دالهام پرښته

هنري نثر
              ليکوال  : ګل رحمان رحماني
       سهارلا د لمر وړانګوزمادژوندديوې نوې ورځې تندې نه وو ښکل کړى چې ستا قاصد راته مخامخ ودرېده په دماغ مې ستا دوجودخماري خوشبو خوره شوه  اوقاصدمې دنړۍ په هغو نېکمرغه انسانانوکې حساب کړچې په ژوندون کې يوځل ستادليدل وياړورپه برخه شوى خودقاصددخولې خبره دزهرجن خنجرپه څېرراباندې ولګېده هغه ماته کومه بده خبره نه ده ګړې اونه هم ورنه خفه يم خولږترلږه يې بايدزمادمات زړه خيال ساتلى وى هغه داخبره راته وکړه چې ته نورزماله شعرونو مخ اړوې اودالهام هغه پرښته چې داسماني ډالۍ په څېردې  ماته   رااستولې وه بېرته ستنوې
   قاصددلمرله راختووړاندې روان شو هغه هم په داسې حال کې چې دلمرزرينې وړانګې زماپه لورراتللې خوقاصدراڅخه د يوه تورسيوري په څېرروان وو، هغه په دې ښه پوهېده چې ماتې څانګې دبادله کمزوروڅپوسره هم له ونوراوغورځي اوبيايې سيلۍ له ځان سره وړي
   مابه  هم داسيلۍ يوسي خودمني درېژېدلو پاڼوپه څېربه مې بياهم هره شېبه مخه ستاپه لوروي ترهغې چې ستاقاصدستادوجودله وږمو سره يوځاى راشي اومابېرته همغه بې وړانګوسهارته ستون کړي بيابه مې هم ستانه دليدلودهيلې په ځآى غوښتنه داوي چې همغه دالهام پرښته يوځل بيازماملګرې کړې
                ٢٠٠٩\\١١\\١٢دصفاراډيودفتر