غزل

لکه خوب ياافسانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
داغمونه دومره نه وو
خوشالي موهر شيبه وه
دګرمۍ په سرو غرمو کې
په يخ سوري مو دمه وه
سرګردانه دومره نه وو
ښه قرار مو ورځ او شپه وه
د دنيا لالچ مو کم وه
مينه زړونو کې پرته وه
کليوال پکې راټول وو
يو وستل يوموحجره وه
مشرکشر مو معلوم وو
زمونږ دا پله درنه وه
ټولې چارې په مسلات وې
هريوکارته مشوره وه
دابي ځايه سيالۍ نه وې
دژوند چاره موساده وه
ټول خواړه موخوندور وو
که سړه وه که توده وه
لکه ټول ووخويندې ورونه
يو پربل مو بروسه وه
چل وټه په منځ کې نه وه
زمونږداسې يارانه وه
هره ورځ لکه اختر وه
د شبقدر هره شپه وه
يو به بل کره ورتللو
که هرڅو لاره اوږده وه
غم ښادۍ مو وې شريکي
په ژوندون کې مو مزه وه
سيدبديع الزمان (هاشمي)