آیا د جدي شپږمه یا د شوروي یرغل ستره غمیزه هیره کړو؟

 
ځیني دوستان نیوکه کوي او وايي: د شوروي اتحاد له تیري څو لسیزي تیري سوي، نوموړې موضوع نوره زړه او د تاریخ پاڼو ته وسپارل سول!، ځیني بیا وايي په داسي حال چي هیواد مو همدا اوس د بهرنیانو د نظامي حضور شاهد دی، موږ څنګه د روسي ښکیلاک څخه بحث کوو؟!
غواړم په دې اړه یو څه وضاحت وکړم:
لومړۍ برخه: پر هیواد د شوروي د پوځي یرغل لنډ شالید
پر افغانستان باندي د سره پوځ یرغل دومره درنه حادثه وه چي افغانستان، سیمه او نړی يې وښورول، شوروي دخپل اردو د اکمال لپاره لس زره افسران، سربازان او خورد ظابطان د احتیاط په ډول را جلب کړي وه، د ۱۹۷۹م کال د ډسمبر په میاشت کي دوې موټریزي فرقې د ترمز او کشک له لاري او یوه هجومي فرقه د هوا له لاري دکابل په خواجه رواش هوايې ډګر کي راکښته سول، ددغو قوتونو شمیر په ۱۹۷۹م کال کي تر اتیا زرو پوري رسیدی چي وروسته تر یوسل او پینځوس زره پوري لوړ سو.
دکابل، بګرام او شین ډنډ هوايې ډګرونه دغو قواوو په لاس کي واخیستل، د افغانستان د شمال او لویدیځ څخه لکه سره میږیان راتوی سول، د افغانستان خلکو په غمجنو سترګو ورته کتل او ددې سره سم دهیواد دښارونو او اطرافو څخه دهجرت بهیر دپاکستان او ایران په لور پيل سو، د ډسمبرد۲۷ مي دماښام په اوو بجو د ببرک کارمل لومړۍ وینا په دري ژبه افغان اولس ته وړاندي سوه.
دویمه برخه: آیا د شوروي له یرغل څخه یادونه ونکړو؟
درسته ده چي د شوروي اتحاد له نظامي تیري څخه څو لسیزي تیري سوي، خو د شوروي پوځي یرغل اغیزي زموږ د هیواد پر سیاسي، اقتصادي، نظامي، ټولنیزو او نورو برخو لاهم خورا محسوسي دي او هره ورځ یې مشاهده او حس کولای سو، د شوروي یرغل اغیزو ته په لنډ ډول اشاره کوم:
الف: ټولنیز اړخ
لومړی بند: د شوروي اتحاد له نظامي یرغل سره سم زموږ هیوادوال دنړۍ ګوټ ګوټ ته په هجرت او کډوالۍ اړسول چي د جګړو د دوام له امله تر نن ورځي پوري د نړۍ په ۵۲ هیوادونو کي شپږ میلیونه افغانان مهاجر دي، د هیواد د نفوسو یوه پر شپږمه برخه مو لا تراوسه د هیواد څخه لیري په درپه درۍ او بې وزلۍ کي شپي او ورځي صبا کوي.
دویم بند: په ټولنیز لحاظ نږدې هري افغاني کورنۍ د هیواد د ازادۍ په لار کي شهید یا معلول ورکړی او له بده مرغه ځیني بیا د شوروي په څنګ د خپل ملت په مقابل کي ودریدل دا چاره ددې باعث سول چي نن هم په افغانستان کي افغانان یو له بل سره نفرت ولري، ددې پرځای چي ټول افغانان د بهرني ښکیلاک په وړاندي دریدلي وای، افغانان د داخلي جګړې په څیر په دو متضادو صفونو وویشل سول چي دغه جهادي او کمونیستي ویش تر اوسه هم پر خپل حال پاته دی.
دریم بند: که موږ د شوروي اتحاد یرغل هیرو نو په دې مانا ده چي د شوروي تیري په مقابل کي د خپلو یونیم ملیون شهیدانو، دوه ملیونه معلولینو او شپږ ملیونه مهاجرو پر قربانیو سترګي پټوو، حال دا چي دا دوی حق دي چي باید دداسي ورځو په یاد سره ددوی قدرداني او درنښت زموږ په اذهانو کي ژوندي پاته سي، په هیواد کي اوس هم زرګونه داسي کورنۍ سته چي د کور یو یا دوه غړي یې شوروي او شوروي پلوه ځواکونو د سیاسي زندانیانو په نوم نیولي، ژوندي یې تر خاورو لاندي کړي او کورنۍ یې اوس هم د راتلو انتظار کوې، د هلمند په نهرسراج کي زموږ یو دوست دی، یو ورور یې د شورويانو په وخت کي همداسي ژوندی لادرکه سو، مور یې راته وویل چي همدا اوس هم چي کله دروازه وټکیږي، نو ژر ورسم وایم کیدای سي ورک زوی مي وي!!
ب: نظامي اړخ
د شوروي پوځي په یرغل او تر دې لا یو څه مخکي د ثور د کمونیستي کودتا سره سم د لومړي ځل لپاره نظامي او پولیسي بنسټونه سیاسي سول، د هیوادني تعهد پر ځای ګوندي تعهد ته ترجیح ورکړل سول، چي دا ستونزه نن هم لرو، ملي بنسټونه او ملي مسائیل مو اکثره ګوندي سول، د ګوندي ګټو لپاره پرله پسې کودتاګاني ددې مسلې شاهدي وايي.
ج: اقتصادي اړخ
د هیواد اقتصاد پلانیزه او سوسالیستي نظام ته واوښت، د شوروي نظامي حضور زموږ اقتصادي بنسټونه ونړول، خصوصي سکتور له مینځه ولاړ، د هیواد لپاره اوږدمهاله اقتصادي او ستراتيژیک پلانونه متوقف سول، دبهرنۍ پانګه اچوني زمینه له مینځه ولاړه، چي تر دا مهاله مو د هیواد اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ تړلی اقتصاد دی، پولي واحد مو د اقتصادي پر له پسي ضعف له امله خپل ارزښت له لاسه ورکړ، او په هیواد کي دننه هم زموږ پر پولي واحد د خلکو باور راکم سو.
د: سیاسي اړخ
څه وخت چي شوروي اتحاد پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، هیواد مو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نظامي خپلواکي له لاسه ورکړل، د افغانستان په اړه پریکړي د شوروي په سیاسي بیرو کي ترسره کیدلې، له دې وخته زموږ ګاونډیانو ښه استفاده وکړل، په سیاسي لحاظ یې خپل نړیوال حیثت لوړ کړ، نظامي او استخباراتي ځواکونه یې جوړ کړل هغه وخت د کمونیزم د مخالفت په  اړه نړیواله اجماع موجوده وه بناءً د نړیوالو مرستو د جلب او جذب لپاره یې ځانته زمینه مساعده کړه.
بل وضاحت:
که د جدي شپږم نه تقبیح کول په دې مانا وي چي هیواد مو اوس د یوبل نظامي حضور شاهد دی، نو بیا خو ددې خبري مانا داده چي موږ د تاریخ له ارزښت څخه انکار کوو، تاریخ کیسې ګڼو، د روښانه راتلونکي لپاره د تیر څخه هیڅ عبرت نه اخلو، د شوروي تیري څخه ډیر داسي څه سته چي موږ ورڅخه د عبرت په توګه یادونه وکړو لکه:
الف:
هیڅ نظامي زور د ملت پر ارادې پیاوړی نه دی، نظامي ځواک کارونه د ملت اراده نسي تسیلمولای، په زور کلي نه کیږي.
ب:
هغوی چي د استعمار په څنګ کي ودریدل، استعمار یواځي پر میدان پریښودل او بیا خړي سترګي دې ملت ته شرمنده سول.
ج:
افغانستان د استعمارګرانو قبرستان دی، د نړۍ ډیرو سترو ځواکونو دلته ماته خوړلې او ددې هیواد د ایل کولو ارمان یې له ځان سره ګور ته یووړ.
د:
افغانان باید هوشیار وسي چي استعماریې د خپل تداوم په خاطر په بیلابیلو نومونو ویشي، نو باید خپل وحدت په هر حال کي حفظ کړي.
هـ:
افغانان باید همداسي متحد اوسي لکه د شوروي اتحاد په وړاندي چي پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، بلوڅ، نورستاني او نورو قومونه په یو واحد سنګر کي د وروڼو په څیر د ښکیلاک په وړاندي جنګیدل، نن هم باید د هرډول سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، اخلاقي انحرافاتو او بدمرغیو په مقابل کي همداسي یو موټې مبارزه وکړي.
په پای کي د هغوی پر حال د حسرت او افسوس اوښکي تویوم چي د میلیونو افغانانو د قاتلینو روسانو مرستي ته یې لاس اوږد کړ.