سوالګرنظر، ترڅنګ کاته له مانه پاتې دي نور
په دغه لاره تله راتله له مانه پاتې دي نور
سپرلووختونودخزان جامې راواغوستلې
په دې وږموکې اوسېده له مانه پاې دي نور
دبې ريباره ماښامونوهواواخيستلم
رنګين ګودر،غاړه دغره له مانه پاتې دي نور
افغان ماشوم يمه دمرګ بلامې پښې خوړلې
دژوندکوڅه کې لوبېده له مانه پاتې دي نور
په وچوشونډومې موسکاددردانځوروګڼه
دزړه له زوره خندېده له مانه پاتې دي نور
ماچې دزړه واک درکولوخوژوندى به ومه
له هد يرې راستنېده له مانه پاتې دي نور
رحماني ستادمخ خيالي انځوربه وساتمه
خوخپلې سترګې اولېمه له مانه پاتې دي نور
وروستي