د صبور سیاه سنګ د پوهاوې لپاره (یو شعر، دوه شاعران)

 
۳/۱۰/۱۳۹۵، ل، ل
 
په افغان جرمن آنلاین وېب پاڼه کې مې د ښاغلي ډاکټر لطیف یاد(د ښاغلي صبور سیاه سنګ په ځواب کې ...) لیکنه ولوستله، چې سیاه سنګ، د خپلې ناپوهۍ له امله، پښتون لوی شاعر رحمان بابا، ادبي غل بللی دی او وایي چې رحمان بابا د حافظ شېرازي شعرونه غلا کړي دي، سره له دې چې یاد صاحب، (سیاه دِل) ته ښه په زړه پورې منطقي او علمي ځواب ویلی دی، خو موږ دغه سیاه دل سنګ دل ته دا ورزده کوو چې د ډېرو شاعرانو ځینی شعرونه کټ مټ سره یو ډول وي، چې په اړه یې یوه حیرانوونکي بېلګه، چې د افغانستان د ملي سرود د شعر په اړه ده وړاندې کوم او له سره تر پایه پرې غږېږو، تر څو له یوې خوا د سیاه دل په شان کسانو زړونه سپین شي او له بلې خوا، په راتلونکي کې ځان او خپل آل له دا ډول تورونو او پیغورونو څخه وژغورم او هغه خبره چې وایې: یک تیر، دو شکار.
 
دولس کاله وړاندې د هیواد له خبري رسنیو څخه داسې خبرونه خپاره شول چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د هیواد له شاعرانو څخه غوښتنه کړي ده چې د ملي سرود لپاره خپل شعرونه ترتیب او د نوموړي وزارت د نشراتو مُعینیت ته دې وسپاري.
 
وروسته له هغې چې د افغانستان د اساسي قانون د ملي سرود اړوند مادې مې په غور سره ولوستلې، نو د ملي سرود لپاره مې یو شعر جوړ کړ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مُعینیت سکرتریت ته وروسپارلو او هم مې د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اوونیزې خپرونې (د سباوون زېری) ته ورولېږه، چې د نوموړي اوونیزې په څلورم مخ، پنځمه ګڼه ۱۳۸۳ ل، ل، کال، د لړم په ۱۴ نیټه چاپ شو.
 
C:UsersHelmandDesktop۲۰۱۶۱۲۱۹_۰۹۱۵۳۱.jpg
لومړی شــــــــعر
دا وطــن افـغـانـســــتـــان دی= هـــــر وګــــــړی یې افــغـان دی
قهرمان یې زوړ اوځوان دی= لوړیې نوم په درست جهان دی
هــم یې خــاوره ده ســـره زر
الله اکــــــــبر، الله اکــــــــبـر
پــښــتـانـه کــــه تـاجـــکـان دي  =    هـــــــزاره یــا ازبــکـــان دي
ترکمانان که بـلــوڅان دي  =     نــورستان که پــشــه یـان دي
قــزبـاش دي کــه ګــوجـــــر
الله اکـــــــبر، الله اکـــــــبر
دا ایــمـاق کــه عــربان دي    =    قــرغـیزیـان، بـراهـــویان دي
واړه وروڼه افغانان دي    =    ټول د دې خــاورې بــچیان دي
ســره یــو دي لـر او بــر
الله اکـــــبر، الله اکــــــبر
هرانسان زمونږه وروردی   =     په رنګ سپین دی او که توردی
دا نـړۍ د ټـولــو کــور دی    =    حــرام شوی ظـلم زور دی
حق د ژوند لري بشر
الله اکبر، الله اکبر
دا هیواد زموږ جنت دی   =     چې نظام مو جمهوریت دي
کړی موږ ملي وحدت دی    =    یو افغان دی یو ملت دی
یــو مــو مــشر یو رهـــــــــبر
الله اکــــــــبر، الله اکــــــــبر
د شعر وروستنی بیت په نوموړي اخبار کې نه دی چاپ شوی.
څه موده وروسته مې دپخواني ولسمشر حامد کرزي، علمی او فرهنګي مشاور، ښاغلی زلمی هیوادمل ولید او پوښتنه مې وکړه، چې د ملی سرود لپاره موږ هم یو شعر ورلېږلی دی، کار یې تر کومه رسیدلی دی، ایا تاسې په جریان کې یاست او که څنګه؟
هیوادمل صاحب وویل: د ملي سرود په شعر کې هغه توري او جملې باید نه وې راغلي، چې غېر پښتانه افغانان یې نه شي لوستلی او شعر باید لنډ هم وي.
وروسته له هغې چې د هیوادمل صاحب خبرې مې واوریدلې، نو له لومړي شعر څخه مې هغه توري او جملې وایستلې چې غېر پښتانه افغانان یې نه شي لوستلی، سربېره پر دې ځینې بیتونه او مسرې مو هم له شعر څخه کمې کړې او ورسره مې دوه نور شعرونه هم جوړ کړل او د دوهم ځل لپاره مو اړونده ادارې ته وسپارل، اصلاح شوی شعر دا دی:
 
اصلاح شوی شعر
دا وطــــن افـغـانـسـتان دی = قــهـــرمـان یې هـــر افـغــان دی
پاکــــه خــاوره یې سره زر
الله اکـــــــبر، الله اکــــــبر
پـښـتانـه کــه تــاجـــــکــان دي    =    هــــزاره یــا ازبــکــان دي
تــرکـمـنــان کــه بـلــوڅــان دي  =  نـورستان که پشه یان دي
قــزلبـــاش دي کـــه ګــوجــــــر
الله اکـــــــبر،    الله اکـــــــبر
دا ایـماق کــه عــربــان دي  =  قــرغــیــزیـان، بــراهـــویـــان دي
دا قومـونـه افـغــانـان دي  =  ټـول د دې خـاورې بـچـــیان دي
ســـــــره یـو دي لــــــر او بــر
الله اکــــــــبر، الله اکـــــــــبر
هرانسان زمونږه وروردی =  په رنګ سپین دی اوکه تور دی
دا جـهان مشـترک کور دی  =  حـــرام شـــوی ظــلــم زور دی
حـــــق د ژوند لــــــري بشـر
الله اکــــــبر،   الله اکـــــــبر
***
دویم شــــــــعر
دا وطن د لوی افغان دی = دا جنت په دې جهان دی
ســمـه غـــر یې دُر ګــوهــر =  الله اکــــبر، الله اکــــبر
پښتانه او تــاجــکان =  هــزاره  هـم ازبکان
ترکمنان او بلوڅان =  پشه یان نورستانیان
قـزلــباش هم عربان  =  ایماقان او قــرغیزیان
هم ګوجر براهویان = افغانان دي له یو سـر
الله اکبر، الله اکبر
***
دریــــــم شـــــــعر
دغه ځمکه دا آسمان دی د افغان= په کې اوسي شهبازان او سره زمریان
پاکــه خــاوره یې ساتــو په مـال او سر = په یو نوم باندې د الله اکـــبر
پښتانه تـاجـک ازبــک او تـرکمنان=  هـزاره نـورستانیـان هــم بـلــوڅـــان
قــزلــباش او پشـه یان هم عــربان = ایماقان، قــرغــیــز، ګـوجر براهویان
افغانان دي لر او بر، یو برابر
مومنان دي وایي الله اکــبر
(۱۱/۸ /۱۳۸۳، ل، ل)
 
په دې منځ کې ډېره موده تېره شوه چې له راډیو څخه مې واوریدل چې د ملي سرود لپاره د ښاغلي حبیب الله رفیع شعر انتخاب شو، چې یوه برخه یې د خدای بخښلي عبدالرووف (بېنوا)، د پخواني ملي سرود ده او پاتې نور د رفیع صاحب لخوا ترتیب شوی دی، د دې خبرپه اوریدو سره خوشاله شوم، ځکه چې له یوې خوا، افغان ضد ډلو ټپلو د ملي سرود پر وړاندې ډول ډول دسیسې او پلمې جوړولې او له بل پلوه د پخواني ملي سرود هغه بېتونه چې د بینوا صاحب لخوا جوړ شوي وو، ډېر د لوړې کچې بیتونه وو، خو وروسته بیا خبر شوم چې یاد شوی شعر ونه منل شو.
څه وخت وروسته مو بیا له رادیو څخه واوریدل چې د ملي سرود لپاره د ښاغلي عبدالباري جهاني شعر غوره شو او دا چې د جهاني صاحب انتخاب شوی شعر مې واوریدلو او لومړۍ مسره یې ټکي په ټکي زما د شعر په شان وه، حیران پاتې شوم او څو شیبې په اندښنه کې ډوب شوم، په دې سوچ کې وم چې د جهاني صاحب په شان لوی شاعر خو داسې کار نه کوي چې زما د شعر لومړۍ مسره دې غلا کړي، خو د ملي سرود په اړوندو دولتي کسانو باندې مې شک ؤ، سره له دې چې د ملي سرورد له کمسیون څخه هم نه وم خبر چې مشر یې ښاغلی زریاب دی او د هیوادمل صاحب په وړانديز ټاکل شوی دی.
زه چې له خوست څخه کابل ته راغلم، نو هیوادمل صاحب ته مې وویل چې د ملي سرود لومړۍ مسره او ځینې نورې برخې زما له شعر څخه اخیستل شوی دي، زه غواړم دعوه وکړم، دا دعوه څنګه وکړم؟ او سند یې هم په لاس لرم، هغه دا چې زما شعر څو ورځې وروسته د اعلان څخه، د خوست په یوه اخبار کې چاپ شوی دی.
هیوادمل صاحب په ډېره سړه سینه راته وویل: نه، نه چا لاس نه دی په کې وهلي، کله چې ستاسو شاعرانو شعرونه کمیسیون ته راځي، نو د شاعرانو نومونه تري څيري کوي، تر څو څوک واسطه نه شي، پریږده چې اوس دا د ملي سرود جنجال  یوې خوا ته شي، په دې باندې خو ډېر خفګان جوړ شو. هیوادمل صاحب نور څه ونه ویل، ما چې د ده خبرې واوریدلې نو زه هم غلی پاتې شوم او راتلونکي ته منتظر شوم چې اخېر به لمر پرې راوخیږي. یوه ورځ مې موضوع له ډاکټر خوشال روهي سره شریکه کړه، روهي صاحب راته وویل: د ملی سرود پر سر باندې خو څو تنه درانه درانه پښتانه لیکوالان او شاعران خوابدي شول، داسې چې جهاني صاحب ډېره سخته نیوکه کړی ده او هغه شعر چې د ملی سرود لپاره یې وړاندې کړی ؤ پرې خوښ نه دی.
موږ چې په خوست کې د انټرنټ اسانتیاؤ ته لاس رسی نه درلود او جهاني صاحب خپله لیکنه په انټرنټ کې خپره کړي وه، ومې نه لوستل شوه او د روهي صاحب د خبرو له اوریدلو وروسته زما شک لا پسې زیات شو او فکر مې وکړ چې جهاني صاحب هم په خپل شعر باندې نیوکه لري خامخا زما په شعر او د جهاني صاحب په شعر کې بل چا ترکاڼي کړي ده او بیا هم د پخوا په شان منتظرپاتې شوم، خو کله چې کابل ته راغلو او د انټرنټ اسانتیاوو ته مو لاس رسی ومند، نو یوه ورځ مو د جهاني صاحب دا لیکنه (ملي سرور هم یو داستان لري) ولوستله او وروسته له لوستلو څخه پوه شوم چې، زموږ په شعرونو کې چا لاس نه دی وهلی او په دې باندې خوښ شوم چې زما شعر د جهاني صاحب له شعر څخه کم نه دې، خو په دې باندې خواشنی شوم، چې د جهاني صاحب په شان مې له ولسمشر کرزي سره له نږدې څخه پژندګلوي نه درلودله، که نه نو زما شعر به هم د ملي سرود لپاره انتخاب شوی ؤ، ځکه چې د ملي سرود شعر تر ډېره د کمسیون لخوا نه بلکه د ولسمشر لخوا انتخاب شوی دی.
په پای کې به ښاغلي سیاه دل سنګ دل او د ده په شان نورو کسانو زده کړي وي چې دا هم شوني ده چې د رحمان بابا او حافظ شیرازي شعرونه به سره ورته وي.
دا دی، د جهاني صاحب او زما شعر پرله پسې لیکو او تاسې ښاغلي لوستونکي یې سره پرتله کړئ او خپل نظر ورکړئ.
 
د عبدالباري جهاني شعر
 
دا وطــن افغـــا نستان دی - دا عـزت د هــر افغان دی
کور د سـولي کور دتوري - هـر بچــی یې قهرمان دی
دا وطـــن د ټولو کـور دی - د بلـــوڅـــــو د اوزبکــــو
د پــښـتـون دهـــــزاره وو - د تـــرکـمــنو د تاجــکـــو
ورسره عرب، گوجر دي - پامـیریان ، نــورســتانیان
براهـویی دي، قرلباش دي - هــم ایمــاق هــم پشـه یان
دا هیواد به تل ځلــــيږي - لکه لمــــر پر شنه اسمان
په سینه کـــی د اسیـــا به - لـــکه زړه وی جــــاویدان
نــوم د حــق مـو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر
****
 
د محمد انــور آڅــــړ شـــــــــعر
 
دا وطــن افـغـــــــــانـســــتـــان دی - هـــــر وګــــــړی یې افــغـان دی
لوړیې نـوم په درست جهان دی -  قـــهرمـان یې زوړ اوځـــوان دی
هــم یې خـــــــاوره ده ســــره زر
الله اکــــــــــــبر، الله اکـــــــــــبـر
پــښـــــتـانـه کــــه تـاجـــــکـان دي - هــــــــــزاره یـــا ازبــــــــکـــان  دي
تـــرکـــــمانـــان کـــه بـلــوڅان  دي - نــورستان کــــه پــشــه یـان  دي
قــــــــزبـاش دي کــــه ګــوجـــــــر
الله اکــــــــــــبر، الله اکــــــــــــبر
دا ایــمــــــاق کــه عــــــربان دي - قـــــــرغــــیزیـان،  بـراهـــویان دي
واړه وروڼـــــه افـغــــــــــانـــان دي - ټـــول د دې خـاورې بـچیان دي
ســــــره یــــــو دي لـــــر او بــــر
الله اکـــــبــــــر، الله اکــــــبــــــر
هــــرانــســــان زمـــونــږه وروردی - پـــه رنــګ سپین دی اوتــــوردی
دا نــــړۍ د ټــــولـــــو کــور دی - حـــــــرام شـــــوی ظـلم زور دی
حــــــــق د ژونـــد لـــــري بشــــر
الله اکـــــــــبــــر، الله اکــــــــــبر
دا هـــــــیواد زمــــوږ جــــنت دی - چـــې نــظام مــو جمــهوریت دي
کــــړی مـــوږ مــلي وحدت دی - یـــو افــغــــان دی یـــو مــلـــت دی
یــــــو مــــــو مــشر یو رهـــــــــــبر
الله اکــــــــــــبر، الله اکــــــــــــــبر
                                                                                            
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------
شلمه ماده: د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دی، د الله اکبر او د افغانستان د قومونو نومونه به په کې راځي.
څلورمه ماده: د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر او براهویان دي.