د پښتونخوا نامتو شاعر ډاکټر عبدالخالق زيار له دې نړۍ سترګې پټې کړې


دکوزې پښتونخوا نامتو شاعر ډاکټر عبدالخالق زيار ومړ.
ډاکټر عبدالخالق زيار د ١٩٥٦ زيږدي کال د نومبر مياشتې پر ١٣ مه نيټه د پښتونخوا دملاکنډ په عثمانخيلو ګړۍ کې زيږيدلى دى. لومړى زده کړې يې په خپل کليوالي ښوونځي کې ترسره کړي اوا يف، ايس، سى بې يې د پېښور له ايډورډز کالج نه اخيستې. د لوړو زده کړولپاره د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته تللى او پر ١٣٦٦ لمريز کال يې همدلته د M.D تر درجې خپلې زده کړې ترسره کړيدي.
له دې وروسته خپلې پلرنۍ سيمې ته راغى او له ادب سره دمينې په ترڅ کې په ادبي څيړنو او ژباړو بوخت شو دې له شل کلنۍ راهيسې شعر ليکي او ځينې نثري ليکنې يې هم کړي چې د افغانستان او پښتونخوا په خپرونو کې خپرې شويدي .
اثار
الف چاپ
١- دا خاوره او دا خلک له انګليسي نه ژباړه
٢- په سويل لويديځ هند کې د پښتنو بغاوتونه له انگليسي نه ژباړه
ب چاپ ته تيار
٣- مات څانگونه د جبران خليل ديوه ناول ژباړه
٤- مړاوې منجرې شعري ټولګه
د ډاکټر صاحب دشعر بيلګه:

غزل
اخلم په يو غم پسې بل غم ځمه
زه دکور په لوري ، دصنم ځمه
داسې مې نو ايستې توبه هم نه ده
اوس هم ميخانې ته ځم خو کم ځمه
هسکه غاړه تګ مې پيژندنه ده
خداى مه کړه چې سر به چيرته خم ځمه
ماته دهوا رو لارو مه وايه
زه دګړنګو نو په سر سم ځمه
زه دمسيحا له کوره هم خدايه
هروارې چې ځم ، په زړه کړم ځمه
لارې دحالاتو دوړو ونيوې
اوس په منډه نه ځم په قدم ځمه
ژاړم خپل ټوټې وجود ته ځاى په ځاى
زياره چې کابل ته په تورخم ځمه