دنړۍ سختې ۸ ژبې ....

 
په نړۍ کې زرګونه ژبې شته، هغه وګړي، چې غواړي دنورو ادب، کلتور، فرهنګ او تمدن وپیژني، نو لومړۍ هڅه یې دا وي، چې هماغه ژبې زده کړي، خو دا چاره دومره اسانه نه ده، ځکه یو شمېر داسې ژبې شته، چې زده کړه یې سخته ده.
دحروفو، کلماتو او ګرامر له اړخه ټولې ژبې سره توپیر لري او ځینې نورې بیا یو څه ورته والې لري، څومره، چې یوه ژبه زموږ مورنۍ ژبې ته نږدې وي زده کړه یې یو څه اسانه وي.
دنړۍ سختې ۸ ژبې په دې توګه دي:
1- چینايي ژبه
په چین کې مختلفې ژبې او ګړدودنه شته، خو ماندرین ( لومړنۍ ژبه، چې دنړۍ په کچه ډیر ویونکي لري) دا ژبه نږدې یو ملیارد ویونکي لري.
چینايي ژبه ځکه سخته ده، چې ډیر سمبولونه، انځورونه لري، چې یادول یې ۱۰۰٪ اړین دي، که څوک غواړي، چې دا ژبه زده کړي هغه باید نږدې ۳ زره مختلف انځورونه وپیژني، چې دا ژبه د ګرامر له اړخه سمه او کره ولولي.
اوسمهال یو چینايي زده کونکی نږدې ۱۰ زره سمبولونه پيژني، چینايي قاموس له ۴۰ زره ډېر حرفونه یا سمبولونه لري، خو که دا هم زده کړئ بیا هم نه شې کولای، چې پر ماندرین ژبه  وپوهیږئ یا پرې خبرې وکړئ، ځکه دا ژبه  له معاصرې چینايي سره ډېر توپیر لري.
2- کوري ژبه
کوريايي ژبه له نورې نړۍ څخه بیخې ګوښې او جلا ده، ددې ژبې تاریخي ژبپوهان وايي: د کوريايي ژبه له نورو هغو سره کوم مشترک اړخ نه لري، دا ژبه  دلیکلو ځانګړی سیستم لري، دوی یې (هانګول) بولي، چې تر ډېره دچینايي ژبې پر سمبولونو ولاړ دی.

3- جاپانۍ ژبه
دجاپانۍ ژبې زده کړه ډېر وخت ته اړتیا لري، چې ددې ژبې هغه لومړني اساسات زده شي، جاپانیان په زرګونو مختلف سمبولونه کاروي، چې مختلف لفظونه او ماناوې لري، دا ډېره سخته ده، چې دا ټول سمبولونه دې ژر زده شي.
 
4- عربي
دنړۍ په کچه نږدې ۴۲۰ ملیونه وګړي په عربي ژبه خبرې کوي، دا هم دسختو ژبو له ډلې څخه ده، په ځانګړې توګه دهغو کسانو لپاره، چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وي، ځکه داسې حرفونه او اوازونه لري، چې په انګلیسي او نورو اروپايي ژبو کې نشته.
5- روسيي
روسيي ژبه له داسې ابجدیاتو څخه جوړه ده، چې ډیر مانوس نه دی، زده کونکی باید دروسيي ژبې پر ګرامر ډیر اهتمام وکړي، چې په ښه توګه یې زده شي، دویلو پر مهال کوچنۍ تېروتنه کولای شي، چې ټوله مانا غلطه کړي.

6-  هنګري ژبه
په دې ژبه کې دګرامر داسې قاعدې شته، چې ډېرې نااشنا دي، په دې ژبه کې ۱۴ حرف علته دي ، ۱۸ ګرامري قاعدې لري ځینې وخت ان ۳۰ ته رسیږي، دا ژبه له ډیرو سختو اصطلاحاتو جوړه شوې ده، چې پرې پوهیدل سخت کار دی. دجملو ترکیب دنړۍ له نورو ژبو سره پوره توپير لري.

7- ایسلنډي ژبه
دا ژبه هم مختلف ګرامري قاعدې لري، یادول یې ډېر زیار  ته اړتیا لري.
8- فنلنډي ژبه
دا ژبه هم دګرامر له اړخه ډېره سخته ده، انګلیسي ته هیڅ نه ژباړل کیږي، که د ژباړونکی له لارې هڅه وشي، چې انګلیسي ته ترجمه شي مانا یې بدلیږي.