برخليک

تاخوويل چې زمادتقديرپه رنګينه پاڼه تراوسه هم دهېرکليمه نه ده ليکل شوې اونه مې هم دزړه په قاموس کې دغه له دريوتوروجوړه کليمه کومه مانالري .
تاخوبه هرماښام ويل چې ستادهېرېدوشېبه به زماپه ژوند کې دوروستى ساه نوم وي اوهغه ځاى چې ستادهېرېدوپرېکړه په کې کوم زمادژوندوروستى تم ځاى .
نوبياولې زمادنوم له اورېدووېره لرې اوژبه دې ددغه څوتوروپه ويلونه توانېږي زه ستانه داپوښتنه نه کوم چې زه دولې هېرکړم ؟
داګيله هم نه درنه کوم چې له ياده دې ويستلم خولږترلږه راته ووايه چې دتقديرترپاڼودې ګوتې څنګه ورسېدې ؟
چې دغه بې خونده برخليک دې راډالۍ کړ.
هغه برخليک چې مايې همغه مهال له پېښېدووېره لرله
اياستالومړۍ خبره دورغ وه ؟که چادرته دتقديرپه پاڼوکې دلاس وهلولاروښوده ؟
زه اوس دمرګ ترورځې په همدې انتظاريم چې ددې څوپوښتنوځواب راکړې .
ستادزړه په قاموس کې دهېرکليمه چاورزياته کړه ؟
مانايې چادرته وټاکله ؟
اوترکومه به ستادزړه دقاموس په طلايي پاڼوليکل شوې وي ؟