنيوی ونشي ، ديوې پيړۍ په ترڅ کې به دسمندرداوبوهنداره څومتره لوړه شي .
ويل کيږي چې قطبونه هم ډيرښايسته ځايونه لري . په دوبی کې لمراتڼيزڅرخونه وهی ، هلته شپې اوورځې څو مياشتې دوام کوي . په همدې سړوسيموکې ترکنګل لاندې داسې ژوندي موجودات شته ،چې بل ځای يې شتون ترسترګوشوی ندی .
سويلی قطب دشمالی قطب په پرتله ډير سوړ دی . دشمالی قطب په څير جنوبی قطب هم ټول په کنګل پوښل شوی دی . دکنګل منځنی پيړوالی دوه زره دوه سوه مترو ته رسيږي . دنړۍ 90 په سلوکې کنګل يوازې دلته دی .
دلته داسې کبان شته ،چې په طبيعي ډول انټی فريز لري اووينه يې نه يخ کيږي . دسمندر په تل کې دګڼوځنګلونو په منځ کې دميکروسکوپي ژونديو اجسامويوه بېله نړۍ ده .
څيړونکي پدې باوردي ، چې د«انتارکټيکا» په جهيلونوکې ميشت ميکروسکوپي اجسام څومليارده کاله د مخه هلته پيداشويدي اوهمدغه ژوندي اجسام په ځمکه اونوروسياروکې دژوند دپيدايښت يوه پرانستونکي کونجي ياکلي ګڼل کيږي .