د فکري سلامتيا لپاره له کومو سرچینو څخه کار واخلو

 
عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
 
که چېرته فکري سلامتيا نه وي بې له شکه چې ژوند ډېر تريخ او له ټولو مزاياوو څخه بې برخې دی .
ژوند هغه الهی ارزښمتن نعمت دی چې يوازې په فکري سلامتيا سره نيکمرغه پرمخ وړل کيږي، په فکري سلامتيا کې نغښتې ده چې خلک د ژوند پر اهميت و پوهيږي چې ژوند د څه لپاره :
ژوند د عبادت لپاره،
ژوند د مينې لپاره،
ژوند د ښه راتلونکي لپاره،
ژوند د ځان او نورو د نيکمرغه کولو لپاره ،
او باالاخېر ژوند د بقا لپاره،
خو چې کله فکري سلامتيا نه وي بيا ژوند څه شی دی :
نو ژوند ډار دی،
ژوند ناهيلی ده، ژوند ناروغي ده،
ژوند ځان او نورو ته عذاب دی ،
او که په يوه جمله کې ووايو نو ژوند بې معنا دی.
پوښتنه دا ده چې که انسان له پيل څخه له فکري سلامتيا څخه بې برخې نه وي پيدا شوي کوم عوامل دي چې د هغه فکري سلامتيا زيانمنوي .
ځواب دا دی ډېر مختلف عوامل دي، خو له ټولو مهم يې هغه روحي فشارونه دي چې د فقر، ناپوهۍ، ناروغۍ، ناسم چاپيريال، بې کسۍ ، بې وسۍ ، بې عدالتۍ او ظالمانو د ظلم له امله يې زغمو.
د هغه چا چې بې ګناه لاس د ظالم په چاړه پرې شوی وي ، د علاج وس يې ونلري او څوک ورسره مرسته نه کوي څومره به درديږي، څومره به د خفګان احساس کوي، څومره به ناهيلی کيږي او ايا هغه به فکري سلامتيا ولري ؟ .
نو ويلی شو چې په يوه ټولنه کې به هلته فکري سلامتيا وي چې هلته سوله وي، روغتياوي، د ژوند اړتياوې پوره وي، تعاون او مرسته وي، عدالت وي او د ظلم او کرکې څخه خلاص چاپېريال وي، له بده مرغه هغه واقعيتونه او حقيقتونه چې زمونږ په ټولنه کې دي  هغه عوامل دي چې زمونږ د افرادو روح او روان خفه کوي .
هغوی تر روهي فشارونو لاندې راولي او د هغوی فکري سلامتيا يې خرابه کړې او شايد دا نظريه سمه وي چې زموږ د ټولنې پنځوس فيصده افراد په رواني ناروغۍ اخته وي.
څه کم څلور لسيزي زمونږ پرهيواد کور ګډه جګړه روانه وه، د خلکو مادي او معنوي شتمنۍ لوټ شوې، د قانون نه حاکميت د يو ملي حکومت نه درلودل، ځانځاني، مهاجرتونه، فقر او آن د خلکو پر مال او ناموس تيری، زموږ اصيل اسلامي او افغاني فرهنګ ځپل څه او څه چې د خلکو فکري سلامتيا يې ځينې واخيسته او له ډېره بده مرغه چې لاهم دغه جګړه دوام لري.
هېڅ داسې افغانۍ کورنۍ به نه وي چې يو يا څو عزيزان يې د جګړې له امله له لاسه نه وې ورکړې .
د چا زوی وژل شوی، د چا خور، د چا پلار، د چا مور او د چا ماشوم د لکهاوو بيګناه افغانانو اندامونه قطع شوي، نن معلول او معيوب دي او د يو عالم ناهيليو سره مخ دي.
لاهم د قانون نه حاکميت، اداری فساد، رشوت، اخلاقي فساد، غلا، تيری، نا امني، فقر، بې کاري، ړوند تعصب، ناپوهي، او جګړه هره ورځ زمونږ له خلکو قرباني اخلي او مونږ دا ارمان کوو، چې کاشکې سبا ته دغه بدبختي دوام ونکړي، خو دا د چا په لاس کې ده چې دغو ټولو بدبختيو ته پای ورکړي او واقعاً خلک د فکري سلامتيا څخه برخمن وي؟.
ځواب دا دی چې دا پخپله د افغانانو په لاس کې دی.
هيڅوک به دوی ته سوله په خيرات کې ورنکړي، هيڅوک به دوی ته ته د قانون حاکميت ، پوهه، يووالی، تدبير، کار او زيار سره ترلاسه نکړي.
نو زمونږ د بحث پايله به دا وي چې راځی، د ملي ژوند برخې ته ورننوځو د خپل هر هيوادوال درد خپل درد وبولو، خپل يووالی او سياسي همغږي وساتو او ملي صداقت رامنځ ته کړو.
د جګړې عوامل، لکه: تعصب، فقر، ناپوهي، اداري او اخلاقي فسادونه او هم يې بهرني عوامل لکه د پرديو استخباراتي شبکو دسيسې له منځه يوسو او که نه نو نه به مونيکمرغي په برخه وي او  نه هم فکري سلامتيا.
اوس ډېر افغانان په دغو ټولو مسايلو پوهيږي چې ولې دا عمل نشته او د عمل لپاره يې صداقت او يووالی نشته، سياستمدارانو مو په دروغو په ژمنو په دوکه کې ساتلي يو، بايد مجبور يې کړو چې د سياست موخه ملي او اسامي وګرځوي، پرخپلو ژمنو عمل وکړي، که حکومت کوي نو د دې لپاره دې نه کوي چې ځانونه ماړه کړي.
زمونږ اسلامي او ملي ارزښتونه خرڅ کړي او بيا په خارج کې ارام ژوند ولري، پر خپلو خيانتونو ووياړئ او دا اولس همداسې بې سرنوشته پريږدئ.
زمونږ وړانديز خلکو ته دا دی چې لا به ترکومه همدغه بدبختي وي مونږ او تاسو به کړيږو، فکري سلامتيا به مو لازيانمنه وي او د خپلو ملي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په بې تفاوته ژوند ته دوام ورکوو، موږ نه وايو چې راځئ جګړه وکړو، بلکې دا وايوچې راځئ ملي هويت وغواړو، ملي اقتدار وغواړو، ملي ثبات وغواړو، ملي برخليک وغواړو.
د ترلاسه کولو لپاره يې خپلې ازادۍ رائيه د شفافو ټاکنو له لارې وکار وو او زموږ مسؤلين بايد حساب ورکوونکي او ځواب ورکونکي وي.
مونږ عدالت غواړو ، خپل حق غواړو د قانون حاکميت يو شان غواړو او د عدالت د  تامين لپاره موږ په عدلي، قضايي او حقوقي ارګانونو کې د هغو اشخاصو ګومارنه غواړو چې د قران احکام نقص کوي، پرېکړې او فيصلې د مادياتو، رشوت او واسطو پر اساس کوي.
موږ هېڅ قاتل او مجرم ته معافيت نه غواړو بلکې د قانون تطبيق غواړو.
مونږ شعار نه غواړو عمل غواړو هر څوک چې يو خيانت هم وکړي، مونږ خپله رائيه او بيعت بېرته ځينې اخلو، موږ نور د لياقت په شعار نه دوکه کيږو ، بلکې له لياقت سره اهليت هم غواړو.
موږ کارغواړو او د کار لپاره سرچېنې او امکانات غواړو، موږ له دولت څخه د ژمنو عملي کول غواړو، د يوې هوسا ټولنې او فکري سلامتيا څخه برخمنه ټولنه غوښتل او رامنځ ته کول، زموږ حق دی موږ په يووالي سره د دې حق غوښتنه کوو.