غزل

 
 خاموشه څړيکـه يـم پر هـر کــې اوســم
نه يـم ملنـګ چــې سـتا په درکـې اوســم
 
په مـــهرابـــونــو کــې مـــــې مه لـــټوه
تللــى خماريـــم په ساغـــر کــې اوســــم
 
هوا د غــرونـومې خوراک ده خــوراک
زه د ياغــي مـرغـــه وزر کــې اوســــم
 
خـــېر کــه يــوه مــاتـــه ملغــلــره يمـــه
دخــپــلو اوښــکو سمـــنـدر کــې اوســـم
 
سر به مــې ټيــټ نشــي رقيــب ته کلــه
تل بــه د ميـــنى په سنـــګر کــې اوســم
 
دکــوم زخـمـــي بلل داســتان مـــې بولـه
دهســـکو غرونو پـه نښــتر کــې اوســم
 
لکــه په شــنو اوبو تصــوير د پــېغلـــې
د دغـــــه کلــــي په ګـــودر کــې اوســم
 
کـــه رانـــه لاړې قــافـلــــې د ســحــــر
بيابه په لمـــر د مــازديګــر کــې اوســم
 
((رحماني)) ورک به شـي غماز له کلي
هــم بـه پـه لر هـم بـه پـه برکــې اوســم
٢٣/٧/١٣٨٢
ننګرهارپوهنتون